په اسلامي نړۍ کې د جنسي اړیکو ستونزه

که له اسلام سره د مايوسۍ درملنه او علاج نه وي نو ایا ملحد پلار به له خپلې دیارلس کلنو لوڼو سره په جنسي اړيکې (سکس) کولو سره د مايوسۍ د ختمولو کړنه تر سره کړي؟

په غرب کې له شپاړلس کاله څخه د کم عمر ماشومانو ته د جنسي اړیکو درس او کورسونه ور زده کول کېږي. مګر بیا هم دوی ته دا خطره او اندېښنه وي چې د جنسي اړیکو په اړیکه کې د دوی اولادونه چې په ۱۲ دولس کلنۍ د جنسي اړیکو د پوهاوي چې کوم درس ورکول کېږي دوی ته ورښودل کېږي چې د جنسي اړیکو په وخت کې که دوی زېږونه (اولاد منځ ته راوړي) وکړي نو اندیښنه یې دا وي چې د دوی راتلونکې به له کومو ستونزو سره مخ شي یا داسې ونه شي چې د دوی له جنسي اړیکو له امله د دوی زامن ونه زېږول شي چې د دوی زوند به له کومو، کومو مشکلاتو سره مخ شي نو ځکه ورته د جنسي اړیکو د نیولو درس ورکوي، او که داسې هم ونه شي نو دوی خپل ماشومان په وحشيانه کړنو نه ډاروي بلکه دوی د خپلو ماشومانو هغه ډار په مکمله توګه ختموي تر څو دوی وکولی شي به ازاده ډول له پوليسو، مور او پلار، ښوونکي یا په روغتون کې له رنځپوه سره اړیکه ونيسي او خپلې ستونزې ورسره مطرح کړي، او دوی ته د دوی د ستونزو سهولت او ارامتيا وړاندې کېږي.

د همدې اقداماتو له امله ورو، ورو په غربي ټولنې تر دې ځایه رارسېدلې دي چې د ۱۶ شپاړلس کلنو ماشومانو څخه د بچیانو د زېږولو د واقعاتو شرح له صفر سره نږدې ضرب شوې ده.

بلخوا په اسلامي ټولنو کې د وحشيانه سزاوو یره او ډار دومره خوفناکه شوې چې د دې عمر ماشومان پوليس او د روغتون رنځپوه خو لرې خبره حتی مور او پلار ته هم خپل حال نه شي ویلی او پټ یې ساتي، خو کله یې چې مور او پلار ته مالومات وشي نو ډېر ناوخته شوي وي.

همدا لامل او سبب دی چې په اسلامي ټولنو افغانستان، پاکستان او نورو هېوادونو کې نامولوده بچیان وهل شوي، ټوک، ټوک شوي په پلاسټیکونو کې اچول شوي او د پلاستیکو د خلتو خولې یې پسې بندي کړې یا د سیمنټو په کڅوړو کې پراته په کچرو او د کثافت په ځايونو کې غورځول کېږي.

همدا اسلامي هېوادونه دي چې مسلمانې ښځې یو ځل د جنسي اړیکو د تندې ماتولو هڅه په پټه کې کوي بیا یې چې ماشوم په خېټه شي هغه یا د ګولیو او درملو په وجه له وجود څخه باسي یا ځيني کورنۍ که خبر شي نو لومړۍ خو د دوی همدا ښځه که یې خور یا لور وي وژني یې او که د وژلو څوک ونه لري په پټه بیا کوم رنځپوه ته ځي او هلته د رشوت یا بلې لارې همدا ماشوم له خېټې څخه بیرون او لري کول غواړي بیا یې وژني او په ډیران یې غورځوي.

د اسلامې تولنې د جنسي اړیکو د بندیز له امله لومړي ماشوم په بد حالت وژل کېږي بیا یې په کومه ویاله یا سیند کې غورځوي یا په تشنابونو او بیت الخلاو کې د اچولو سره دوی ټول پاتې ژوند په نفسیاتي نارغۍ اخته تېروي.

مګر په غربي ټولنو کې داسې خوفناک او د بدنامي ماحول نشته، د همدې له امله که پچي وزېږولو هم شي نو له هرې خوا مرسته او کومک ورسره کول کېږي، پچي د ډار او بدنامۍ له امله په قتل نه رسوي بلکه هغه پچي د رياستي ادارو په مرسته (Adoptation) ته ورکول کېږي.

افسوس چې تاسو د اسلامي نظام دغه خرابۍ او غلطۍ لیدلی او په خلاص زړه مو تسلیم کړې وای. د همداسې مسايلو د حل لپاره اسلامي نظام ته د غربي ټولنو درس او زده کړه پکار ده او د همدې بهترین نظام پلي کول او پیروي کول په کار ده.

اړوند مطلب

لَيْسَ كَمِثْلِهِ شَيْ‌ءٌ وَ هُوَ السَّمِيعُ الْبَصِيرُ

د قران ليکوال دلته ليکلي چې د الله په مثل بل هېڅ څه هم نشته. …

یوه تبصره

  1. رښتیا نر یې را میدان ته سه څي سره معلومه یې کړو

خپل آند راسره شريک کړئ