ولې د پيغمبر کليزه لمانځل کيږي؟

ميلاد نبي

د لغمان ولایت څخه محمدګل ورور دا پوښتنه رالېږلې وایي چې د حضرت محمد ص دزېږدو د کليزې مبارکۍ مسلمانان ټول یو بل ته ورکوي او ملایان او نور مسلمانان دا ورځ په شاندارو مراسمو لمانځي خو چې کله زه د خپل زوی او یا خپلې لور کليزه لمانځم نو ملایان او نور سخت دريخي مسلمانان بیا راته نېغ نېغ کيږي او راته وایي چې دا کار د کوپارو دی او ګناه لري، نو که د کليزې لمانځل ګناه وي نو بیا د حضرت محمد کليزه د هغه له مرګ وروسته ولې لمانځل کيږي، ایا دا په یوه اسلام کې د یوه بام او دوه هواوو مثال نه لري؟


یوې بلې خبرې ته هم اشاره کول غواړم او هغه دا چې دا د حضرت محمد ص د کليزې نېټه دقيقه نه ده بلکې یو تخميني تاريخ دی ځکه چې هغه وخت څوک خبر وو چې د عبدالله او امنې زوی به پیغمبر کېږي، دویم دا چې هغه وخت په عربو کې تعليم، خط او کتابت هم په نشت حساب وو نو فکر نه کوم چې چا دې د پيغمبر د زېږېدو نېټه چېرې ليکلي وي.

همداراز د پيدایښت د نېټې په اړه یې هم د شيعه ګانو او سنیانو تر منځ اختلاف دی، شيعه ګان وايي حضرت محمد په ۱۷ د ربيع الاول زېږېدلی او سنيان بیا وايي په ۱۲ د ربيع الاول زېږېدلی او تاريخي کتابونه بیا وايي چې پیغمبر د فيل په کال زېږېدلی چې ورځ یې مالومه نه ده.

هيله ده چې ديني عالمان ماته په دې اړه منطقي او علمي ځوابونه راکړي چې ولې د پیغمبر کليزه لمانځل جواز لري او زموږ د بچو کليزه لمانځل بیا جواز نلري او بل ولې د پيغمبر کليزه په مختلفو ورځو لمانځل کېږي؟

سرچينه: د محمد صديق وېبپاڼه (www.mohammadsediq.com)

  • وروستۍ ليکنې
اسلام ۱۳۵۰ کاله مخکې
اسلام ۱۳۵۰ کاله مخکې
آزادي د انسان توانایي ده چې د خپل ژوند مسیر وټاکي. د انتخاب آزادي، د فکر آزادي، د بیان آزادي، د حرکت آزادي، د راټولېدو آزادي، د اعتراض آزادي، له شکنجې څخه آزادي، او له تبعیض څخه آزادي، دا ټول د آزادۍ مختلف اړخونه دي. آزادي د انساني ژوند لپاره ضروري شرط دی. انسان بې له آزادۍ نه شي کولی چې خپل پیاوړتیا او وده ترلاسه کړي. آزادي انسان ته اجازه ورکوي چې خپلې وړتیاوې او استعدادونه وده ورکړي، خپلو موخو پسې لاړ شي او په ټولنه کې ګډون وکړي.
سوالونه
  • زموږ سره اړيکه
وړانديز شوې کټګورۍ
وړانديز شوي کتابونه
د سوالونو ټکی کام نښان
  • د اپلېکېشن ډاونلوډ
  • سوالونه
  • د موبایل اپلېکېشن به ډېر زر ستاسې چوپړ ته وړاندې شي.
د تخنيکي ملاتړ شمېره:
  • زموږ سره د ټولنيزو شبکو له لارې وصل شئ.
  • ©۲۰۲۴ — ټول حقوق د سوالونه پاڼې له ټیم لپاره خوندي دي.