خوب وینم - لومړۍ برخه

خوب وينم

خوب وينم چې په ھېواد مې يوه توره وريځ خپره شوې وي. ھر ځای کې ګردجن مخونه او خيرنې جامې نارينه داسې ګرځي لکه لار چې ترينه ورکه شوې وي. له حال او ماضي څخه ناخبره روان يم چې يو ماشوم د لارې څنګ ته ناستو خلکو ته ووايي چې دا ھفته زمونږ د ځای خوند نشته خو په جلال آباد کې لوی پروګرام دی.

له ځان سره فکر کوم چې په دومره غم کې د خوشالۍ پروګرام څنګه کيدای شي؟ په ھمدې فکرو کې ډوب روان يم چې د يو وران تعمير چې تور بيرغ پرې رپيږي او لکه ښوونځۍ غوندې ښکاري مخې ته ورسيږم. تعمير ته ورننوځم.

دننه يو کس لګيا وي وړو ماشومانو ته د جنت د شرابو، شاتو او حورو قيصې کوي. ورته وايي چې جنت ته تر ټولو نژدې لاره د شھادت ده. دوی ته د معوذ او معاذ قيصې کوي چې څنګه واړه ماشومان ھم کولای شي جھاد وکړي. بل ټولګۍ ته چې ور وګورم نو يو بل کس چې توره لونګۍ او اوږده ږيره لري، ماشومانو ته د غسل په اړه خبرې کوي. دريم ټولګي کې يو بل ھمداسې کس ماشومانو ته عربي ورزده کوي.

ددې ټولګي ښوونکي ته ورشم او پوښتنه ترينه وکړم چې معلم صيب دوی ته حساب، ساينس او پښتو نه ورزده کوئ؟

توبه وباسه مونږ په دغسې شيطاني شيانو وخت نه ضايع کوو. دوه ورځې دنيا ده او زمونږ ھدف د ماشومانو ھغې دنيا ته تيارول دي. زه عربي ورزده کوم. ځکه د قران، د پيغمبر او د جنت ژبه عربي ده. او ھمدا ژبه ورته تر ساينس او حسابه ګټوره ده.

د دې خبرو اوريدو سره داسې احساس وکړم چې ټولنه مو ١۴٠٠ کاله شاته تللې وي او په خلکو مو يوه تياره وريځ خوره شوې وي. داسې فکر کوم چې مونږ خپل ماشومان د ژوند لپاره نه بلکې د قرباني لپاره لويو. په ھمدې فکرو کې له ښوونځي ووځم او د نامعلوم ھدف په لور قدم وھم.

په لاره کې د اذانو اواز اورم او ھمداسې روان يم. لږ وړاندې يو څو کسه يو سپين ږيري ته سخت غصه وي. غالباً په ازبکي ژبه کې ورته څه وايي. سپين ږيری ورته په پښتو کې وايي چې اوس روان يم خو دوی بيا ھم ورته غصه وي او په لغتو او سوکانو يې وھي. سپين ږيری د جومات په لور ترينه منډه کړي. پښه يې د جومات په دروازه کې بنده شي. وغورځيږي او له سره يې وينې روانې شي. دا کسان ھم ورپسې ورشي او ھلته يې ھم په وھلو شروع وکړي.

حيران شم چې دا په مونږ څه شوي؟ دا مونږ نه ولې داسې وحشيان جوړ شوي چې خلک مو په يو زخمي سپين ږيري ھم رحم نه کوي؟ څه شي مونږ نه داسې وحشيان جوړ کړي؟ ھر څه غواړم چې ورشم او له سپين ږيري سره مرسته وکړم خو لاس او پښې مې ھغې خوا ته نشي تلای.

په سوچو او پوښتنو کې ډوب لدې ځايه روان شم. لږ وړاندې مې د خلکو شورماشور تر غوږه شی. قدمونه مې چټک کړم تر څو د پيښې ځای ته ژر ورسيږم. ھلته چې ورسيږم نو ګورم چې د سلګونو نرانو په مينځ کې يوه ښځه لوڅ سر ناسته وي. په غيږ کې يې يو وړوکۍ ماشوم وي او دواړه په چيغو ژاړي.

تر څنګ يې مسلح کسانو چې اوږدې ږيرې، اوږدې جامې او پټکي يې په سر وي يو د پوخ عمر سړی او يو ځوان ھلک چې زوی يې ښکاري په زنجيرو تړلي وي. د دوی په سر او ځان وينې روانې وي. څو مسلح ځوانان چې پخپلو کې اردو وايي لدې صحنې څخه دوه انجونې ځان سره موټر ته کشکاږي خو ھغوی ژاړي او د دغې ښځې خواته زور کوي. يو مسلح کس له لښتې سره دې انجونو ته ورشي. يو څو لښتې يې ووھي او په پښتو کې ورته ووايي

چې د کافر بچيانو پورته شئ موټر ته.

دوی موټر کې په زور کښينوي او موټر روان شي. دا کس بيرته راشي او دې ښځې ته لښته ونيسي. يو څو لښتې يې ووھي او بيا ورته کنځا شروع کړي. اخر کې ورته وايي ستاسو د کفارو په وجه په مونږ ھم خدايي عذابونه راځي. شاوخوا يې خلک ولاړ وي او سيل يې کوي. يو کس ته ورنژدې شم او ددې حالت پوښتنه ترينه وکړم. ھغه راته ووايي:

چې دې کورنۍ غوښتل چې دارحرب ته وتښتي. قاضي صيب امر کړی چې نارينه دې يې ووژل شي او ښځې دې يې مجاھدينو ته ورکړل شي.

يو دم شوک شم او ھغه کس ته ووايم چې دا خو کابل دی دا څه وايې؟ ھغه کس وډار شي فکر کوم ځان سره به يې ويلي وي چې زه ترينه خبرې ويستل غواړم. ما ته ووايي چې ځه ښه خبر يې خو ھسې ما زوروې. پدې کې رانه روان شي.

زه په فکر کې ډوب شم چې دا په خلکو څه شوی؟ دا په مونږ کوم حالت راغلی. يو پښتون څنګه يو پنجابي ته په خوشالۍ له خپل ناموسه ھم تيريږي؟ دا مسلح کسان څوک دي چې ھر چيرته په عام محضر کې خلکو ته سزاګانې ورکوي؟ ھغه ازبک او پنجابي مسلح کسان په کابل کې څه کوي؟ جلال آباد کې څه قيصه ده؟ ھغه سپين ږيرۍ يې ولې وھه؟ دارحرب کوم ځای دی؟…

د دې صحنې نور د ليدلو توان ونلرم او ترينه روان شم. ھمداسې روان يم چې يو دوکان ته ورسيږم چې خلک يې مخې ته ولاړ وي او پدې بحث کوي چې مسواک څنګه د غاښو لپاره تر برسه ډير ګټور دی.

دوی لا په بحث لګيا وي چې څو مسلح کسان دوکان ته راشي او له دوکانداره تازه ميوه واخلي. دوی چې بيرته روان شي نو دوکاندار يو له دغو بحث کوونکو ته ووايي چې دغه خلک په قيمت ھيڅ بحث ورسره نه کوي او څومره پيسې چې ترينه وغواړي ورکوي يې. او ايله يې له ھمدوی نه د نن د ټولې ورځې مزدوري وګټله. دغه کس دوکاندار نه پوښتنه وکړي چې آيا سودا دې پرې قيمته خرڅه کړه.

دوکاندار ورته ووايي چې ھو تر نورو مې په دوی لږ قيمته خرڅه کړه ځکه دوی ډيرې پيسې لري. دې کس ته غصه ورشي او دوکاندار ته ووايي:

ته زما خپل پښتون يې خو دا خلک تر تا ماته نژدې دي. تر تا څه چې ان تر خپل پلار او موره راته محترم دي ځکه دا عرب مجاھدين او د پيغمبر (ص) وطنداران دي. دوی ته خدای ھر څه ورکړي او په دوی د خدای خاصه مھرباني ده. تا چې په دوی قيمته شی خرڅ کړی نو ګناه دې وکړه.

دې سره په دغو عربو مجاھدينو پسې غږ وکړي. ھغوی چې راشي نو دا کس ورته ووايي چې دوکاندار په تاسې سودا قيمته خرڅه کړه. مسلح عربو ته غصه ورشي دوکاندار د کلاشنکوف يو څو کنداغه ووھي. بيا دغه ټول عرب يې دوکان ته ننوځي او د خپلې خوښې شيان ترينه راټول کړي.

وروسته بيا شته ځايي خلکو ته چې د مسواک په اړه يې بحث کاوه، ووايي: غنيمت غنيمت غنيمت. لدې سره پاتې خلک ھم ورننوځي او دوکان يې ورته چور کړي. ھغه کس چې عربو ته يې د دوکاندار شيطاني کړې وي د دوکان د پيسو پوره دخل ځانته راواخلي.

کله چې له دوکانه ووځي نو د دوکان مخې ته په وينو کې لت پت دوکاندار ته وايي چې بيشکه چې خدای عادل ذات دی. ته يې پخپله سزا ورسولې او ماته خدای د خپل محبوب له رويه د خپل صداقت بدل پدې دنيا ھم راکړ او په ھغې دنيا به يې ھم راکوي.

  • وروستۍ ليکنې
محمد او زینب
کن فیکون
د ښځو حقوق
شرک
مريدنامه
محمد او زینب
کن فیکون
د ښځو حقوق
شرک
مريدنامه
آزادي د انسان توانایي ده چې د خپل ژوند مسیر وټاکي. د انتخاب آزادي، د فکر آزادي، د بیان آزادي، د حرکت آزادي، د راټولېدو آزادي، د اعتراض آزادي، له شکنجې څخه آزادي، او له تبعیض څخه آزادي، دا ټول د آزادۍ مختلف اړخونه دي. آزادي د انساني ژوند لپاره ضروري شرط دی. انسان بې له آزادۍ نه شي کولی چې خپل پیاوړتیا او وده ترلاسه کړي. آزادي انسان ته اجازه ورکوي چې خپلې وړتیاوې او استعدادونه وده ورکړي، خپلو موخو پسې لاړ شي او په ټولنه کې ګډون وکړي.
سوالونه
  • زموږ سره اړيکه
وړانديز شوې کټګورۍ
وړانديز شوي کتابونه
د سوالونو ټکی کام نښان
  • د اپلېکېشن ډاونلوډ
  • سوالونه
  • د موبایل اپلېکېشن به ډېر زر ستاسې چوپړ ته وړاندې شي.
د تخنيکي ملاتړ شمېره:
  • زموږ سره د ټولنيزو شبکو له لارې وصل شئ.
  • ©۲۰۲۴ — ټول حقوق د سوالونه پاڼې له ټیم لپاره خوندي دي.