له اور پيدا شیطان څرنګه په اور کې سوځي؟

دوزخ

یوه ورور چې نه یې غوښتل نوم یې خپور شي له پکتيکا ولایت څخه پوښتنه کړې وایي دا شیطان چې له اوره پیدا شوی نو د قیامت په ورځ د هغه په دوزخ کې اچول څه ډول سزا وي چې خدای پاک یې ورکوي؟

یا دا چې د قیامت په ورځ به یې خدای پاک د اور د دوزخ پر ځای د اوبو په دوزخ کې اچوي؟

هغه وايي دا خو داسې ده لکه ماهي ته چې څوک سزا ورکوي نو په اوبو کې یې واچوي.

ملګرو د دې ورور پوښتنې ته هم لطفاً علمي او منطقي ځواب ورکړئ چې ماغزه یې خلاص شي.

سرچينه: د محمد صديق وېبپاڼه (www.mohammadsediq.com)

  • وروستۍ ليکنې