• کورپاڼه
  • پوښتنې
  • هغه نسخې چې خپله رسول الله ص ته یې فایده نه ده کړې نو ایا د ده امت ته به فایده وکړي او د منلو به وي؟

هغه نسخې چې خپله رسول الله ص ته یې فایده نه ده کړې نو ایا د ده امت ته به فایده وکړي او د منلو به وي؟

د پيغمبر مرګ

حميد بارکزی ورور وايي زموږ د کلي حاجي صاحبان له حج څخه را ستانه شوي او ډېرو یې له مکې معظمې څخه خرماوې (کجورې) راوړي او په یوه مجلس کې زموږ د جومات امام له یوه حاجي صیب څخه پوښتنه وکړه چې ایا دا خرماوې چې تاسې راوړي عجوه دي که عادي خرماوې؟

وايي ما له امام صیب څخه پوښتنه وکړه چې دا عجوه یې لا پسې څه بلا ده؟

وايي امام راته په غوسه شو وېل یې ګمراه انسانه داسې مه وايه عجوه هغه خرما ده چې رسول الله یې په اړه په حديث کې ذکر هم کړی او انسان له سحر څخه بچ کوي او بیا یې د رسول الله ص دغه مبارک حديث راته بیان کړ:

📖 «من تصبَّحَ كلَّ يومٍ سبعَ تمَراتٍ عجوةً ، لم يضرَّه في ذلك اليومِ سمٌّ ولا سحرٌ»

📕 ژباړه: هرڅوک چې هرسهار د عجوه په نوم اوه خرماوې وخوري نو په همدغه ورځ به هېڅ مسموم کونکی شی او یا هم سحرتاثیر پرې ونکړي.

  • 📌 مأخذ: بخاري شریف دحدیث رقم ۵۴۴۴

زه وروسته لاړم او د همدې عجوه خرما په اړه مې لږ نور تحقيق وکړ خو یو جالب متن مې مخې ته راغئ او هغه دا چې خپله رسول الله ص سره له دې چې همدا خورماوې یې خوړلې وې بیا هم د هغې یهودې ښځې د خوراک له وجهې نه مسموم شو او حتا شهادت یې له همدې مسمومیت څخه وه دلاندې دلیل په اساس:

📖 وروى البخاري عن عائشة قالت: كان النبي صلى الله عليه وسلم يقول في مرضه الذي مات فيه يا عائشة: ما أزال أجد ألم الطعام الذي أكلت بخيبر، فهذا أوان وجدت انقطاع أبهري من ذلك السم.

📕 ژباړه: نبي کریم ص د مرګ د مرض په وخت کې عایشې رض ته وفرمایل چې همېشه د هغه خوراک درد احساسوم چې په خیبر کې مې کړی وو او اوس وخت کې ممکن د همغه مسموم والي له وجهې نه هلاک شم.

نو اوس پوښتنه دا راته پیدا شوه چې دا څنګه نسخه ده چې خپله رسول الله ص ته یې فایده نه ده کړې نو ایا د ده امت ته به فایده وکړي او د منلو به وي؟

غوښتل مې چې له امام څخه دا پوښتنه مطرح کړم خو هغه ډېر غوسناک او خشن سړی دی نو له ډاره مې دا پوښتنه ورڅخه ونه کړای شوه او هيله ده که تاسې د دې پوښتنې ځواب راته پيدا کړئ.

ملګرو هيله ده چې قاري صاحبان، مفیتان، امامان، ملایان او محدثين را منشن کړئ تر څو د بارکزي صیب پوښتنې ورځواب کړي.

سرچينه: د محمد صديق وېبپاڼه (www.mohammadsediq.com)

  • وروستۍ ليکنې
اسلام ۱۳۵۰ کاله مخکې
اسلام ۱۳۵۰ کاله مخکې