
هغوی چې په رواني توګه ډېر حساس دې دا لیکنې دې نه لولي!
جهان موجود دی. انسانان ددې جهان برخه دي. جهان له مادې جوړ دی. ماده دایما شته یا دا چې یو چا جوړه کړې.
دینونه ادعا کوي چې جهان یو خالق لري . د جهاد خالق غیر مادي بولي. پدې لیکنه کې د غیر مادي خالق په هکله ځینې پوښتنې مطرح کوو.
لومړی باید د یوه څه د ممکن کېدو لپاره د هغې “څه” ابعاد موجود وي. د سپېس یوه برخه اشغال کړي او فزیکي خصوصیات ولري. وزن، کتله، کثافت، حجم، طول، عرض او ضخامت ولري.
دویم دا چې دغه موجود شی له ځانه اغیزه ښکاره کړي. ځینې واړه یا لوی شیان خپله نه وینوو خو یا یې په وسایلو وینوو یا یې اغېزه موجوده وي. چې له دې یو هم ونه لري بیا یې وجود څنګه ممکن دی؟
دریم دا چې ادیان ادعا کوي چې خدای ماده ندی او نه هم انرژي دی. کله چې یو څه ماده نه وي هغه بیا؛ نه د مادې خصوصیات لري او نه هم ورته د مادې صفات منسوب کولی شوو. نه هم په ماده اغېزه کړی شي. نه پرې نوم اېښودلی شوو او نه یې په هکله خبرې کړی شوو. نه یې هم ذهن ته داخلولی شوو. ځکه زمونږ ذهن ته یواځې د مادې په هکله معلومات داخلېدی شي.
په همدې اساس د خدای په هکله ټول صفات، نومونه، ادعاوې او کیسې نفې کېږي. هر دین د خدای نومونه، صفات، امرونه، کیسې او خبرې بیان کړې. پداسې حال کې چې نوم د مادې لپاره کارول کېږي. د بېلګې په توګه مهربانه، غصه، قادر، عادل او داسې نور د مادې صفات دي. ددې صفاتو لپاره ماده باید د انسان يا حیوان په بڼه موجود وي. اوس دا صفات یوې غیر مادي پدېدې ته منسوب کول دوکه ده.
د بېلګې په توګه د غصې لپاره د مغز کومه برخې فعالیت کوي تر څو د غصې حالت ته رامنځ ته شي؟

د غصې لپاره انسان مغزونو، هورمونونو، کیمیاوي موادو، عضلاتو، هډوکو او نورو ته اړتیا لرې. کله چې دا مادي برخې نه وي غصه کول نا ممکنه کېږي.
اوس که وایوو چې خدای غصه کوي او قهار دی نو باید مغز او مغز کې دا پروسې ولري چې دده غصه ممکنه شي. که مغز ونه لري غصه نا ممکنه ده. دا پروسې یواځې د مادې او مادي چاپېریان د ننه ممکنې دي. کله چې خدای ماده نه بولې نو بیا دا مادي پروسې ولې ورته منسوبوې؟
یوه مسله خو دا شوه چې ادیانو د خدای ذات ندی بیان کړی کله یې چې ذات ثابت او څرګند شي بیا ویلی شوو چې دده وجود ممکن دی. چې وجود یې څرګند شو بیا یې په صفاتو خبرې کېدی شي. صفات یې هم باید غير مادي وي. ځکه دوی ادعا کوي چې خدای ماده ندی.
د غیر مادې او مادې تر منځ اړیکه ممکنه نده. یواځې ماده په ماده اغېزه لري. که تاسې یو توپ په فضا کې له ځمکې زر کیلو متره پاس ودروی نو تر هغې چې یوه قوه پرې اغېزه ونه کړي له ځایه نه ښوري. قوه به هم له یوې مادي منبع پرې اغېزه کوي. د لمر وړانګې هم ماده ده. که غواړو دغه توپ ته حرکت ورکړو نو په ګوته به یې وهوو یا هلته یوه بله تیږه چې د حرکت حال کې وي هغه به دغه توپ ته حرکت ورکوي. نو ماده په ماده اغېزه لري.
اوس که د بېلګې په توګه جهان یو غیر مادي خالق ولري نو دغه خالق له دې مادي جهان سره څرقم اړیکه ټینګه کړه ؟
که په جهان غږ وکړي چې جهانه جوړ شه نو دغه غږ خپله د انرژي څپه ده. دا غږ یوه مادي چاپېریال ته اړتیا لري چې پکې لاړ شي. همدارنګه دا غږ یوې مادي منبع ته اړتیا لري چې ترې راووځي. کله چې مونږ تېلوېزیون کې چینل بدلوو نو رېموټ، د رېموټ او تلوېزیون تر منځ هوا او خپل تلوېزیون مادي دي.
دغسې باید خدای ماده و اوسي چې غږ ترې راووځي. پدې اساس د یوه غیر مادي موجود؛ وجود ممکن ندی او دغه غیر ممکن وجود د مادې سره علیت – اړیکه نشي را منځ ته کولی.
چې کله یې وجود نا ممکن وي، علیت یې له مادې سره نا ممکن وي نو بیا یې په هکله ټول صفات او ادعاوې، کتابونه او کیسې دروغ دي.
که چېرې خدای خپله جهان/طبیعت بولې بیا نو ددغه طبیعت هره برخه ددغه خدای د وجود برخه ده. چې کله ددې وجود برخه شوه بیا دلته د بنده توب او عبادت کیسه نوره نشته. په همدې سره د دین بحث نور ختم دی. ځکه د خدای د وجود یوه برخه و بلې برخې ته د عبادت اړتیا نه لري. یو تن خپل خدای چې (انرژي) بولي داسې یې تشرېح کړی
په طبیعت کې هر څه له مادې او انرژي جوړ دي. په حقیقت کې ماده او انرژي یو په بل بدلېږي. په بله معنا ماده د انرژۍ متراکم حالت دی. نو په طبعت کې هر څه له انرژۍ جوړ دي کومه چې د مادرې غیر متراکم حالت دی.
اوس به راشوو اصلي پوښتنې ته چې خدای له څه جوړ دی؟
So, Energy and God have same definitions:
نو خدای او انرژي یو تعریف لري
Now cogitate upon the fact that why was Higgs Boson named as God’s particle…
دا چې د هېګز بوزون واړه اتومي ذرات د خدای ذرات بولي علت یې دادی چې دا ذرات د کتلې سبب ګرځي
Because everything in this universe is made up of this particle. It is a basic unit of compressed energy.
دا چې دا ذرات د جهان په هره برخه کې شته نو د دا د متراکمې انرژۍ (مادې) اساسي او ابتدایي واحد دی.
https://www.quora.com/Is-God-made-up-of-the-same-matter-that-exists-in-the-universe-eg-light
که چېرې پدې بڼه انرژۍ ته خدای ویل کېږي دلته بیا دینونه نفې کېږي ځکه انرژي د جهان په هره نقطه کې شته او تر کوم ځایه پورې محدوده نده. په بله معنا که ټول جهان خدای وبولې بیا یې یوه برخه بلې ته د عبادت او سر کښته کولو اړتیا نه ویني. نه هم دا انرژي د یوه ځانګړي شخص سره په یوه ځانګړي غار کې خبرې کوي!
ما چې څومره هم له اسلامي دینپالو سره بحث کړی دوی خپل خدای نه ماده او نه انرژي بولې بلکې وایي چې غیر ماده ده. خو دغه تصوري لغت ته بیا د مادې صفات منسوبوي. ځکه غیر ماده نه شته نه یې دوی تعریف کولی شي. دوی مجبور دي چې په دغه خیالي لغت پورې مادي صفات ور وټومي تر څو یې د انسان ذهن ته ور د ننه کړي. پدې هکله به په نورو لیکنو کې هم بحث وشي.