ځلاند صیب وايي الله ج دې مونږ ټولو مسلمانانو ته توفيق او هدايت راکړي، د الله ج له خلقت نه قربان شم خو ډير يې په فکر کې اچولې يم چې دا څه کيسه ده؟ شيطان کافر لعين دې الله ج خراپ کړي ستا له پروني پوست څخه وروسته یې زما په دماغ کښې نورې پوښتنې را پيدا کړې.

پوښتنه دا راته پيدا شوه چې دا بي بي حوا انا د حضرت آدم ع له پوښتۍ څخه وړه پيدا شوه که لویه بالغه ښځه؟
بل حضرت آدم ع خو نر وو او بیا د بي بي حوا انا لپاره یې هم د پلار او هم مور حیثت لرلو نو له هغه سره یې قرابت څنګه کولو؟ خدایه توبه غواړم په دې پوښتنه کولو خو چاره نه لرم ځکه ماغزه مې خوري.
کله چې یو کوچنی پیدا شي نو نوم یې له مور سره نښتی وي نو آيا د بي بي حوا انا نوم هم له آدم سره نښتې وه؟
خدايه ایمان ته مي خير پيښ کړې، ملګرو کومک راسره وکړئ تر څو له دغه معضلې څخه را بهر شم.
ملګرو هيله ده چې د ځلاند صیب پوښتنې ته علمي او منطقي ځوابونه ورکړئ تر څو خوارکی له دغه ذهني معضلې څخه را بهر شي او د زړه تسکين یې وشي.
سرچينه: د محمد صديق وېبپاڼه (www.mohammadsediq.com)
No results available
No results available