په دین که تجارت نه وای...؟!

محمد او زینب

اقتصاد په ژوند کې ډېر مهم ځای لري، که فکر وشي نو د ژوند زیاتره یا که زیاتوب وکړم ټولې چارې په همدې محور ور چورلي. دین یوه لویه اجتماعي پدیده ده چې د اقتصاد له اغېزه مصونه نه ده. که فکر وشي اقتصاد دی چې د ادیانو را پيدا کیدو ته يې لار برابره کړې ده.

د دغه دین په توسط پخوا هم او وس هم یوه ډله کسانو خپلې ګټې محفوظې کړې دي، که د دین کتابونه ولوستل شي دا خبره يې په وضاحت کړې ده چې ل دینه خلکو د دنیا تر لاسه کولو وسیله جوړه کړې وه او ده يې.

دغه خبره په دین کې ډېره مهمه ده؛ که د دین په وسیله د شخصي یا ټولنیزو ګټو خوندیتوب نه وای، فکر نه کوم چې یو دین دې وس په دغه حال وای یا دې هم د دینونو په دغه کچه زیات پيروان ورته پيدا شوي وای.

دین چې د انسان اصلاح ته کوم پيغام راوړی دی هغه د ګټې په ځای تاوان کړی دی، انسانان د دې ادیانو په سر په تعصب اخته شوي دي، یو د بل وژل يې له دې امله روا کړي دي، د یوه دین د پيروانو ترمنځ شخړې او جګړې شوې دي چې وس يې هم بیلګې ډېرې دي. دغه نسخه ځکه ناسمه ده چې موږ له دین څخه د هغه شي د اصلاح تمه کوو چې هغه اصلا دین نه دی ایجاد کړی، ټولنه د فقر او لوږې له امله بې حاله ده، موږ مادي جرایم په معنوي وعظونو او اخروي وعدو اصلاح کوو چې دا کار امکان نه لري. د یوه جرم تر شا چې کوم علت وي که د هغه تدارک ونه شي جرم خود بخوده له منځه نه ځي؛ د دینپالو مشکل دادی چې د یوه شي علت یو ځای وي، اما دوی بل ځای ګروي فکر کوي چې په دې سره د هغه کا ختمېږي، که درد سر که وي او ډاکټر د پښې د درد ګولۍ ور کړې وي، نه به سر ښه شي او نه به هغه ډاکټر خلک هوښیا او پوه ډاکټر وبولي. دین له خلکو سره همدغسې سرچپه کار کوي، د جرم علت یو شی دی، دی له بلې زاويې ورته ګوري او خلک يې ناسم لوري ته رهبري کړي دي چې نه جرم ورک شو، نه ټولنه امن شوه او نه اصل علت تر اوسه پيدا شو.

خلک ولې د دنیا وسیله دین جوړوي؟ ځکه يې کوي چې په دنیا کې مساوي ویش نه شته، یوه ډله خلک شتمن دي او زیات خلک بیا فقط ژوندي دي، هره ډله د دنیا زیاتولو او خپلو ګټو ساتلو په پار ډېر کارونه کوي چې یو له دې کارونو يې دین وسیله کول هم دي. دین له سابق زمانه تر اوسه ښه وسیله ثابته شوې ده او احمق خلک د دین په نوم ښه غولېږي او تر خپل مال او سر تیرېږي، له دې امله هوښیارې طبقې چې یا شتمن دي یا ورته نژدې کړۍ تل د احمقو وګړو د کنټرول او سرمايې د جلب لپاره له دینه کار اخیستی او خلک يې په خطا کړي دي. د زیاتو خلکو ګډوډي په ټولنه کې توازن خرابوي او د توازن نه شتون بیا سرمایه دارې طبقې ته په زیان تمامېږي، د دې لپاره چې خپلې ګټې وساتي هر وخت کوښښ کوي چې بې وزلې طبقه خطا کړي او په خپل ژوند کې يې دومره مصروفه وساتي چې دوی د بل شي په اړه فکر ونه کړي او هر وخت له خپل ناخوښي ژوند سره بوخت وي، په دې ډول سرمایه داره طبقه خپلې ګټې خوندي کوي او نور يې د دین او ادیانو په نوم غولولي او یو د بل په غاړه کې يې ور اچولي دي.

هر شی چې په دنیا کې د اقتصادي له چینې سره سمه اړیکه ونه ساتي هغه ژر له منځه ځي، دین که د مادیت په خدمت کې نه وای تر وسه نه پاته کیده او نن به يې چا په خوله نوم هم نه اخیسته. دین دا نن هم د زیاتو کسانو د اقتصاد تر ټولو ښه منبع ده، تر هغه وخته به دین په کش کې وي، خلک به يې مني، د ټولنې اکثریت وګړي به احترام ورته لري که څه هم په ټولنه معنا يې د عملي کولو کوښښ د یوه دین پيروان هم نه کوي، خو تر هغو چې د اقتصاد د یوه مهم فکټور په توګه مطرح وي، د ژوند بقا يې تضمین ده او هيڅ ډول حالات يې هم ټغر نه شي ور ټولولای.

زه داسې کسان وینم او حتا په تاریخ کې يې نومونه را معلوم دي چې په دین يې عقیده نه درلوده اما بیا يې هم خدمت ور ته کړی دی او کوي يې، ځکه په دغه لاره کې يې ګټې دي او انسان د مادیاتو تابع دی، لمانځنه يې کوي او د پرستش تر حده ورته ماته دی، همدغه وجه ده چې معنویت د مادیت په چوپړ کې راغلی دی او تر هغو چې دغه دنده وړلای شي ژوند به يې خوندي وي که سل و زر طوفانو په نړۍ راشي بیا به هم خوندي وي او خلک به يې تر پرون نن زیات احترام کوي او تر نن به يې سبا زیات کوي.

  • وروستۍ ليکنې
محمد او زینب
کن فیکون
د ښځو حقوق
شرک
مريدنامه
محمد او زینب
کن فیکون
د ښځو حقوق
شرک
مريدنامه