پوهنتون (University) چې ما لوست هر وخت به د اسلامي ثقافت (Culture) استاذانو د خپلو خبرو په اوږدو کې هر وخت ویل چی د حدودو له قصاص او تعزیر سره فرق دادی چی حدود د خدای حق دی او قصاص د بنده، حد ټاکل شوی دی او تعزیر ټاکلی حد نه لری.
په قصاص کې یو بنده کولای شی چې خپل حق بل بنده ته ور وبښي مګر د خدای په حق کې دا کار نه کېږي ځکه د خدای حق دی بښنه نه لري. په تعزیر کې امام یا قاضي کولای شي کم و زیات تعزیر مجرم ته ور کړي مګر په حد کې دا شی امکان نه لري ځکه د خدای حق دی او هغه ټاکلی دی چې بنده د کمی و زیاتی اختیار نه پکې لري.
ما ته په راکړي یوه چپتر کی د فقهی کتابونو ډیرې حوالې کتار وې، یوه یا دوې به دلته راوړم:
📝 الحد لغة هو المنع ومنه الحداد للبواب وفي الشريعة هو العقوبة المقدرة حقا لله تعالى حتى لا يسمى القصاص حدا لأنه حق العبد ولا التعزير لعدم التقدير.
📒 ژباړه: د حد لغوي معنا منع ده او دروازه وان ته هم د معنی له وجې حداد وایي ځکه بندول کوي، په شریعت کې حد اندازه شوی عذاب دی چی د الله حق بلل کیږي په دې سبب قصاص حد نه دی ځکه حق د بنده دی او نه تعزیر حد دی ځکه اندازه شوی نه دی.
الهداية في شرح بداية المبتدي (۲/ ۳۳۹)
📝 (الْحَدُّ) لُغَةً الْمَنْعُ. وَشَرْعًا (عُقُوبَةٌ مُقَدَّرَةٌ وَجَبَتْ حَقًّا لِلَّهِ تَعَالَى) زَجْرًا، فَلَا تَجُوزُ الشَّفَاعَةُ فِيهِ بَعْدَ الْوُصُولِ لِلْحَاكِمِ، وَلَيْسَ مُطَهِّرًا عِنْدَنَا بَلْ الْمُطَهِّرُ التَّوْبَةُ. وَأَجْمَعُوا أَنَّهَا لَا تُسْقِطُ الْحَدَّ فِي الدُّنْيَا (فَلَا تَعْزِيرَ) حَدٌّ لِعَدَمِ تَقْدِيرِهِ (وَلَا قِصَاصَ حَدٌّ) لِأَنَّهُ حَقُّ الْمَوْلَى.
📒 ژباړه: حد لغتا بندولو ته وایي، په شریعت کی د خدای واجب اندازه شوی عذاب دی، دغه د زجر لپاره دی، بیا حاکم ته تر ورتلو وروسته د حد شفاعت نه کیږي، زموږ د (حنفیانو)په مذهب کې حد د ګنا پاکونکی نه دی بلکې توبه له ګنا انسان پاک کوي، فقهاء په اجماع وایي چې حد په دنیا کې نه ساقطیږی، تعزیر حد نه دی ځکه اندازه شوی کله دی او قصاص بیا د بنده حق دی په دی وجه حد نه بلل شوی دی.
الدر المختار وحاشية ابن عابدين (رد المحتار) (۴/ ۳)
ما ته به د درسونو په وخت را په زړه کیده چې خدای خو تر بنده مهربانه دی، ولې د بنده حق کې سوله روا ده، معافي یې روا ده او دیت یې روا دی خو د خدای په حق کې دا یو هم نه دی روا؟ اصلا باید زموږ د معلوماتو په نتیجه کې خبره کاش سرچپه وای! خدای زیات مهربانه دی، بنده تنګ نظری دی، باید د خدای په حدودو کی بښنه او سوله روا وای د بنده حق د هغه رضا ته سپارل شوی وای مګر په شریعت کې دغه کار د انساني عقل او منطق په خلاف لکه شوی چی وي.
تر دغه تعریف به یو بل حدیث هم استاذانو کله وایي:
📖 عَنْ عِكْرِمَةَ، أَنَّ عَلِيًّا رَضِيَ اللَّهُ عَنْهُ، حَرَّقَ قَوْمًا، فَبَلَغَ ابْنَ عَبَّاسٍ فَقَالَ: لَوْ كُنْتُ أَنَا لَمْ أُحَرِّقْهُمْ لِأَنَّ النَّبِيَّ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ قَالَ: «لاَ تُعَذِّبُوا بِعَذَابِ اللَّهِ»
📕 ژباړه: عکرمه ویل چې علي رض یو څه خلک په اور کی وسوځول، ابن عباس په دې کیسه خبر شو هغه بیا ورته وویل: که زه وای د سوځولو عذاب مې نه ور کاوه؛ ځکه نبي صلی الله علیه وسلم ویلي دي د خدای عذاب تاسو مه و رکوئ.
صحيح البخاري (۴/ ۶۱)
په دغه حدیث کې هم هغه خبرې شته دي چې خدای ولې یو داسې عذاب ور کوي چې هغه ډېر سخت هم وي د انسان عذاب ته په نسبت، خو بیا یې هم خدای ور کوي او انسان یې بیا له دغه ډول دردناک عذاب ور کولو نه منع کړی دی، ولی هر بد او وحشي کار د خدای خاصیت شي حتا انسان ته د هغه بد کار اجازه نه وي ورکول شوې او خدای بیا خپله دغه بد کار کوي؟
انسان ته اویا ځله تر مور مهربانه ندی ویل شوی خو خدای ته ویل شوي. دا څنګه ممکنه ده چې هم اویا ځله مهربانه وي او تر انسان بیا دی ډېر ظالم وي.
No results available
بیا تنظیم کړئNo results available
بیا تنظیم کړئآزادي د انسان توانایي ده چې د خپل ژوند مسیر وټاکي. د انتخاب آزادي، د فکر آزادي، د بیان آزادي، د حرکت آزادي، د راټولېدو آزادي، د اعتراض آزادي، له شکنجې څخه آزادي، او له تبعیض څخه آزادي، دا ټول د آزادۍ مختلف اړخونه دي. آزادي د انساني ژوند لپاره ضروري شرط دی. انسان بې له آزادۍ نه شي کولی چې خپله پیاوړتیا او وده ترلاسه کړي. آزادي انسان ته اجازه ورکوي چې خپلې وړتیاوې او استعدادونو ته وده ورکړي، خپلو موخو پسې لاړ شي او په ټولنه کې ګډون وکړي.