اسلام پخپله شرک دی

شرک

د اسلام دېکتاتورانه اېدیوالوژي د پروپګنډا، باټو او ضد او نقیصو ادعاوو مجموعه ده. ددغه ادعاوو یوه بېلګه شرک دی. د شرک مطلب دادی چې خدای خو منې لاکن د خدای سره یو ملګری ( شریک ) هم نیسې.

د ځمکې عبادت

د نه شراکت غریضه د ژوندیو ژوو اړوند یوه غریضه ده. کله چې یو څه نه وي، لږ وي، ډېر یې غواړي دوی هغه له نورو سره نه شریکوي. د بېلګې په توګه ځمکه، ښځه، مېړه او نور ملکیتونه.

ژوندي ژوي نه غواړي د خپل ژوند د بقا لپاره دا خپل شته له نورو سره شریک کړي. دده سره وېره وي چې بیا به لږ شي یا به یې نور ترې واخلي. دده له ملکیت د باندې چې څه وي بیا همدا ژوندی ژوی غواړي له ده سره پکې شریک شي. په یوه سیمه کې اوبه، غرونه، بوټي او نور د هغه سیمې د ټولو ژوندیو ژوو اړوند وي او ټول ترې ګټه اخلي. هغه ژوي چې زورور وي ددوی سره وېره نه وي چې د دوی ملکیت، مقام او درناوی به نور ترې واخلې. خو کله چې دی ډارن یا کمزور وي بیا دا وېره ورسره وي.

همدا وېره ده چې پاچاهانو او نورو واکمنو ددې وېرې له کبله چې د دوی واک او حکومت ترې نور وانخیستل شي په نورو یرغل کړی، کله چې ټول دده تر حکومت لاندې راغلي دي یو څه ډاډه شوی. بیا هم دده سره وېره وي چې د حکومت د ننه دده خلاف کوم هڅه ونه شي. دوی بیا په ډېر شمېر زامن زېږوي چې واک د واکمن له مرګ وروسته هغې ته وسپارل شي.

په اوسني دور که چې کوم سیاسي واکمن په یوه ګوند پورې تړلی وي هڅه کوي حکومت بل ځل د ده د ګوند غړو ته پاتې وي. لکه د امریکا د ریپبلک ګوند غړي چې غواړي ترمپ یو ځل بیا حکومت تر لاسه کړي.

داسې ډېرې نورې بېلګې شته د شراکت، نه شراکت او ملکیت په هکله یې وړاندې کولی شوو.

شرک

اصلي غرض دادی چې د شراکت او نه شراکت بحث د ژوندیو ژویو اړوند ده. ژوندي ژوي تر یوې کچې په فزیکي او رواني توګه په شراکت او نه شراکت تکیه کوي. هغه تر ټولو حریص انسان هر څه ځان ته غواړي.

حریص غواړي دی تر ټولو پوه، غوره، هوښیار، ښکلی، غیرتمن، زړور، د صفت وړ، په هر کار پوه او ستر وبلل شي. نه غواړي بل تر ده پورته وي او نه غواړي بل تر ده د پورته کېدو هڅه وکړي. دا د یوه ناروغ ذهنیت خاصیت دی. په فارسي کې ورته نرګسیت او پښتو کې په ځان مین وايي.

د ادیانو خدایانو د همداسې یوه ذهنیت په اساس تشرېح شوي خو یواځې هغه یو انسان چې دین جوړونکی دی د دغه نرګس خدای له قید او شرط خلاص وي. تر دې چې دغه خدای ددغه شخص په صفت لګیا وي.

کله چې ادیان ددې ادعا کوي چې خدای په هېڅ صفت، خاصیت او قدرت کې له ژوندیو ژوو سره ورته ندی بیا نو د شرک سره د خدای کرکه هم غیر منطقي موضوع ده. له یوې خوا دوی ادعا کوي چې سوچه توحید پکار دی او خدای ته هېڅ داسې خاصیت او صفت ورکول ندي پکار چې هغه د مخلوق اړوند وي خو په عین وقت کې په خپله خوښه دغه اصل تر پښو لاندې کوي. کله چې خدای ماده نه وي نو د یوه، دوه او دری نومونه هم نشو ورته اخیستلی ځکه یو خو مادې ته راځي او له یوه وروسته د یوې مادې نوم اخلوو. د بېلګې په توګه یو قلم، یو کتاب او یو سړی.

که زه یو چاته وایم چې ته خپل ښځه زما سره شریکه کړه نو دده په مغز کې زما په وړاندې کرکه او غصه را پارېږي. هلته هورموني او کیمیاوي تغیرات راځي کوم چې دده په مغز اغېزه کوي او دغه حالت د غصې په ډول ښکاره کوي. که دا سړی زما سره ښځه شریکوي نو لومړی خو دی هره شپه نه شي ورسره ویده کېدلی، ممکن زه ډېره مینه ورکړم او دا هم ممکنه ده چې بېلکل ښځه له ده لاړه شي او زما سره ژوند وغواړي.

د دې، اېن، اې د معاینې په نشتون کې د اولاد معلومول هم مشکل کار دی. نو د ښځې دا خاوند که پخوا یې زحمت ایستلو په دې نیت یې ایستلو چې بچیان دده له وجود دي او دی غواړي هغوی لوی شي. اوس چې ده ته شک لوېږي چې آیا بچیان دده دي که نه دي نور د زحمت ایستلو سره نوره علاقه نه لري.

پدې اساس دی نه غواړي خپله مېرمن له ما سره شریکه کړي. په همدې ترتیب دی خپله ځمکه هم زما سره نه شریکوي ځکه بیا دده د ځمکې حاصل نیمایي کېږي. دغه له شراکت سره کرکه د دده اړتیا ده.

مېرمن

کله چې خدای نه انسان دی او نه انساني خواص لري (لږ تر لږه ادیان همداسې ادعا کوي) نو بیا خو د خدای په وجود کې اصلا کرکه، وېره، لوږه او نور خواص نشته. که د یوه انسان په توګه زه یوې ونې ته عبادت وکړم او خپل خدای یې وبولم نو دا کار د خدای په خدایی کې کومه خاصه معنا نه لري. هغه (خدای) انسان ندی چې غصه وکړي او نه ماغزه لري چې مغزو کې یې کیمیاوي تغیران غصه ایجاد کړي.

نو که کوم څوک اصلا خدای نه مني، غیر ممکن یې بولي، مني یې، مني یې خو په خپله خوښه د طبیعت یوه برخه خدای بولي، طبیعت خدای بولي، د طبیعت له یوې برخې بت جوړې او هغه خدای بولي او ورته نورو حالاتو کې دا یوه هم په خدای کوم اغېزه نه لري. تر دې چې کوم څوک که خدای ته ښکنځل هم وکړي په خدای کومه اغېزه نه لري ځکه خدای د دین د ادعا په اساس ماده ندی.

که د خدای په وجود کې یو الکترون، یو پروټون یا یو اټوم هم وي هغه نور خدای ندی ځکه دده وجود کې ماده وجود لري. اوس ددې لپاره چې ته کرکه ،غصه او مینه ولرې ستا وجود کې باید په ټرېلیونونو الکترونونه، پروټونونه او اټومونه وي چې د غصې ، کرکې او مینې پروسه ممکنه شي. پرته له مادي چاپېریال د مادې اړوند خواص او پروسې ممکنې ندي.

دین پالان په دې اند دي چې ماده ابدي نده نو خدای باید غیر مادي وي. پداسې حال کې چې د فزیک له مخکې ماده د مادې او انرژي په بڼه څرګندېږي. د انرژي په بڼه ماده ابدي ده. نه خلق کېږي او نه له منځه ځي. پدې صورت کې بیا ماده د انرژي په بڼه ابدي شوه.

انسان، حیوان، ځمکه او ستوري چې فارم (وجود) یې وران شي اټومونه یې نه ورانېږي. ستاسې له پیدا کېدو او مرګ وروسته هم ستاسې دوجود اټومونه وجود لري. ستاسې د کلا له جوړېدو مخکې او له ړنګېدو ورسوته د کلا خاوره هغه خاوره ده.

هغوی چې د خدای همداسې یو غیر مادي تعریف مني نو دده د ذهن دا تشویش خو نور ختم شو چې جهان له کومه شوی ځکه همدا غیر مادي خدای د جهان خالق بولي. دوی له یوې خوا خوښ وي چې د خدای داسې تعریف مني چې ماده پکې نشته خو له بله اړخه ددې خدای په مرسته د نورو په ژوند کې مداخله نشي کولی، داسې یو غیر مادي خدای ته خپل احساسات نشي څرګندولی او نه ترې مرسته غوښتی شي.

دلته ده چې خدای مننونکي اړ کېږي چې د خدای تصور ته حیواني خواص او صفات ور منسوب کړي. تر څو خدای د انسان مغز ته داخل، د سیاست، قدرت، واک او احساساتو سړولو لپاره ترې وسیله جوړه شي. د خپل قوم ژبه ورته منسوبوي، د خپلې خوښې د ښځې نکاح تړونکی ترې جوړي (محمد د خپل فرزندي زوی مېرمن ځان ته نکاح کړه او خدای یې نکاح کونکی بللو)، د یوه واړه قوم (یهودو) په خلاف ترې کرکه کونکی جوړوي، جنګي قوماندان ترې جوړوي، د تره ښځې او تره ته ترې ښېرا کونکی جوړوي (تبت یدا سوره)، د یونانیانو او منځني ختیځ افسانې او نکلونه یې دغه خدای پسې تړي او داسې نور.

نو دغه له شرک کرکه کونکی خدای د انساني ذهن تولید دی . کله چې نورو خلکو د بت پرستۍ، عیسویت، یهودیت، زردشتیت او نورو بڼو خدای منلو نو محمد او دده د ملګرو جوړ کړي تصوري خدای ته بازار نه و.

ماغزه

د بازار موندلو لپاره محمد دیارلس کاله په نرمه بڼه هڅه وکړه خو خریدار یې ونه موندل، هغه وو چې تشدد ته یې لاس کړ او د نورو د خدایانو په ماتولو او د د نورو ادیانو د پیروانو په وژلو یې پیل وکړ.

محمد په ډېر شمېر پردۍ ښځې؛ خپلې مېرمنې او وینځې کړې، د هر ځل چور پینځه برخه د ده وه، دده درناوی په نورو حتمي شو، دده خوښه د خدای خوښه وه، دده ناراضي د خدای ناراضي وه او له ده وروسته دغه د قدرت او واک حرص دده ملګري ابوبکر، عمر، عثمان او علي هم دده لارې تعقیبولو ته وهڅول.

د همدې قدرت  لپاره علي له عایشې سره جګړه وکړه، حمزه له علي سره جګړه وکړه، د محمد لمسیانو له یزید سره جګړه وکړه او تر ننه د اسلام د ننه دغه د قدرت جګړه روانه ده.

په سلګونو ډلې جوړې شوې او هر ډلې قرآن او حدیث د خپل فکر او غوښتنې سره سم تفسیر او ترجمه کړل. ترکان چې اصل د منګولیا دي د دین په مرسته یې اوسنی ترکیه قبضه کړه او تر ننه یې دا سیمه قبضه کړې.

  • عرب د همدې جوړ شوي تصوري خدای په مرسته په هسپانیا قبضه وکړه.
  • امریکايي سرمایه دارانو د همدې اسلام او همدې خدای په نامه افغانان د روسانو خلاف وجنګول.
  • عربي شېخانو د خپل قدرت لپاره همدا اسلام وکارولو.
  • اروپایانو د همدې جوړ شوي عیسوي خدای په مرسته افریقایان ولوټل، پڼډتانو د بګوان په نامه هندي ټولنه په طبقو ووېشله او ځانونه یې تر ټولو اوچته طبیقه معرفي کړه.
بنو قریضه

د پاسنیو دلایلو په اساس د اسلام خدای په حقیقت کې د نرګسبت په ناروغۍ اخته ذهنیت تولید دی چې د غریب د دوکې او په په دوی د واکمنۍ لپاره طرحه شوی.

بت پرست؛ خدای مني خو بیا د خپلو احساساتو سړولو لپاره د طبیعت له یوې برخې د خدای شکل جوړوي. نرګسي ذهنیت د خدای تصور مني خو بیا خپله خپل ذهن کې خدای ته داسې انساني صفات او خواص ورکوي چې دی ترې په قدرت تر لاسه کولو او د خلکو د مال په لوټولو کې ترې ګټه واخلي.

د بت پرست خدایي سمبول څرګند وي (بت) خو دغه نور بیا خدای ته فزیکي بت نه جوړوي بلکې د دوی د ذهن د ننه د دوی جوړ شوی بت موجود وي. داسې بت چې مادي او حیواني خواص صفات لري.

نو اسلام پال هغه مشرک دی چې بت یې د ذهن د ننه دی. غیر مادي خدای ته یې مادي خواص ورکړي او بیا داسې صفات ورکوي چې دده له انساني حرص، واک او قدرت سره مرسته وکړي.

نارسست

یو غیر مادي خدای انسان ته جنت ( تصوري رندۍ خانه)، دوزخ (تصوري سزا)، اخوندتوب، مولاتوب، سیاسي قدرت، واکمني، مفته ډوډۍ، ثوابونه (د ذهني ګېم نمبرې) او داسې نور نه ورکوي. ځکه غیر مادي خدای نشي کړي په لوی جهان کې د یوه بې ارزښته موجود احساسات درک کړي. ځکه خو دین جوړونکو سوچ کړی چې داسې خدای که حقیقت هم وي په درد مو نه خوري. پکار ده د خدای تصور خپله دیزان کړو.

جنت او حورې

پخوا به د کلي لوچک د دولت لخوا بندي شو. نن تر ټولو لوچک انسان طالب، مجاهد او لڼده غر شي. دیني پوښ د ده سره مرسته کوي چې د خپل لوچک توب سربېره د ولس لخوا دده درناوی وشي، که دی څوک وژني هم دا ښه کار وبلل شي او که څوک وهي هم دا ښه کار وبلل شي. دده مرګ شهادت وبلل شي او خلک پرې وژاړي.

مولا عمر چې ممکن چا چوکیدار هم نه وی مقرر کړی خو دی دین په مرسته واکمن شو. حکمتیار له دومره مبارزې سره سره د ولس دری سلنه رایې یو نه وړې خو د روسانو خلاف د جګړې وقت کې دی تر ټولو مهمه څېره وه. 

اشرف غني ډېرې نیمګړتیاوې لري خو دیني تقدس نه لري. له دوه دورې ولسمشرۍ وروسته به خلک له ده خلاص شي خو که دی مولا وی نو تر مرګه دده له حکومت او ناخوالو نشوی خلاصېدلی. په ده به چا نیوکه نشوی کولی او هر نیوکه کونکی به وژل کېدو. که ایراني اخوندان نه وی ایران به اوس تر جاپان هم مخکې و خو اخوند پرې حاکم دی او نشي کړی ځان ترې خلاص کړي.

پدې توګه دین د لوچکانو، په ځان مینانو، ناپوهانو او لوده ګانو لپاره بهترینه وسیله ده چې په نورو واکمن شي او د نورو سرنوشت دده په لاس کې وي.

پاکستاني پوځي سرمایه دارانو لومړی د کشمیر په نامه خپل ولس ولوټلو او د دین په مرسته یې هلته جنګول. اوس چې هند کشمیر د هند د خاورې برخه وګرځولو نو پاکستاني پوځیانو سترګې افغانستان کې خښې کړې.

غواړي د افغانستان اوبه او کانونه ولوټي، افغانستان خپله پینځمه صوبه کړي او دا سیمه د ترهګرۍ د تجارت لپاره وکاروي نو دا څلوېښت کاله یې د افغان په ذهنیت د دین له آدرسه کار وکړ. چې په ذهني توګه پاکستانیت د افغان ذهن ته د دین له لارې داخل کړي خاوره خپله د دوی لاس ته لوېږې.

افغان مجاهد او طالب  دې ته خوښ و چې خدای له دوی راضي دی. پنجابی پوځي دې ته خوښ و چې افغانستان یې قبضه کړ. پداسې حال کې کوم خدای ته مجاهد او طالب خدای وایي هغه په حقیقت کې تش د انساني ذهنیت یو تصور دی. دا خدای د اصل خدای سره کوم چې غیر مادي بلل کېږي مکمل توپیر لري. دا خدای انساني صفات او خواص لري کوم چې خپله انسان ور پورې تړلي. نو مجاهد او طالب او نور افغانان په حقیقت کې بت پرستان دي.

د یوه ذهني عربي بت لپاره ځانونه وژني او غواړي دغه بت پسې تړلو کیسو او سیاستونو په اساس هېواد اداره کړي. دا افسانې او قوانین هم د عربو، یونانیانو او زړو تمدونونو قوانین دي چې اوس وقت د انسانانو مشکلات نشي حل کولی. اوس د انسان شمېر ډېر او پېچلو سیاسي سېستمونو ته اړتیا لري چې د دوی حکومت پرې وچلېږي.

اروپا ته د مسلمانانو مهاجرتونه ددې ثبوت دی چې اوسني نوي عصري حکومتي سېستمونه تر پخوانیو بریالي دي. که داسې نه وی اروپایانو به خپله په لانجو اخته وو او د نورو لپاره به یې هېڅ نه لرل.

که د نړۍ ټول انسانان پدې باور شي چې یو غیر مادي قدرت (خدای) شته چې دا مادي جها ن یې جوړ کړی خو دغه قدرت ته هېڅ مادي صفت او خاصیت منسوب نه کړي نو داسې باور به هېڅ کله د لانجو، دوکو، بې ځایه هیلو، اختلافونو او خود غرضیو سبب نشي.

د داسې طرز د باور ګټې څه دي؟

📜 هیلې: ددغه خدای نه؛ د هیلې نه کولو ګټه به دا شي چې انسان به خپله د خپلو مشکلاتو په حل کولو کې منطق کاروي. د خیالي دوهم ځل ژوند لپاره به ځان او نور نه وژني. د خیالي هیلو لپاره به خپل وخت په عبادت نه ضایع کوی.

📜 جهاد: د خیالي هیلو لپاره به نه ځان او نه نور وژني. د ژوند ډېرې اړتیاوې به یې پوره وي نو اصلا به نه اړ کېږي چې تشې هیلې ولري. د خپل هېواد دفاع؛ د امنيتي ځواکونو په مرسته کولی شي.

📜 دوزخ: غریب او مظلوم به د ظالم لپاره د دوزخ په هیله ارام نه کینې بلکې داسې عدالتي سېستم به غواړي په همدې ژوند کې ظالم ته سزا ورکړي. دوزخ د انسانانو اخلاق ندي سم کړي.

📜 اخلاقیات: انسان نه غواړي ده ته ضرر ورسي یا دده په حق تجاوز وشي. نو څرګنده خبره ده چې دی هم باید د نورو په حق تعرض ونه کړي او نه هم بل ته ضرر ورسوي. چې د انسان اساسي اړتیاوې د ښه حکومتي سېستم له لارې پوره شي ۹۵٪ انسانان نورو ته ضرر نه رسوي. دا پاتې ۵٪ ناروغان د حکومت لخوا د درمنلې او سزا له لارې کنترول کېدی شي.

📜 کرکه: انسانان به د نورور انسانانو سره کرکه نه کوي. نور به دوزخیان او ځانونه به جنتیان نه بولي.

📜 د ژوند مقصد: ژوند ته خيالي مقاصدو په ځای به انسانان حقيقي او ممکن مقاصد ټاکي.

پیري، اخوندي، مولايي، تعویذ، طبقاتي سېستم، د دین له لارې سیاسي لوبې، لوږه، فقر او جنسي تیري به نه وي.

آیا د داسې خالص خدای منلو ته به دینکارانو او دينپالان چمتو شي؟

  • وروستۍ ليکنې
محمد او زینب
کن فیکون
د ښځو حقوق
شرک
مريدنامه
محمد او زینب
کن فیکون
د ښځو حقوق
شرک
مريدنامه