اسلام د نارینه وو لپاره د نارینه جوړ کړی دین دی. د اسلام دا خبره چې د ښځو د ځواکمنتیا خبره کوي، سمه نه ده، اسلام ښایي چې ښځو ته یې داسې حقوق ورکړي وو کوم چې دوی نه در لودل، خو حقیقت دا دی چې له نن څخه ۱۴۰۰ کاله وړاندې یې هم د ښځو حقوق خوړلي وو، نور تفصيل په ليکنه کې.
📖 حَدَّثَنَا أَبُو بَكْرِ بْنُ أَبِي شَيْبَةَ، حَدَّثَنَا عَفَّانُ، حَدَّثَنَا حَمَّادُ بْنُ سَلَمَةَ، عَنْ عَلِيِّ بْنِ زَيْدِ بْنِ جُدْعَانَ، عَنْ سَعِيدِ بْنِ الْمُسَيَّبِ، عَنْ عَائِشَةَ، أَنَّ رَسُولَ اللَّهِ ـ صلى الله عليه وسلم ـ قَالَ ”لَوْ أَمَرْتُ أَحَدًا أَنْ يَسْجُدَ لأَحَدٍ لأَمَرْتُ الْمَرْأَةَ أَنْ تَسْجُدَ لِزَوْجِهَا وَلَوْ أَنَّ رَجُلاً أَمَرَ امْرَأَةً أَنْ تَنْقُلَ مِنْ جَبَلٍ أَحْمَرَ إِلَى جَبَلٍ أَسْوَدَ وَمِنْ جَبَلٍ أَسْوَدَ إِلَى جَبَلٍ أَحْمَرَ – لَكَانَ نَوْلُهَا أَنْ تَفْعَلَ”.
📕 ژباړه: حضرت عایشه رض روایت کوي چې رسول الله ص وفرمایل: “که ما چا ته امر کړی وای چې د بل چا په وړاندې سجده وکړي، نو ما به ښځو ته امر کړی وای چې خپلو خاوندانو ته سجده وکړي. که یو سړی خپلې ښځې ته امر وکړي چې له سره غر نه تور غر ته او له تور غر نه سره غر ته یو څه یوسي (نقل کړي)، نو دا د هغې دنده ده چې د خپل خاوند اطاعت وکړي.”
په قرآن کې د ښځې شاهدي د سړي نيمايي ده:
🔯 وَاسْتَشْهِدُوا شَهِيدَيْنِ مِنْ رِجَالِكُمْ ۖ فَإِنْ لَمْ يَكُونَا رَجُلَيْنِ فَرَجُلٌ وَامْرَأَتَانِ مِمَّنْ تَرْضَوْنَ مِنَ الشُّهَدَاءِ أَنْ تَضِلَّ إِحْدَاهُمَا فَتُذَكِّرَ إِحْدَاهُمَا الْأُخْرَىٰ
که د هغې نه هېر شي؟ واه، خدایه، ولې داسې وایې؟ ایا ښځې حافظه نه لري او که کم عقلې دي یا بل څه؟ په حقیقت کې پیغمبر ص موږ ته دا آیت تشریح کړی،
📖 عَنْ أَبِي سَعِيدٍ الْخُدْرِيِّ ـ رضى الله عنه ـ عَنِ النَّبِيِّ صلى الله عليه وسلم قَالَ ” أَلَيْسَ شَهَادَةُ الْمَرْأَةِ مِثْلَ نِصْفِ شَهَادَةِ الرَّجُلِ”. قُلْنَا بَلَى. قَالَ ”فَذَلِكَ مِنْ نُقْصَانِ عَقْلِهَا”.
📕 ژباړه: ابو سعید الخدري رض روایت کوي: رسول الله ص وفرمایل: “آیا د یوې ښځې شهادت د یو سړي د شهادت نیمایي نه دی؟” ښځو وویل: “هو.” هغه وویل: “دا ځکه چې د ښځې عقل نیمګړی (ناقص) دی.”
دا حدیث یو وضاحت دی چې ولې دا عجیب حکم په قرآن کې دی. که دا ریښتیا وي، نو دا ښايي چې محمد فکر کاوه چې ښځې بده حافظه لري یا احمقانې دي، ابن کثير هم دغه تفسير کوي.
دا مسخره ده ځکه چې موږ ښځې لیدلي چې ډیری یې د نارینه وو په پرتله ډېری هوښیارې او ښې حافظې لري، مونږ ډېرې ښځې لیدلي چې تکړه ډاکټرانې، وکیلانې، هنرمندانې، سوداګرې (لکه خدیجه) او ولسمشرانې وي.
یو مېړه د قرآن د ایت له مخې کولی شي چې د خپلې ښځې د نافرمانئ د ویرې هغه ووهي:
کله چې د قصاص آیت راغلې نو یوه ښځه خپل مېړه وهلی وه نو هغه رسول الله ته راغله او وویل چې زه انتقام غواړم. رسول الله و فرمایل پرېده چې غچ واخلي، کله چې رسول الله د هغې ښځې سره په معامله وو نو الله جل جلاله دا ایت نازل که چې (نارینه د ښځو مسؤل دي، ځکه چې الله دوئ د یو بل څخه غوره کړي دي). نو رسول الله وفرمایل چز مونږ یو څه غوښتل او زما رب بل څه غوښتل، نو رسول الله وفرمایل چې اې سړیه! دا خپل مېرمن د لاسه ونیسه او لاړ شه.
🔯 الرِّجَالُ قَوَّامُونَ عَلَى النِّسَاءِ بِمَا فَضَّلَ اللَّهُ بَعْضَهُمْ عَلَىٰ بَعْضٍ وَبِمَا أَنفَقُوا مِنْ أَمْوَالِهِمْ ۚ فَالصَّالِحَاتُ قَانِتَاتٌ حَافِظَاتٌ لِّلْغَيْبِ بِمَا حَفِظَ اللَّهُ ۚ وَاللَّاتِي تَخَافُونَ نُشُوزَهُنَّ فَعِظُوهُنَّ وَاهْجُرُوهُنَّ فِي الْمَضَاجِعِ وَاضْرِبُوهُنَّ ۖ فَإِنْ أَطَعْنَكُمْ فَلَا تَبْغُوا عَلَيْهِنَّ سَبِيلًا ۗ إِنَّ اللَّهَ كَانَ عَلِيًّا كَبِيرًا ﴿٣٤﴾
پورتنۍ کیسه تشریح کوي چې دا آیت څنګه راغلې. رسول الله نارینه ته د ښځې په وهلو سزا نه ده ورکړې.
په اسلام کې بله عجیبه خبره دا ده چې ښځه څنګه له خپل میړه سره جنسي اړیکو ته وهڅوي. یوه ښځه نشي کولی د خپل میړه جنسي پرمختګونه رد کړي. که یوه ښځه د خپل میړه جنسي پرمختګ رد کړي نو د ملائکو لخوا ټوله شپه په هغې لعنت کیږي:
📖 عَنْ أَبِي هُرَيْرَةَ ـ رضى الله عنه ـ قَالَ قَالَ رَسُولُ اللَّهِ صلى الله عليه وسلم ”إِذَا دَعَا الرَّجُلُ امْرَأَتَهُ إِلَى فِرَاشِهِ فَأَبَتْ، فَبَاتَ غَضْبَانَ عَلَيْهَا، لَعَنَتْهَا الْمَلاَئِكَةُ حَتَّى تُصْبِحَ”.
📕 ژباړه: ابو هريره رض روایت کوي: رسول الله ص وفرمایل: “که یو خاوند خپلې ښځې ته د خپلې بسترې ته (یعنې د جنسي اړیکې لپاره) بلنه ورکړي او هغه انکار وکړي او خاوند یې ترې د غوسې په حالت کې ويده شي، نو فرښتې به تر سهاره پورې په دغه ښځه لعنتونه وایی.”
📖 وَعَنْ طَلْقِ بْنِ عَلِيٍّ قَالَ: قَالَ رَسُولُ اللَّهِ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ: «إِذَا الرَّجُلُ دَعَا زَوْجَتَهُ لِحَاجَتِهِ فَلْتَأْتِهِ وَإِنْ كَانَتْ عَلَى التَّنور». ((رواه الترمذي والنسائي وقال الترمذي. حديث حسن صحيح)).
📕 ژباړه: طلق بن علي روایت کوي: رسول الله ص وفرمایل: “کله چې یو شخص خپله مېرمن د خپل حاجت (جنسي غوښتنې) لپاره ور وغواړي نو هغه باید سمدستي خپل خاوند ته ورشي ولوکه د تناره پر سر هم وي.”
📖 وَعَنْ أَبِي هُرَيْرَةَ قَالَ: قَالَ رَسُولُ اللَّهِ صلى الله عَلَيْهِ وَسلم: «لَو كُنْتُ آمُرُ أَحَدًا أَنْ يَسْجُدَ لِأَحَدٍ لَأَمَرْتُ الْمَرْأَة أَن تسْجد لزَوجهَا».
📕 ژباړه: ابو هريره رض روایت کوي چې رسول الله ص وفرمایل: «که ما چا ته د بل چا په وړاندې د سجدې کولو حکم کړی وای، نو ما به ښځو ته حکم کړی وای چې خپلو خاوندانو ته سجده وکړي».
📖 عَنْ عَبْدِ اللَّهِ بْنِ أَبِي أَوْفَى، قَالَ لَمَّا قَدِمَ مُعَاذٌ مِنَ الشَّامِ سَجَدَ لِلنَّبِيِّ ـ صلى الله عليه وسلم ـ قَالَ ”مَا هَذَا يَا مُعَاذُ”. قَالَ أَتَيْتُ الشَّامَ فَوَافَقْتُهُمْ يَسْجُدُونَ لأَسَاقِفَتِهِمْ وَبَطَارِقَتِهِمْ فَوَدِدْتُ فِي نَفْسِي أَنْ نَفْعَلَ ذَلِكَ بِكَ. فَقَالَ رَسُولُ اللَّهِ ـ صلى الله عليه وسلم ـ ”فَلاَ تَفْعَلُوا فَإِنِّي لَوْ كُنْتُ آمِرًا أَحَدًا أَنْ يَسْجُدَ لِغَيْرِ اللَّهِ لأَمَرْتُ الْمَرْأَةَ أَنْ تَسْجُدَ لِزَوْجِهَا وَالَّذِي نَفْسُ مُحَمَّدٍ بِيَدِهِ لاَ تُؤَدِّي الْمَرْأَةُ حَقَّ رَبِّهَا حَتَّى تُؤَدِّيَ حَقَّ زَوْجِهَا وَلَوْ سَأَلَهَا نَفْسَهَا وَهِيَ عَلَى قَتَبٍ لَمْ تَمْنَعْهُ”.
📕 ژباړه: پښتو ژباړه: عبدالله بن ابو آوفه رض روایت کوي چې: “کله چې معاذ بن جبل له شام نه راغی، نو هغه د رسول الله ص په وړاندې سجده وکړه. رسول الله ص پوښتنه وکړه: ‘معاذ، دا څه شی دی؟’ هغه وویل: ‘ما شام ته سفر وکړ او هلته مې ولیدل چې هغوی خپل بيشپانو (عيسوي مذهبي مشر) او بزرګانو ته سجده کوي، نو ما غوښتل چې تاسو ته هم سجده وکړم.’ رسول الله ص وفرمایل: ‘دا مه کوئ. که ما چا ته امر کړی وای چې د الله پرته بل چا ته سجده وکړي، نو ما به ښځو ته امر کړی وای چې خپلو خاوندانو ته سجده وکړي. قسم په هغه ذات چې د محمد روح یې په لاس کې دی! هېڅ ښځه تر هغه وخته پورې خپل فرض د الله په وړاندې نه شي ادا کولی تر څو چې خپل فرض د خپل خاوند په وړاندې ادا نه کړي. که چېرې هغه یې د (جنسي خواهش پوره کولو) لپاره وغواړي، حتی که هغه د خپل اوښ پر (کته يا زين) باندې ناسته هم وي، نو بیا هم باید انکار ونکړي.”
📖 عَنْ أَبِي عَنْ أَبِي هُرَيْرَةَ، عَنِ النَّبِيِّ صلى الله عليه وسلم “لاَ تَصُومُ الْمَرْأَةُ وَبَعْلُهَا شَاهِدٌ إِلاَّ بِإِذْنِهِ”.
📕 ژباړه: ابو هريره رض روایت کوي چې رسول الله ص وفرمایل: “یوې ښځې ته د خپل خاوند له اجازې پرته (نفلي) روژه نیول جایز نه دي، که چېرې خاوند یې ورسره موجود وي.”
📖 عَنْ أَبِي سَلَمَةَ، قَالَ سَمِعْتُ عَائِشَةَ ـ رضى الله عنها ـ تَقُولُ كَانَ يَكُونُ عَلَىَّ الصَّوْمُ مِنْ رَمَضَانَ، فَمَا أَسْتَطِيعُ أَنْ أَقْضِيَ إِلاَّ فِي شَعْبَانَ. قَالَ يَحْيَى الشُّغْلُ مِنَ النَّبِيِّ أَوْ بِالنَّبِيِّ صلى الله عليه وسلم.
📕 ژباړه: عائشې رض فرمایي: “کله کله به د روژې ځینې ورځې را څخه پاتې (قضا) شوې، خو د هغې پر ځای به مې د قضا لپاره په شعبان کې روژه نیوله، یحیی روایت کوي ځکه چې د رسول الله ص په خدمت کې به بوخته وه.”
📖 عَائِشَةَ قَالَتْ: كَانَ رَسُولُ اللَّهِ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ يَحْتَاجُ إِلَيَّ فَأَفْطَرْتُ لَهُ.
📕 ژباړه: عایشه رض وايي: “چې کله به رسول الله ص ماته اړتیا وه، نو ما د هغه لپاره روژه ماته کړه.”
ښځه په هر حالت کې د خپل میړه تابع ده. مګر جنسي حقونه باید دواړه لارې لاړ شي. دواړه میړه باید د خپلې میرمنې پالنه وکړي او ښځه د میړه پالنه وکړي. دا باید یوازې د سړي په اړه نه وي.
په اسلام کې یوازې نارینه کولی شي په یو اړخیز ډول طلاق ورکړي:
📖 عَنْ ثَوْبَانَ، قَالَ قَالَ رَسُولُ اللَّهِ ـ صلى الله عليه وسلم ـ ”أَيُّمَا امْرَأَةٍ سَأَلَتْ زَوْجَهَا الطَّلاَقَ فِي غَيْرِ مَا بَأْسٍ فَحَرَامٌ عَلَيْهَا رَائِحَةُ الْجَنَّةِ”.
📕 ژباړه: ثوبان رض روایت کوي چې رسول الله ص وفرمایل: “هره ښځه چې له خپل خاوند څخه طلاق وغواړي کله چې بيخي ضرورت یې نه وي نو د جنت بوی به پر هغې حرام شي.”
ښځې کولی شي د واده د فسخ کولو غوښتنه وکړي (په عربي کې خلع ورته ویل کیږي) مګر دوی باید خپل مهر بېرته ورکړي. یو سړی باید په ساده ډول یوه کلمه ووایي او د دریو میاشتو په موده کې هغه طلاق وشي.
نارینه کولی شي له څو ښځو سره واده وکړي:
🔯 وَإِنْ خِفْتُمْ أَلَّا تُقْسِطُوا فِي الْيَتَامَىٰ فَانكِحُوا مَا طَابَ لَكُم مِّنَ النِّسَاءِ مَثْنَىٰ وَثُلَاثَ وَرُبَاعَ ۖ فَإِنْ خِفْتُمْ أَلَّا تَعْدِلُوا فَوَاحِدَةً أَوْ مَا مَلَكَتْ أَيْمَانُكُمْ ۚ ذَٰلِكَ أَدْنَىٰ أَلَّا تَعُولُوا ﴿٣﴾
📕 ژباړه: كه تاسې وېرېږئ چې له پلار مړيو (نجونو) سره به عدالت ونه شئ كړاى؛ نو كومې (نورې) ښځې چې ستاسې خوښېږي دهغو له دوو دوو، درېيو درېيو، څلورو څلورو سره نكاح وكړئ، خو كه له تاسې سره دا اندېښنه وي چې له هغو سره به عدالت ونه شئ كړاى؛ نو يوه ښځه وكړئ ياله هغو (وينزو يا مينځو) نه ازدواجي كارواخلئ چې تاسې ته په لاس درغلي دي (د هغو مالكان ياست) په دې توګه له بې عدالتۍ نه په ښه شان ژغورل كيداى شئ.
🔯 ۞ وَالْمُحْصَنَاتُ مِنَ النِّسَاءِ إِلَّا مَا مَلَكَتْ أَيْمَانُكُمْ ۖ كِتَابَ اللَّهِ عَلَيْكُمْ ۚ وَأُحِلَّ لَكُم مَّا وَرَاءَ ذَٰلِكُمْ أَن تَبْتَغُوا بِأَمْوَالِكُم مُّحْصِنِينَ غَيْرَ مُسَافِحِينَ ۚ فَمَا اسْتَمْتَعْتُم بِهِ مِنْهُنَّ فَآتُوهُنَّ أُجُورَهُنَّ فَرِيضَةً ۚ وَلَا جُنَاحَ عَلَيْكُمْ فِيمَا تَرَاضَيْتُم بِهِ مِن بَعْدِ الْفَرِيضَةِ ۚ إِنَّ اللَّهَ كَانَ عَلِيمًا حَكِيمًا ﴿٢٤﴾
سړي کولای شي چې له عیسوۍ او یا یهودۍ ښځو سره واده وکړي:
🔯 الْيَوْمَ أُحِلَّ لَكُمُ الطَّيِّبَاتُ ۖ وَطَعَامُ الَّذِينَ أُوتُوا الْكِتَابَ حِلٌّ لَّكُمْ وَطَعَامُكُمْ حِلٌّ لَّهُمْ ۖ وَالْمُحْصَنَاتُ مِنَ الْمُؤْمِنَاتِ وَالْمُحْصَنَاتُ مِنَ الَّذِينَ أُوتُوا الْكِتَابَ مِن قَبْلِكُمْ إِذَا آتَيْتُمُوهُنَّ أُجُورَهُنَّ مُحْصِنِينَ غَيْرَ مُسَافِحِينَ وَلَا مُتَّخِذِي أَخْدَانٍ ۗ وَمَن يَكْفُرْ بِالْإِيمَانِ فَقَدْ حَبِطَ عَمَلُهُ وَهُوَ فِي الْآخِرَةِ مِنَ الْخَاسِرِينَ ﴿٥﴾
📕 ژباړه: نن ستاسې له پاره ټول پاك شيان حلال كړاى شويدي. د اهل كتابو خواړه ستاسې له پاره حلال دي او ستاسې خواړه د هغو له پاره حلال دي. او پاك لمنې ښځې هم ستاسې له پاره حلالې دي كه هغوى د مؤمنانو له ډلې څخه وي يا له هغو قومونو څخه چې هغو ته له تاسې نه مخكښې كتاب وركړ شوى ؤ، په دې شرط چې تاسې د هغو مهر وركړئ په نكاح كښې د هغوى ساتونكي اوسئ، نه دا چې په ازادې شهوت رانۍ لاس پورې كړئ يا په پټه په غلا يارانې وكړئ. او چا چې د ايمان پر تګلاره له تلو نه انكار وكړ؛ نو د هغه د ژوند ټول كړه وړه بابېزه شول او هغه به په اخرت كښې تش لاس بيوزلى وي.
په اسلام کې یو سړې کولی شي چې د خپل ښځینه غلام (وینځې) سره جنسي اړیکې اوساتي، خو اسلام هېڅکله ښځې ته اجازه نه ورکوي چې نارینه غلامانو سره وېده شي.
📖 وَحَدَّثَنِيهِ يَحْيَى بْنُ حَبِيبٍ الْحَارِثِيُّ، حَدَّثَنَا خَالِدُ بْنُ الْحَارِثِ، حَدَّثَنَا شُعْبَةُ، عَنْ قَتَادَةَ، عَنْ أَبِي الْخَلِيلِ، عَنْ أَبِي سَعِيدٍ، قَالَ أَصَابُوا سَبْيًا يَوْمَ أَوْطَاسٍ لَهُنَّ أَزْوَاجٌ فَتَخَوَّفُوا فَأُنْزِلَتْ هَذِهِ الآيَةُ {وَالْمُحْصَنَاتُ مِنَ النِّسَاءِ إِلاَّ مَا مَلَكَتْ أَيْمَانُكُمْ} .
📕 ژباړه: له ابي سعید الخدرى څخه روايت دى چې (له اهل اوطاس سره په جنګ کې) مونږ ښځې اسيرانې ونيولې چې مېړونه يې لرل. بيا مونږ غوښتل چې له هغوى سره هم بستري وکړو (جنسي تجاوز پرې وکړو) په داسې حال کې چې هغوی مېړونه درلودل مونږ له پيغمبر نه پوښتنه وکړه او بيا د وَالْمُحْصَنَاتُ مِنَ النِّسَاءِ إِلاَّ مَا مَلَكَتْ أَيْمَانُكُمْ… آيات نازل شو او د هغوى جنسي آلات مونږ ته حلال شول.
🔯 يُوصِيكُمُ اللَّهُ فِي أَوْلَادِكُمْ ۖ لِلذَّكَرِ مِثْلُ حَظِّ الْأُنثَيَيْنِ ۚ فَإِن كُنَّ نِسَاءً فَوْقَ اثْنَتَيْنِ فَلَهُنَّ ثُلُثَا مَا تَرَكَ ۖ وَإِن كَانَتْ وَاحِدَةً فَلَهَا النِّصْفُ ۚ﴿١١﴾
📕 ژباړه: ستاسې د اولادونو په باب الله تاسې ته لارښودنه كوي چې د نارينه برخه ددوو ښځو په اندازه ده، كه (د مړي وارثان) له دوونه زياتې لوڼې وي نو هغو ته دې د تركې له درېيو نه دوه برخې وركړاى شي او كه صرف يوه لور وارثه وي نو نيمايي تركه د هغې ده.
دا څه معنا لري؟ زه غواړم چې زما زوی خپلو خوېندو ته عادلانه برخه ورکړي. مسلمانان بیا کله کله وايي “ښه ده وروڼه دې د هغې ساتنه وکړي.”مګر دا یو ډارونکی دلیل دی.
روایت دی چې محمد صلی الله علیه وسلم ویلي دي چې د جهنم ډیره برخه له ښځو ډکه ده:
📖 وَعَنْ أَبِي هُرَيْرَةَ قَالَ: قَالَ رَسُولُ اللَّهِ صلى الله عَلَيْهِ وَسلم: «لَو كُنْتُ آمُرُ أَحَدًا أَنْ يَسْجُدَ لِأَحَدٍ لَأَمَرْتُ الْمَرْأَة أَن تسْجد لزَوجهَا».
📕 ژباړه: عمران رض روايت کوي چې رسول الله ص وفرمايل: “ما جنت ته ور وکتل او ومې ليدل چې د هغې زياتره اوسېدونکي غريبان دي، او د دوزخ پر لور مې وکتل، هلته مې وليدل چې زياتره اوسېدونکي يې ښځې دي.“
📖 عَنْ أَبِي سَعِيدٍ الْخُدْرِيِّ، قَالَ خَرَجَ رَسُولُ اللَّهِ ص فِي أَضْحًى ـ أَوْ فِطْرٍ ـ إِلَى الْمُصَلَّى، فَمَرَّ عَلَى النِّسَاءِ فَقَالَ ”يَا مَعْشَرَ النِّسَاءِ تَصَدَّقْنَ، فَإِنِّي أُرِيتُكُنَّ أَكْثَرَ أَهْلِ النَّارِ”. فَقُلْنَ وَبِمَ يَا رَسُولَ اللَّهِ قَالَ ”تُكْثِرْنَ اللَّعْنَ، وَتَكْفُرْنَ الْعَشِيرَ، مَا رَأَيْتُ مِنْ نَاقِصَاتِ عَقْلٍ وَدِينٍ أَذْهَبَ لِلُبِّ الرَّجُلِ الْحَازِمِ مِنْ إِحْدَاكُنَّ”. قُلْنَ وَمَا نُقْصَانُ دِينِنَا وَعَقْلِنَا يَا رَسُولَ اللَّهِ قَالَ” أَلَيْسَ شَهَادَةُ الْمَرْأَةِ مِثْلَ نِصْفِ شَهَادَةِ الرَّجُلِ”. قُلْنَ بَلَى. قَالَ ”فَذَلِكَ مِنْ نُقْصَانِ عَقْلِهَا، أَلَيْسَ إِذَا حَاضَتْ لَمْ تُصَلِّ وَلَمْ تَصُمْ”. قُلْنَ بَلَى. قَالَ ”فَذَلِكَ مِنْ نُقْصَانِ دِينِهَا”
📕 ژباړه: ابو سعید الخدري روایت کوي: یو ځل رسول الله ص د لوی اختر یا کوچني اختر د لمانځه لپاره د لمونځ ځای ته ووت. بیا د ښځو د یوې ډلې له مخې تېر شو او ویې فرمایل: “ای د ښځو ټولیه! صدقه وکړئ، ځکه ما ولیدل چې د جهنم اکثره اوسیدونکي تاسو ښځينه ياست.” هغوی وویل: “ای د الله رسوله! ولې؟” ویې فرمایل: “تاسې ډېر لعنت وایاست او د خپلو مېړونو ناشکري کوئ. ما له تاسې څخه د عقل او دین په لحاظ ناقصې نه دي لیدلي، یو محتاط او هوښیار سړی کولای شي چې ستاسې د ځینو لخوا بې لارې شي” هغوی وویل: “ای د الله رسوله! زموږ د عقل او دین نقصان څه دی؟” ویې فرمایل: “آیا د دوه ښځو شاهدي د یو سړي د شاهدۍ په اندازه نه ده؟” هغوی وویل: “هو.” ویې فرمایل: “دا د هغې د عقل ناقصتوب دی. آیا کله چې حیض شي، لمونځ او روژه نه پرېږدي؟” هغوی وویل: “هو.” ویې فرمایل: “دا د هغې د دین ناقصتوب دی.“
له یوه اړخه د دوزخ اکثره اوسېدونکي به ښځينه وي او له بل پلوه ښځې د اسلام له نظره ناقص العقله او ناقص الدينه بلل شوي دي، په دې مورد ځينې پوښتنې را ولاړيږي او هغه دا چې:
کله چې ښځې په کور کښې وساتو، تعلیم ورنکړو، شاوخوا چاپېریال ور ونه ښيو نو د دوی خوارانو ماغزه به څنګه انکشاف وکړي؟ ځکه ماغزه خو په تجربه او تعلیم لوړیږي او انکشاف کوي، دا چې د افغانستان ښځې د نارینوو په نسبت په تعليمي لحاظ کښته دي نو عمده دلیل یې همدا دی چې دوی په کور کښې ساتل کیږي خو دغه د کم عقلئ خبره بیا په غربي نړۍ کې نشته.
د نړۍ لومړی کامپیوټري پروګرام یوې ښځې جوړکړی، د فیزیک د علم په برخه کښې د نوبل جایزې هم ځنیو ښځو ترلاسه کړې، یعنې که څوک په ګوګل کې پلټنه وکړي نو وبه ګوري چې ښځو څومره په ساینسي ډګر کښې رول لوبولی خو پوښتنه دا ده چې څنګه ناقص العقله په دې بریالۍ کيږي چې داسې اختراعات وکړي؟
🔯 وَعِندَهُمْ قَاصِرَاتُ الطَّرْفِ أَتْرَابٌ ﴿٥٢﴾
📕 قيام الدين ژباړه: اوله هغوسره به حيادارې همزولې ميرمنې وي.
📕 مولوي عبدالولي ژباړه: او له دوى سره به د نظر رامنع كوونكې همځولې ښځې وي.
🔯 فِيهِنَّ خَيْرَاتٌ حِسَانٌ ﴿٧٠﴾
📕 قيام الدين ژباړه: د دغو نعمتونو په مېنځ كښې دښه سيرت خاوندانې ښكلې مېرمنې.
📕 مولوي عبدالولي ژباړه: په دغو (جنتونو) كې ډېرې غوره (نېك سیرتې) ډېرې ښكلې حورې دي.
🔯 حُورٌ مَّقْصُورَاتٌ فِي الْخِيَامِ ﴿٧٢﴾
📕 قيام الدين ژباړه: په خېموكښې دېره شوې حورې.
📕 مولوي عبدالولي ژباړه: په خېمو كې محفوظې ساتلې شوې حورې به وي.
🔯 لَمْ يَطْمِثْهُنَّ إِنسٌ قَبْلَهُمْ وَلَا جَانٌّ ﴿٧٤﴾
📕 قيام الدين ژباړه: له دغو جنتيانو څخه مخكښې به هېڅكله كوم انسان يا پيرى هغوى نه وي مسه كړې.
📕 مولوي عبدالولي ژباړه: چې له دغو (جنتي خاوندانو) نه به مخكې دوى ته نه انسان لاس وروړى وي او نه پېري.
🔯 مُتَّكِئِينَ عَلَىٰ رَفْرَفٍ خُضْرٍ وَعَبْقَرِيٍّ حِسَانٍ ﴿٧٦﴾
📕 قيام الدين ژباړه: هغوى به پرجنتي شنوغاليواو نفيسو او نادر و فرشونو باندې تكيه وهلي ناست وي.
📕 مولوي عبدالولي ژباړه: په داسې حال كې چې تكیه كوونكي به وي په شین رنګه بالښتونو او په ډېرو نفیسو ښكلو فرشونو باندې.
لکه څنګه چې تاسو لیدلی شئ په اسلام کې یوازې دا نړۍ د سړو لپاره نه ده بلکې آخرت هم د سړيو لپاره دی.
مسلمانو علماوو به هغو ښځو ته چې په دې اړه به یې پوښتنې کوله نو په ځواب کې به یې ویل: «فکر مه کوه، الله تعالی به تاسو په جنت کې خوشحاله کړي. تاسو به د خپل میړه د څو میرمنو او حور العین سره د ویده کیدو په لیدو حسد ونه کړئ. الله تعالی به ستا حسد له منځه یوسي.»
د دې موضوع په اړه تکراري پوښتنې چې زه ورسره مخ شوې یم دا ښیې چې مسلمانې میرمنې ډیری وختونه حیرانوي چې “دا څنګه انصاف دی؟” دوئ ولیدل چې قرآن د نارینه وو لپاره د جنسي ګټې بیانوي مګر د ښځو لپاره هېڅ نه.
ایان هرسي علي
اسلام د ښځو لپاره د ظلم یوه وسیله ده. ښځه په دې دین کې د خپل ژوند، تعلیم، او ټولنیز پرمختګ د ټولو حقونو څخه محرومه ده. دې دین کې ښځه د میړه ملکیت ګڼل کیږي، او د دې ټولنې جوړښت د ښځې پر وړاندې بې عدالتي او ظلم د راتلونکي نسل لپاره انتقالوي.
No results available
No results available