کله چې خلک په ځنګل کې اوسېدل، دوی خورا د ناامنۍ احساس کاوه، دوی د ناڅاپي ناورینونو څخه ویره پيدا کړه، بیا دوی د لوږې او تندې د یرې له امله ډېر لرې لرې ځایو ته د ښکار کولو لپاره هڅې پيل کړې.
دوی ته د ځمکې د ستروالي مالومات وشول چې دوی یې د یوازیتوب احساس وکړ، بیا د ناڅاپه مرګونو او د ورپېښو شویو ناروغیو له امله دوی حیران شول د خپګان احساس ورسره شو او فکر یې کاوه چې یو څوک شته چې دا هرڅه کوي خو که موږ هغه خوشاله او راضي کړو، نو بیا زموږ د داسې ناوړه پېښو څخه مخنیوی کیدی شي، بیا یې د نمانځلو لپاره بېلابېلې لارې پیل کړې لکه د لمر عبادت، د اور عبادت، د ډبرو عبادت کول، د پیاوړو ځناورو عبادت کول او د دوی د خوښۍ لپاره یې بېلابېلې لارې په لاره واچولې، بیا کله چې دوی له اسمانه څخه د باران، طوفان، برېښنا او واورې وليدلې نو دوی یې احساس پیل کړ چې کېدای شي دا ټول تکلیفونه موږ ته له اسمان څخه راځي او خامخا په اسمان کې یو څوک شتون لري چې موږ ته په قهر دی او موږ ته یې سزا راکوي ځکه چې دوی اسمان ته لاسرسی نه درلود نو خلکو د اسمان پر لور له کتلو سره دعاګانې پیل کړې.
که څه هم هغه وخت انسانانو په غوښه خوړلو د ژوند ګوزاره کوله، نو دوی د څارویو او انسانانو قرباني کول پیل کړل ترڅو په اسمانونو کې چې څوک شتون لري د دوی د قربانۍ له امله خوشاله شي.
بیا دوی د داسې شخصیت په باور د ژوندانه د هر ښه عمل، ځواک، روغتیا، خوښۍ او د بریا د وجهې په توګه په خپل ژوند کې هر ډول هڅې د هغه شخصيت په منلو مصرف کړې، بیا هغه شخصيت ته هر چا د خپلې خوښې نومونه غوره کړل. چا ورته رب، چا ورته خدای، چا بګهوان، چا اوپر والا او چا همداسې نور نومونه ورکړل. هر چا د خپل فکر مطابق ونومولو او بیا چې کله شعور لږ څه لوړ شو خلک په ښو او بدو وپوهېدل، نو د ښو کارونو لپاره یې همدا خدای مسؤل وګڼلو مګر د بدو کارونو لپاره یې خدای مسؤل نه شوی ګڼلی ځکه دوی ته یو حماقت ښکارېده. نو بیا یې یو نوی وجود رامینځته کړ چې د شیطان، ابلیس، جن، ډېویل، لوسیفر او وغيره وغيره نومونه یې ورته ورکړل چې بیا یې د ټولو ناوړه کړنو لپاره مسؤل وګڼلو.
د وخت په تیریدو سره سره پوه شول چې ضرور زموږ دننه یو څه شی شتون لري چې موږ ته وایی چې دا سم دي او دا ناسم دي، بیا دا هغه ته روح نوم ورکړل چې دننه په وجود کې اوسېږي او دا د خدای لخوا موږ ته راکړل شوی دی ترڅو زموږ دننه پاتې شي او د ښو او بدو اعمالو تر مینځ راته توپیر وښايي.
بیا خلکو خوبونه په نظر کې ونیول او دوی پوه شول چې روح زموږ له بدن سره تړلی نه دی ځکه کله چې موږ خوب کوو دا کولی شي زموږ له بدن څخه په آزاده توګه حرکت کوي او ګرځي چې له امله یې دا احساس وکړ چې خدای او شیطان هم روحونه دي چې لیدل کیږي نه مګر شتون لري او په هر وخت کې هرچیرې کولی شي راته راشي.
له دې وروسته خلک د ښو کارونو کولو ته هڅول کېدل او هغه د جنت او دوزخ تصور و چې د بدو اعمالو د مخنیوي لپاره ورته معرفي شو ترڅو خلک په فتنه سره د ښو اعمالو کولو لپاره وهڅول شي او د بدو اعمالو د ممانعت لپاره یې ورته یره رامینځته کړه او د دوزخ تصور ورته ډیر ویرونکی شو حتی دومره وېروونكى چې روح یې د تصور کولو پرمهال ټکان کولو او د غلطۍ فکر یې هم نشوی کولی.
مګر د دوی لپاره یوازینی ښه کار هغه و چې ورته ګټور وي او غلط کار هغه چې دوی ته زیان باعث شي لکه وژنه، جنګونه کول، شراب څښل، په عیش او عشرت کې ژوند کول ورته کوم بد کار نه و خو بیا ځینې روڼ اندي پکې پیدا شول چې اندازه یې ولګوله او هغه کارونه کوم چې د خپلو او پرديو لپاره مالي او ځاني زیان ولري او د خپګان سبب کېږي ورته یې غلط کار وویل، مګر د هغه عصر ځينو خلکو ورسره مخالفت وکړ او دوی یې اړ ایستل چې د هغوی دودونه او رسومات بدل نه کړي.
کله چې د دوی عقایدو ته غلط وویل شول، دوی د خواشینۍ احساس وکړ او فکر یې کاوه چې خدای به دوی ته په قهر شي ، او که دوی ورته ویلو ته دوام ورکړي نو خدای به په قهر وي او دوی به تباه او له مینځه ویسي. بیا کله چې په دوی کې داسې د نوي تصور خلک پيدا شول خپلې جلا ډلې یې جوړې کړي او هغه خلک چې د نوي مفکورې سره موافق نه و دوی جلا پاتې شول او فکر یې کول چې هغه نور بد دي او موږ سم یو تو همداسې په ورته ډول د وخت په تیریدو سره فکرونه بدل شوو، او هغه خلک چې د دې مفکورې له امله بدل شوي و په پام کې بې ونیوله چې زموږ ډله د فوق العاده وجود سره یو څه نږدېکت لري چې دوی ته لارښوونه کوي، له دې امله دوی ته د نورو په پرتله ډیر درناوی ورکړل شوی او دوی د الهی قدرت لخوا د رالیږل شوي ځانګړي نعمت په توګه پیژندل شوي او دوی د لوړې درجې برکتي خلک (مطلب مې د وخت هغه جاهل پيغمبران دي) دي.
د دې په کولو کولو سره دوی د اسماني شخصیت څخه متاثره فکر کولو چې هغه له دوی څخه دا غواړي چې ترڅو دوی له خلکو سره اړیکه ونیسي او دې کار همداسې کلونه کلونه دوام درلود چې بیا د اوږدې مودې وروسته دوی په پای کې پدې وتوانیدل چې هرڅه د دلیل او عقل ازموینې ته اړ کړي چې دغه دوره د “سترې فلسفې” دوره وه چې د هر شي په جوړونه یې فکر او غور کولو او دوی دا فکر کولو چې داسې بریښي چې هرڅه اختراع شوي یا د اړتیا څخه بهر جوړ شوي او د هر کار تر شا یو دلیل شتون لري او همداسې په دې اندېښنو کې وو. په کون څه چې پوهیدل په ورته ډول ومنل شول مګر هغه څه چې پرې نه پوهیدل هغه راز ته یې د فطرت یا طبیعت نوم ورکولو اول په کوم راز چې نن ورځ هم څېړنې روانې دي، مګر ستونزه دا ده چې کوم خلک په زړو عقایدو باور لري دنوي نویو عقایدو والو ته د غلط تصور کولو او دوی له مینځه وړو لپاره چمتو دي ترڅو هغه په اسمانونو کې (د دوی په خیالونو کې) موفوق الفطرت وجود کوم چې هرڅه ګوري هسې نه دوی ته سزا ورنکړي. مګر نوی تصور د تیر په پرتله غوره شوی دی او همداسې نوی تصور خپل اوج ته د رسیدو دوام ورکوي او دا به څومره غوره وي کله چې اوسنی تصور خپل اوج ته ورسي.
No results available
بیا تنظیم کړئNo results available
بیا تنظیم کړئآزادي د انسان توانایي ده چې د خپل ژوند مسیر وټاکي. د انتخاب آزادي، د فکر آزادي، د بیان آزادي، د حرکت آزادي، د راټولېدو آزادي، د اعتراض آزادي، له شکنجې څخه آزادي، او له تبعیض څخه آزادي، دا ټول د آزادۍ مختلف اړخونه دي. آزادي د انساني ژوند لپاره ضروري شرط دی. انسان بې له آزادۍ نه شي کولی چې خپله پیاوړتیا او وده ترلاسه کړي. آزادي انسان ته اجازه ورکوي چې خپلې وړتیاوې او استعدادونو ته وده ورکړي، خپلو موخو پسې لاړ شي او په ټولنه کې ګډون وکړي.