الله مننونکي پدې باور دي چې کله الله “کن” ووېل نو “فيکون” وشول. پښتو ژباړه يې ده وشه نو وشو. مطلب غږ يې وکړ چې جوړ شه نو جهان جوړ شو. دا چې دين کې الله غير مادي بلل کېږي نو پکار ده د غير مادي الله او مادي جهان تر منځ عليت تر پوښتو لاندې راولوو. ماده طبيعت دی. ځمکه، ستوري، ونې، لمر، سپوږمۍ، کهکشانونه او نور ذرات چې په جهان کې شتون لري.
جهان له مادې او انرژۍ جوړ دی. د دين ادعا داده چې د الله په وجود کې يو اتوم، يوه ماليکول او يوه ذره هم داسې نشته کومه چې په جهان کې شته. په دې ليکنه کې دا څېړو چې داسې څه هم ممکن دي چې هغه وجود ولري خو ماده او انرژي نه وي او همدارنګه د مادي جهان او دغه غير مادي خيالي وجود تر منځ اړيکه او اغېزه ممکنه ده کنه.
که هاشم لوګری غږ وکړي چې شوروا دې پخه شي نو هاشم لوګری بايد مادي وجود ولري چې دده له خولې د “وشه” غږ ممکن شي. يعنې دی بايد له غوښو، هډوکو، سږو، مغزو او نورو غړو جوړ وي. دا غړي له عناصرو لکه اوسپنه، کلسيم، سوديم، کاربن او هايدروجن جوړ دي. دغې عناصرو ته ماده ويل کېږي چې د فضا يوه برخه يې نيولې او خپل ځانګړی وزن، کتله او کثافت لري.
لومړی: هاشم لوګری بايد ماغزه، ژبه، سږي، عضلات او د بدن نور غړي ولري چې په ده کې د غږ توليد ممکن شي، پرته له دې غړو خبرې ممکنې ندي.
دويم : همدارنګه يې پښتو ژبه ماشومتوب کې زده کړي وي.
دريم : هاشم لوګری بايد دې ته اړتيا ولري چې د “پوخ شه” غږ وکړي که هسې چټي غږ وکړي دده په لېونتوب دلالت کوي.
څلورم: د هاشم لوګري د غږ د انتقال لپاره مادي چاپېريال لکه اوبه يا هوا موجود وي چې دده غږ پکې لاړ شي. په سپېس يا خلا کې غږ نه درومي. ځکه مونږ د نورو ستوريو او سيارو د ګردش غږ نه اورو چې زمونږ او دوی تر منځ خلا شتون لري .د بېلګې په ډول د لمر د ننه د چاودنو غږ نه اوروو. د ځمکې او ستورو تر منځ خلا ده.
پينځم: د هاشم لوګري غږ بايد داسې اورېدونکی ولري چې هغه په پښتو پوهېږي، ماغزه ولري، غوږونه او نور غړي ولري چې د هاشم لوګري “شوروا د پخه شي” امر پراسس کړي او اجرا يې کړي.
له دې ښکاري چې مادي “هاشم لوګری” يوه مادي وجود ته اړ دی چې سوچ او غږ توليد کړي، بيا مادي چاپېريال ته اړ دی چې دده غږ پکې انتقال ومومي او بيا يوه مادي جوړښت ته اړتيا ده چې دا غږ پراسس کړي او پرې پوه شي. غږ هغه انرژي ده چې په هوا کې موجود اتومونه په ښورېدو راولي. ښوريدلي اتومونه نور اتومونه ښوروي پدې توګه غږ تر هغه مطلوبې منبع رسي. که هاشم لوګری مادي جوړښت ونه لري، دده شاوخوا مادي چاپېريال (هوا) نه وي او د هاشم لوګري مېرمن مادي وجود ونه لري نو دا شوروا نه پخېږي.
اوس راځوو د مسلمانانو باور ته چې دوی په دې باور دي چې الله يو غير مادي وجود دی او له ده مخکې هېڅ هم نه وو. که ددې غير مادي جوړښت کيفيت او ادرس ترې وغواړې نو درته وايې کيفيت يې ندی را معلوم خو په عرش يې ډډه لګولې.
کله چې دوی الله غير مادي وبولي نو بيا خو هېڅ داسې صفت چې هغه په ماده پورې اړوند وي نشي ورته منسوبولی ځکه غير ماده بايد په غير مادي صفاتو تشرېح کړي. دا چې نه غير ماده شته او نه غير مادي صفات شته نو دوی اړ کېږي چې همدا غير مادي موجود ته مادي صفات ور منسوب کړي.
د انسانانو په ډول ډول کلتورونو کې ډول، ډول صفات دي. يو صفت يې کلتور کې ښه بلل شوی او بل کې بد بللی شوی. ځکه د مختلفو کلتورونو خدايان مختلف مادي صفات لري. دا اکثره هغه صفات دي چې انسانان يې لري يا يې غواړي ويې لري. غصه، مينه، کرکه، سزا ورکونه، انعام ورکونه، قضاوت، عدالت، ژوند، خندا او داسې نور. دا صفات په انساني بدن کې د هورمونو او کيمياوي عمليو په ترڅ کې صورت نيسي. د انسان بدن بايد مادي جوړښت ولري چې دا صفات پکې ممکن شي.
راګرځو د کن او فيکون موضوع ته:
لومړی: الله چې مادي جوړښت نه لري نو اړتيا هم نه لري چې د “کن” امر وکړي. جوړول د اړتيا له مخې صورت نيسي. الله چې ماده ندی نو اړتيا له کومه شوه! هاشم لوګری خو وږی و اړتيا يې لرله چې شوروا وخوري نو دده غوښتنه معقوله ده. الله ته خو دينپالان دا صفت ورکوي چې اړتيا نه لري. نو بيا يې په جهان څه کول چې جوړولو يې. دی خامخا بايد مادي وجود ولري او اړتيا ورته ولري چې جهان جوړوي. کنه بيا خو لېونی دی چې بې اړتيا يو څه کوي.
دويم: کن عربي لغت دی. نو دده ماغزه، ژبه، شونډې او سږي خو نشته چې دی سوچ وکړي او غږ توليد کړي. بيا دده مور چېرې ده چې عربي يې ور زده کړې وي!
دريم: ده چې د کن “وشه” غږ وکړ نو مخاطب يې څوک وو! که يو څوک هسې غرو ته غږېږي خو لېونی دی. که هاشم لوګری دېګ بخار ته لګيا وي چې شوروا، شوروا دا خو دده په لېونتوب دلالت کوي. دده هاشم لوګري مخاطب يو مادي جوړښت و چې دده مېرمن ده. له الله خو مخکې څه نه وو نو دی چاته لګيا وو چې جوړ شه! څه شی له څه جوړ شي!
يو څه بايد وی چې ده امر ورته کړی او يو څه خو بايد موجود وي، يو جوړښت ولري، ژوندی وي، په عربي پوه شي او ددې وړتيا ولري چې ځان په جهان بدل کړي. نو که يو څه و بيا خو هغه تر خدای مخکې موجود و يا د خدای سره په يوه وخت کې موجود وو
څلورم: د الله له اړخه د کن له غږ وروسته دا غږ څرقم هغه مخاطب ته ورسېد ځکه مادي چاپېريال خو نه و چې غږ پکې لاړ شي. د هاشم لوګري غږ خو د هوا د اتومونو د خوځښت له کبله دده د مېرمنې تر غوږو رسېدو. که هاشم لوګری په سپېس يا خلا کې وی نو دده د شوروا جوړولو امر دده د ښځې تر غوږو نه رسېدو.
پينځم: الله خو ماده ندی. دده او ابليس، دده او ملايکو تر منځ مکالمه څرقم صورت نيولو!
په کومه ژبه سره غږېدل.
ددې بحث غرض دادی چې پوه شوو چې په مادي جهان کې د انسان خيالي تصورات چلښت نه لري، غير ممکن دي او تشه خېټالوژي ده. جهان له مادې او انرژۍ جوړ دی. مونږ انسانان او زمونږ ځمکه ددې جهان يوه ناچيزه برخه ده.
په دوامداره توګه په جهان کې شته ماده په يوه او بل ډول فارم کې را څرګندېږي. زمونږ د بدن هر اټوم يو وخت د ستوريو برخه و. د ليکنې له پيل تر اوسه په ميلونو اتومونه ستاسې له بدن بهر او نور ور دننه شول. بهر شوي اتوموته د طبيعت سره ګډ دي. زمونږ وجود داسې دی لکه سمندر کې يوه جوړه شوې څپه د. اوبو څپه چې په اوبو کې پيل او پای مومي خو هغه اوبه چې يوه ځانګړې څپه ترې جوړه ده بېرته د سمندر برخه ګرځي. د څپې د حرکت په جريان کې هم په دوامداره توګه يو برخه اوبه د څپې برخه شي او يوه برخه ترې لرې شي.
طبيعت هغسې ندی چې زمونږ انساني مغز يې هيله لري نو ځکه مو طبيعت پسې دروغ پيل کړي او کيسې پسې ليکوو. کله غير مادي خدايان ورته ديزاين کوو او کله معجزې طرحه کوو. غوره داده چې طبيعت هغسې وپېژنوو لکه څرنګه چې دی. داسې بې طرفه مطالعې د طبيعت ته ساينس وايي. په ديني افسانو مو خپل دېر وخت ضايع کړ د انسان هېڅ مشکل يې حل نه کړ.ځينې ادعا کوي چې خدای نور دی.
نور هم فوتونونه دي چې مادي دي. د دين پالانو مشکل دادی چې که خدای ماده وبولي بيا خو انسان هم ماده دی بيا د خدای تصور ارزښت نه لري خو که مطلق غير مادي يې بولي او مادي صفات ورته منسوب نه کړي بيا دده په هکله هېڅ ويلی نشي ځکه چې غير مادي صفات وجود نه لري چې خدای پرې تشرېح کړي. له بلې خوا عرش مادي بولي او پرې ناست خدای غير مادي بولي. يو ځل وايي چې خدای له جهان د باندې دی بيا حديث کې وايي چې روژه کې د ځمکې اسمان ته را کښته کېږي.
د خدای د ذات په هکله له بحث ځکه منعه شوې چې داسې دروغ پکې نغښتي. د داسې دروغو رسوا کول د ديني سياسي سوداګرو کاروبار ختموي.
No results available
بیا تنظیم کړئNo results available
بیا تنظیم کړئآزادي د انسان توانایي ده چې د خپل ژوند مسیر وټاکي. د انتخاب آزادي، د فکر آزادي، د بیان آزادي، د حرکت آزادي، د راټولېدو آزادي، د اعتراض آزادي، له شکنجې څخه آزادي، او له تبعیض څخه آزادي، دا ټول د آزادۍ مختلف اړخونه دي. آزادي د انساني ژوند لپاره ضروري شرط دی. انسان بې له آزادۍ نه شي کولی چې خپله پیاوړتیا او وده ترلاسه کړي. آزادي انسان ته اجازه ورکوي چې خپلې وړتیاوې او استعدادونو ته وده ورکړي، خپلو موخو پسې لاړ شي او په ټولنه کې ګډون وکړي.