د حکومت، طالب که د داعش اسلام اصل دی؟

د اسلام فرقې

د ډېرو په ذهن کې دا پوښتنه وي چې آخر دا اصل اسلام کوم دی. د محمد راهیسې د اسلام سلګونه ډولونه منځ ته راغلي او لا دوام لري. هرې ډلې ادعا کړې چې د دوی اسلام اصل دی او نور اصل ندي. په همدې اساس یې نور منافقین بللي. او منافقین بیا خپلې سزاوې لري چې تر غیر مسلمو یې بد ګڼي.

که د محمد له مړینې وروسته د محمد د جنازې په سر اختلاف او د قدرت تر لاسه کولو تلوسې ته وګورو نو د محمد د کورنۍ غړو ته؛ نه محمد او نه یې اسلام مهم و. که مهم وی دوی به خپلو کې د واک لپاره جګړې نه کولې. د عایشې او علي تر منځ په جګړه کې پینځه زره تنه ووژل شول.

که اسلامي لارښونو د انسانانو تر منځ اختلاف حل کولی شوی نو تر عایشې او علي خو بل څوک محمد ته نېږدې نه وو. د حمزه، علي، د محمد د لمسیانو، د محمد د تره د زوی او نورو صحابه وو تر منځ اختلافات او جګړې ددې ثبوت دی چې خپله اسلام د شخړو مور ده.

محمد د اړتیا سره سم آیات جوړول او د اړتیا سره سم یې نوي کول. د محمد د مړینې سره د آیاتو د جوړلو او نوي کولو پروسه تر یوې کچې ودرېده. د عثمان په حکومت کې د قرآن سلګونه ډولونه موجود وو. عثمان یو شمېر را ټول شوي قرآنونه سوځول او یو شمېر د یوه قرآن لپاره خوښول.

ددې کار مخالفینو ته وروسته دوی خوارج ووېل ځکه دوی نیوکه لرله چې عثمان په خپله خوښه قرآن جوړوي. محمد نور نه و چې یو قرآن خوښ کړي. د محمد د مړینې سره الله هم ختم شو. ځکه که الله د محمد مستعار نوم نه وی او په ریښتیا یې وجود لرلی لږ تر لږه د قرآن یوه اصله کاپي خو یې عثمان ته سپارله تر څو مسلمانان د لانجو نه بچ کړي.

تر څو پېړیو قرآن زور، زېر او پېښ نه لرل. په سلګونو ډولونو د تلاوتونو موجود وو چې هر تلاوت د قرآن د لغتونو معنا ته تغیر ورکولو. د حدیثو جوړولو او نوي کول هر چا کولی شوی. ځکه خو په لکونو حدیث جوړ شول او وروسته یې چاڼ ناممکن شو.

البته حکومتونو او افرادو د خپلې اړتیا پورته کولو لپاره دیني متونو ته ضرورت لرلو. دوی په قرآن کې له څو تکراري کیسو پرته نور څه نه موندل. دوی اړ وو چې حدیث جوړ او خپل کار پرې وچلوي.

تر دې ځایه څرګنده شوه چې د اصل او کم اصل اسلام موندل ناممکن کار دی. ځکه د اصل اسلام لپاره د محمد ژوندي کولو ته اړتیا ده. محمد که را ژوندی هم شي ټول ورسره اسلام نه مني. ممکن محمد جمهوري او منطقي سوچ ته ارزښت ورکړي پدې صورت کې دده خپل افسانه مننونکي محمد وژني.

که محمد د داعش اسلام تایید کړي بیا دا نور ورسره د داعش ماډل اسلام نه مني. مهمه دا چې محمد نور نشي کړی د خلکو مخکې د معجزو په نامه دروغ ووايي. نو دی خپله پیغمبري لا نشي ثابتولی. که د زور خبره شي اوس پرې غیر مسلم زورور دي. محمد به بندي کړي.

د محمد له مړينې وروسته اختلاف هم دده کورنۍ مسله وه. همدا زومان، مېرمن او خسران يې سره وران شول. په هر ترتيب دا چې د خدای دفتر نشته او که وی هم دوی دا مسله نشوی حل کولی. ځکه د قران د ننه هم يو ايت د بل خلاف دی. حديثونه يو د بل ضد دي.

هره کمپنۍ چې يو توليد جوړ کړي نو د مشکل په صورت کې د دوی د مرکزي يا فرعي دفتر سره اړيکه نيولی شې چې دوی ستا پوښتنه ځوابوي. که څه مشکل وي خپل توليد نوی کوي او زوړ مال ټولوي.
مونږ هم هيله لرو چې الله همداسې يو دفتر ولري هلته پکې ملايکه ناسته وي. دا چې داسې څه نشته اړ يوو منطق وکاروو.

[divider style=”dashed” top=”20″ bottom=”20″]

د اوسني دولت اسلام

[divider style=”dashed” top=”20″ bottom=”20″]

اوسنی دولت د مکې اسلام غواړي. هلته د محمد سره ټول اتيا تنه مسلمانان وو. ده جګړه نشوی کړی. ځکه خو دده دين د قتل دين نه و. اګرچې د نورو د خدايانو توهين يې کولو او د هغوی بتان يې ماتول. قريشو بيا هم دی ونه وژلو. ديارلس کاله ډېر وخت و چې دی يې وژلی وی.

دولت په دې اند دی چې د اسلام د عباداتو برخه دې هم وي او د دنيوي ژوند اجازه دې هم وي تر څو د نړيوالو مرسته جريان ولري او نړیوال اړیکه پرې نه کړي. که د لاس پرې کول، سنګسار، ښځې په کورو کې کېنول او ټولټاکنې نه کول; پلي کړي نړيوال نه مرسته کوي نه يې په رسميت پېژني. همدارنګه دا شپږ لکه نظامي او ملکي مامورين به معاش ونه لري. چې د هر مامور پينځه تنه کورنۍ وي نو دری ميليونه تنه افغانان په معاش ژوند کوي.

دوی چې د کور لپاره سودا اخلي د دوه ميليونو نورو افغانانو کار هم ورسره جوړ شو. دولت پروژې شرکتونو ته ورکوي په لکونو تنه هلته په کار بوخت دي. د دولت دا کار چې سل سلنه اسلام نه پلي کوي منطقي او انساني دی خو سوچه اسلامي ندی.

اسلام کې دا مهمه نده چې څومره کسانو ته دندې او کاروبار شته که نشته. اسلام کې دا مهمه ده چې ټول شريعت پلی شي. په همدې دليل يو وخت مجاهد د دولت خلاف جنګېده او اوس تالب او داعش د دولت خلاف جګړه کوي. که طالب او داعش له منطق کار واخلي او اسلام په نظر کې ونه نيسي نو د دولت پاليسي به تاييد کړي. لاکن پوره اسلام داعش او تالب اړباسي چې جګړه وکړي.

[divider style=”dashed” top=”20″ bottom=”20″]

د تالب اسلام

[divider style=”dashed” top=”20″ bottom=”20″]

دوی اسلام پوره پلی کړی و او غواړي پوره يې پلی کړي. لاکن د اسلام له څو نورو برخو مخ اړوي. لومړی دا چې اسلام کې سرحد نشته. تالب وايي چې يواځې افغانستان کې شريعت پلی کوي. کله چې دوی اسلام تر افغانستان پورې محدود ساتي دا خو دنېشن ستېتس یا د قوم په نامه هېواد جوړل شول.

هېوادونه يا نېشن ستېتس په قومونو جوړ دي، اسلام کې د قوم په اساس هېواد نشته. د اسلام په اساس به لوی خلافت جوړوې او يو خليفه به لري چې هغه به قريش وي. تالبان قريش ندي.

اسلام لومړی په مدينه کې د هجرت په سيمه کې پلی شو. تالب په پاکستان کې اسلام نه پلی کوي او د اسلام لپاره هلته جګړه نه کوي. دوی حتا د هيرا مندوي خلاف هم څه نه کوي. تالب د پاکستاني تالبانو سره مرسته نه کوله کومو چې هلته شريعت غوښت.

د حقاني افراد د پاکستاني پوځ او پاکستاني طالبانو تر مينځ ولوېدل. پاکستاني تالب ته يې لاره نه ورکوله چې پاکستاني پوځيان ووژني. تر دې چې پاکستاني پوځ عمليات پيل کړل حقاني شبکې په پټه د پوځ سره همکاري پيل کړه.

د تالب مشران په کراچۍ کې بنګلې اخلي او هلته تجارتونه کوي. خپلې لورانې او زامن پاکستاني کالجونو ته استوي خو افغانستان کې د نجونو ښوونځي تړي. لڼډه دا چې تالب هم په سوچه اسلام ندی برابر.

په همدې دليل داعش د دوی خلاف جګړه کوي. يو خو د تالب عقايد د دېوبند د هندي مولايانو او امام ابو حنيفه عقايد دي چې اکثره شرکي عقايد دي. په همدې دليل دوی هم سوچه مسلمانان نه راوځي.

[divider style=”dashed” top=”20″ bottom=”20″]

د داعش اسلام

[divider style=”dashed” top=”20″ bottom=”20″]

د دوی عقايد سوچه اسلامي عقايد دي. دوی خلافت غواوي. امير قريشي و. په اسلامي علم کې يې دکتورا اخيستې وه چې د تالبانو تر اميرانو يې پوهه ډېره وه. نوي امير به يې هم همداسې وي.

داعش د اسلامي ټول احکام لکه ښځې وينځې کول، لاس پرې کول، سنګسار، لواطت کونکی له لوړ تعمير کښته را اچول او نور پلي کړل. دوی بت پرستي (زيارت پرستي) که د پيغمبرانو قبرونه هم وو ړنګ کړل.

تالب خو اوس هم قندهار کې د محمد چپنې ته ژاړي. دا شرک دی. که د اعش خلافت راشي دا چپنه به دوړه کړي. داعش نېشن ستېس باور نه لري چې اسلام تر یوه ځانګړې هېواد محدود کړي.

البته داعش تر اوسه په پاکستان کې د پاکستاني پوځ خلاف جګړه نده پيل کړې. دا پوښتنې را پورته کوي چې د پاکستاني جنرالانو خلاف دوی ولې چوپ دي؟

خلافت خو په ټولو ولاياتو کې پکار دی. خلافت کې هر هېواد يو ولايت دی. که داعش هلته پاکستان کې عمليات نه کوي بيا دا شک پيدا کېږي چې داعش د پاکستاني پوځ تر لاس لاندې يوه ډله ده چې يو نيم تالب پرې وژني او هغه عمليات چې ډېر ملکي افغانان پکې ووژل شي د تالب په ځای يې دوی ته د مسوليت د منلو امر کوي.

د کابل په بګراميو کې د حقاني او داعش د ګډ مرکز شتون هم دا شک قوي کوي چې داعش د پنجابي پوځ تر امر لاندې دی. داعش بايد ثابته کړي چې داسې ندی.

پاکستاني پوځي مشران يا ملحدين دي يا د دین په وړاندې بې تفاوته دي. د دوی تر سيوري لاندې د تالب او داعش مذهبي سوچ او مبارزه خپله معنا له لاسه ورکوي.ځکه د ملحد تر امر لاندې جګړه پدې معنا ده چې دوی د خپلو سياسيو موخو لپاره دا مذهبي ډلې کاروي.

[divider style=”dashed” top=”20″ bottom=”20″]

یو منطقي تحلیل

[divider style=”dashed” top=”20″ bottom=”20″]

په مجردې چې څوک ووايي خدای فرمايلي…دوکه پيل شي. ځکه اديان ادعا کوي چې خدای ماده نده. چې ماده نه وي د مادې خواص او صفات هم نه شي لرلی. خبرې کول ژبې، خولې، ستونوي، د غږ تارونو، مغز، کلمو، خوراک، څښاک… ته اړتيا لري چې خبرې کول ممکن شي.

پرته له دې خبرې نا ممکنې دي. دا هر څه په مادي چاپېريال کې ممکن دي. خبرې کونکی هم بايد ماده اوسي. کله چې خدای ماده نه بولې بيا خدای ته منسوبې ټولې خبرې انساني دي. د انسان د خولې کلام دی؛ خو ددې لپاره چې ومنل شي خدای ته يې منسوب کړی.

هر چا چې دين جوړ کړی خدای ته يې د هغې سیمې د ژبې کلام منسوب کړی. قران، تورات، انجيل او ګيتا د انسانانو د خولو او مغزو راوتلي کلامونه دي. انساني غصه او کيسه پکې ځای په ځای شوې.

دیني مقدسو کتابونو کې غلطۍ دي. که خدای وي هغه غلط کېدلی نشي. پخوانيو انسانو سوچ کولو چې ځمکه د جهان مرکز دی. دوی ته ټول جهان ځمکه، سپوږمۍ او لمر ښکارېدل. دا نور ستوري يې واړه بلل. قران کې ېې ستوري شيطان پسې راکټونه بللي.

بل ځای يې د اسمان د دېکورېشن لپاره ډولي شيان بللي. قران کې راځي چې لومړی مو ځمکه جوړه کړه بيا اسمانونه او ستوري. دا روڼ ساينسي حقيقت دی چې کله ستوري وچوي د ستورو د چاودنې سره له هېليم او نورو عناصر جوړ او بيا هره خوا خپاره شي.

د خپرو شويو ورېځو د څو مېليارده کلونو په پايله کې سيارې لکه ځمکه او مريخ جوړ شي. که کوم خدای وی نو اول بايد ماده وی د جهان د ننه وی او معلومات يې دقيق وی نه د پخوانيو انسانانو اندونه.

د نارينه سپرم يا تخم خوټو کې جوړېږي خو قران کې ليکل شوي د انسان له ملا راوځي. قران د فکر مرکز زړه بولي پداسې حال کې چې مغز دی.د ښځې تخمه له تخمدان راوځي خو قران وايي له سينې راوځي.

که کوم خدای وي هغه بايد ماده وی چې وجود يې ممکن وی او خبرې يې ممکنې وی بيا به دده پوهه د انسان د اناتومي په هکله دقيقه وه. داسې په لسګونو نورې بېلګې هم شته چې دا ثابتوي چې د اديانو کتابونه د کتاب د ليکوال د وخت او دده نه مخکې زمانې د خلکو افکار دي. هېڅ پکې نوي څه نشته.

[divider style=”dashed” top=”20″ bottom=”20″]

پایله

[divider style=”dashed” top=”20″ bottom=”20″]

دينونه د انسانانو د ذهنونو زېږنده دي. دولت، داعش او طالب دری واړه په لږ او ډېر اسلام دوکه شوي. دوی هر يو بايد د خپل منطق په اساس سوچ وکړي. د نن عصر سره د انسانانو د مشکلاتو د حل په هکله پلان ولري.

د محمد،عيسی او موسی د زمانو په سوچونو د نن عصر مسايل چې د انسانانو شمېر ډېر شوی نه حل کېږي. جنت، دوزخ او بيا ژوند نشته. نو همدې ځمکه کې همدا يو ژوند ښه تېرول پکار دي.

پاکستاني جنرالان او کرنېلان د خپل حرص غلامانان دي. دوی د خپل قدرت او عشرت لپاره دين کاروي. خپله پرې باور نه لري.

دا چې د طبيعت په ټولو رازونو لا نه يوو پوه ددې مطلب دا ندی چې خپله ناپوهي په خدای جوړونه پټه کړو. خدای د انسان د ناپوهۍ او بې وسۍ زېږنده دی. خو نه يې انسان پوه کړ نه يې کوم مشکل ور حل کړ.

نړيوالو د داعش او تالب د وژلو لپاره په ميلياردو دالر ولګول. داعش او تالب هم په لکونو تنه خپل ملګري قرباني کړل. لاکن نه نړيوالو او نه اسلامي جنګي ډلو يو لوی کانفرانس جوړ کړ چې ايا خدای ممکن دی که ندی، ادرس يې شته کنه، انسان د خدای خلقت دی که خدای د انساني ذهن خلقت دی.

که دا خبره ټولو ته څرګنده شي د ادیانو خدایانو تش کرکټر دي نه بد ترورېزم په نامه قتل کېږي او نه به د خدای د خوښولو لپاره جهاد وي.

اکثره مذهبي تندلاري غريب ځوانان دي. دوی خورا جذباني دي. دوی د هوښیارانو د سياستونو او جګړو خاشاک دي. د دوی ضرر هم خپله نورو غريبو ته رسي.
.
دين هغه مافيايي سېستم دی چې زمونږ او تاسې والدين يې هم غړي دي. له زېږېدو وروسته مو دوی مو پکې داخلوي. وروسته مو ټولنه نور هم ور ټېل وهي. شخصي احساسات او د ژوند مشکلات مو نور هم پکې د ننه کړي. بيا چې که سوچه دين پلی کوې وژني دې او که دين خوشي کوې هم دې وژني!

مطالعه وکړئ. قران په ژباړه ولولی. سوچ پکې وکړئ. لږ ساينس ولولی چې حقيقت څه دی. هغه کتابونه چې په دين يې نقد کړی هغه ولولئ. په يوتيوب کې د هغه مولايانو او داعيانو خبرې واوری چې پخوا ديني عالمان وو.

دغه ويديو کې حامد عبدالصمد چې د يوه مصري امام زوی دی د قرآن حافظ دی او پراخه ديني مطالعه لري د اسلام یوه بل مبلغ سره بحث کړی چې او د اسلام دروغ یې پکې بربنډ کړي.

د اياز نظامي کتاب “قران کې مصنفين” ولولی. اياز نظامي اوس د کراچۍ يوه بندي خانه کې بندي دی. دی د کراچۍ له مشهورې مدرسې په ممتازه درجه فارغ او عربي کې يې ماستري لرله.

پاکستاني اتيسو پوځيانو دغه اتيست ديني عالم ځکه بندي کړی چې بيا خو پاکستانی ولس په دين نشي روږدی ساتلی. بيا ولس هوښيارېږي. بيا خو له ولس حق غوښتونکی جوړېږي. د جنت په خيالي کيسو دوی نشي دوکه کولی.

د دين دوکه داسې ده چې يو تن د يوه پير په دربار کې مريد شي نو مريد بايد د پير کرامت ومني. که پير پوه شو چې کوم مريد دد په دوکه پوه دی نور دا مريد بايد چوپ اوسي يا مړ شي.

اوس وخت کې داعش او تالب مريدان دي. ولس د پير زيارت ته راتلونکی ولس دی. مزې ټولې د پير دي. پير نه غواړي ولس پوه شي. پدې مريدان کې زه او ډېر نور په کيسه پوه شوي.

  • وروستۍ ليکنې
محمد او زینب
کن فیکون
د ښځو حقوق
شرک
مريدنامه
محمد او زینب
کن فیکون
د ښځو حقوق
شرک
مريدنامه
آزادي د انسان توانایي ده چې د خپل ژوند مسیر وټاکي. د انتخاب آزادي، د فکر آزادي، د بیان آزادي، د حرکت آزادي، د راټولېدو آزادي، د اعتراض آزادي، له شکنجې څخه آزادي، او له تبعیض څخه آزادي، دا ټول د آزادۍ مختلف اړخونه دي. آزادي د انساني ژوند لپاره ضروري شرط دی. انسان بې له آزادۍ نه شي کولی چې خپل پیاوړتیا او وده ترلاسه کړي. آزادي انسان ته اجازه ورکوي چې خپلې وړتیاوې او استعدادونه وده ورکړي، خپلو موخو پسې لاړ شي او په ټولنه کې ګډون وکړي.
سوالونه
  • زموږ سره اړيکه
وړانديز شوې کټګورۍ
وړانديز شوي کتابونه
د سوالونو ټکی کام نښان
  • د اپلېکېشن ډاونلوډ
  • سوالونه
  • د موبایل اپلېکېشن به ډېر زر ستاسې چوپړ ته وړاندې شي.
د تخنيکي ملاتړ شمېره:
  • زموږ سره د ټولنيزو شبکو له لارې وصل شئ.
  • ©۲۰۲۴ — ټول حقوق د سوالونه پاڼې له ټیم لپاره خوندي دي.