په جنت کې د غنمو بوټي ته څه اړتيا ده او شیطان چېرې اوسي؟

پوښتنې

درې وروڼو چې نه غوښتل نمونه یې د امنیتي ستونزو په وجه خپاره شي پوښتنې رالېږلي او غواړم د درې واړو پوښتنې په یوه پوست کې مطرح کړم ځکه موضوعګانې یې مشابهت لري:

  • (۱) لومړي پوښتنه کړې وايي الله پاک آدم عليه سلام له جنت څخه وشاړه ځکه چې د غنم بوټی يې خوړلی وو، خو ماته پوښتنه دا پيدا شوه چې په جنت کې د غنمو بوټي ته څه اړتيا ده؟ الله ج خو په جنت کښې د شاتو، شيدو او شرابو ويالې پيدا کړي دي او هغه هم بې له مچيو، غوا او انګورو نو د غنم بوټي او غنم ته څه ضرورت وو؟
  • (۲) دویم شخص پوښتلي وايي الله پاک خو غفور او الرحیم دی او د توبې دروازې یې تر قیامته خلاصې دي نو که ابلیس د قیامت نه وړاندې توبه وباسي نو ایا توبه به یې قبوله شي او کنه؟
  • (۳) درېیم پوښتنه کړې وايي دا شيطان خو نه په سترګو ليدل کيږي او نه هم په کوم انساني حس مالوميږي نو د انسان په کومه برخه کې ژوند کوي؟ که په وينه کې وي نو د نړۍ طبي ماشينونو خو باید تر اوسه موندلی وی او ځای یې مشخص کړی وی؟

دې ورځو کې ملګري بيخي ډېرې پوښتنې راليږي نو مجبور شوم چې د دریو کسانو پوښتنې په یو ځل مطرح کړم، هيله ده چې علما کرام دریو واړو ته علمي او منطقي ځوابونه ووايي.

ملګرو که چېرې امنیتي ستونزې لرئ نو له مستعار اکونټ څخه کار واخلئ یا فېسبوکي پاڼه درته جوړه کړئ او دا پوښتنې پخپله مطرح کړئ، کله کله پوښتنې بيخي را باندې ډېرې شي او زما بوډا له وس څخه ووځي چې ټولې مطرح کړم نو هيله ده چې خفه نشئ.

سرچينه: د محمد صديق وېبپاڼه (www.mohammadsediq.com)

  • وروستۍ ليکنې
اسلام ۱۳۵۰ کاله مخکې
اسلام ۱۳۵۰ کاله مخکې
آزادي د انسان توانایي ده چې د خپل ژوند مسیر وټاکي. د انتخاب آزادي، د فکر آزادي، د بیان آزادي، د حرکت آزادي، د راټولېدو آزادي، د اعتراض آزادي، له شکنجې څخه آزادي، او له تبعیض څخه آزادي، دا ټول د آزادۍ مختلف اړخونه دي. آزادي د انساني ژوند لپاره ضروري شرط دی. انسان بې له آزادۍ نه شي کولی چې خپل پیاوړتیا او وده ترلاسه کړي. آزادي انسان ته اجازه ورکوي چې خپلې وړتیاوې او استعدادونه وده ورکړي، خپلو موخو پسې لاړ شي او په ټولنه کې ګډون وکړي.
سوالونه
  • زموږ سره اړيکه
وړانديز شوې کټګورۍ
وړانديز شوي کتابونه
د سوالونو ټکی کام نښان
  • د اپلېکېشن ډاونلوډ
  • سوالونه
  • د موبایل اپلېکېشن به ډېر زر ستاسې چوپړ ته وړاندې شي.
د تخنيکي ملاتړ شمېره:
  • زموږ سره د ټولنيزو شبکو له لارې وصل شئ.
  • ©۲۰۲۴ — ټول حقوق د سوالونه پاڼې له ټیم لپاره خوندي دي.