د خدای حق

دوزخ

کله چې ما پوهنتون وایه نو هر وخت به د اسلامی ثقافت استاذانو د خپلو خبرو په اوږدو کې ویل چی د حدودو له قصاص او تعزیر سره فرق دادی چی حدود د خدای حق دی او قصاص د بنده، همداراز حد ټاکل شوی دی او تعزیر ټاکلی حد نه لری.

په قصاص کې یو بنده کولای شي چې خپل حق بل بنده ته ور وبښي مګر د خدای په حق کې بیا دا کار نه کیږي ځکه دا د خدای حق دی او بښنه نه لري.

په تعزیر کې امام یا قاضي کولای شي کم او زیات تعزیر مجرم ته ورکړي مګر په حد کې دا شی امکان نه لري ځکه دا د خدای حق دی او هغه ټاکلی دی چې بنده یې د کمي او زیاتي اختیار نه لري.

ما ته په راکړل شوي یوه چپتر کې د فقهې د کتابونو ډیرې حوالې کتار وې، یوه یا دوې به یې دلته راوړم:

📖 الحد لغة هو المنع ومنه الحداد للبواب وفي الشريعة هو العقوبة المقدرة حقا لله تعالى حتى لا يسمى القصاص حدا لأنه حق العبد ولا التعزير لعدم التقدير.

الهداية في شرح بداية المبتدي (2/ 339)

د حد لغوي معنا منع ده او دروازه وان ته هم د منعا له وجې حداد وایي ځکه بندول کوي، په شریعت کې حد اندازه شوی عذاب دی چې د الله حق بلل کیږي په دې سبب قصاص حد نه دی ځکه حق د بنده دی او نه تعزیر حد دی ځکه اندازه شوی نه دی.

 📖 (الْحَدُّ) لُغَةً الْمَنْعُ. وَشَرْعًا (عُقُوبَةٌ مُقَدَّرَةٌ وَجَبَتْ حَقًّا لِلَّهِ تَعَالَى) زَجْرًا، فَلَا تَجُوزُ الشَّفَاعَةُ فِيهِ بَعْدَ الْوُصُولِ لِلْحَاكِمِ، وَلَيْسَ مُطَهِّرًا عِنْدَنَا بَلْ الْمُطَهِّرُ التَّوْبَةُ. وَأَجْمَعُوا أَنَّهَا لَا تُسْقِطُ الْحَدَّ فِي الدُّنْيَا (فَلَا تَعْزِيرَ) حَدٌّ لِعَدَمِ تَقْدِيرِهِ (وَلَا قِصَاصَ حَدٌّ) لِأَنَّهُ حَقُّ الْمَوْلَى.

الدر المختار وحاشية ابن عابدين (رد المحتار) (4/ 3)

حد لغتاً بندولو ته وایي، په شریعت کې د خدای واجب اندازه شوی عذاب دی، دغه د زجر لپاره دی، بیا حاکم ته تر ورتلو وروسته د حد شفاعت نه کیږی، زموږ د (حنفیانو) په مذهب کې حد د ګنا پاکونکی نه دی بلکې توبه له ګناهونو انسان پاکوي، فقهاء په اجماع وایي چې حد په دنیا کې نه ساقطیږی، تعزیر حد نه دی ځکه اندازه شوی کله دی او قصاص بیا د بنده حق دی په دې وجه حد نه دی بلل شوی.

ما ته به د درسونو په وخت را په زړه کېدل چې خدای خو تر بنده مهربانه دی نو ولې د بنده حق په کې سوله روا ده، معافي یې روا ده او دیت یې روا دی خو د خدای په حق کې بیا دا یو هم نه دی روا؟

اصلا باید زموږ د معلوماتو په نتیجه کې خبره کاش سرچپه وای! خدای زیات مهربانه دی، بنده تنګ نظری دی، باید د خدای په حدودو کې بښنه او سوله روا وای، د بنده حق د هغه رضا ته سپارل شوی وای مګر په شریعت کې لکه دغه کار چې د انساني عقل او منطق پر خلاف شوی وي.

تر دغه تعریف به یو بل حدیث هم استاذانو کله ذکر کولو:

📖 عَنْ عِكْرِمَةَ، أَنَّ عَلِيًّا رَضِيَ اللَّهُ عَنْهُ، حَرَّقَ قَوْمًا، فَبَلَغَ ابْنَ عَبَّاسٍ فَقَالَ: لَوْ كُنْتُ أَنَا لَمْ أُحَرِّقْهُمْ لِأَنَّ النَّبِيَّ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ قَالَ: «لاَ تُعَذِّبُوا بِعَذَابِ اللَّهِ»

📕 ژباړه: عکرمه ویل چې علی رض یو څه خلک په اور کې وسوځول، ابن عباس په دې کیسه خبر شو هغه بیا ورته وویل: که زه وای د سوځولو عذاب مې نه ور کاوه؛ ځکه نبي صلی الله علیه وسلم ویلي دي: د خدای عذاب تاسو مه و رکوئ.

صحيح البخاري (4/ 61)

په دغه حدیث کې هم هغه خبره شته ده چې خدای ولې یو داسې عذاب ور کوي چې هغه ډېر سخت هم وي نسبت د انسان عذاب ته، خو بیا یې هم خدای ور کوي او انسان یې بیا له دغه ډول دردناک عذاب ور کولو نه منع کړی دی، ولې هر بد او وحشی کار د خدای خاصیت شي حتا انسان ته د هغه بد کار اجازه نه وي ورکړل شوې او خدای بیا پخپله دغه بد کار کوي؟

دلته سړي ته پوښتنه پیدا شي چې ایا الله تر علي هم ظالم دی؟

علي خو د رحیم او کریم صفت هم نه لري. بیا دا څنګه کېدای شي چې تر ټولو سختې سزاوې الله ورکوي خو ورسره تر ټولو رحیم او کریم هم وي؟

داسې خو به نه وي چې الله د انساني ذهن کوم کرکټر وي او دوی د خلکو د بېرولو لپاره دومره ظالم معرفي کړی وي او اصل خدای بیخي دا نه وي!

  • وروستۍ ليکنې
محمد او زینب
کن فیکون
د ښځو حقوق
شرک
مريدنامه
محمد او زینب
کن فیکون
د ښځو حقوق
شرک
مريدنامه
آزادي د انسان توانایي ده چې د خپل ژوند مسیر وټاکي. د انتخاب آزادي، د فکر آزادي، د بیان آزادي، د حرکت آزادي، د راټولېدو آزادي، د اعتراض آزادي، له شکنجې څخه آزادي، او له تبعیض څخه آزادي، دا ټول د آزادۍ مختلف اړخونه دي. آزادي د انساني ژوند لپاره ضروري شرط دی. انسان بې له آزادۍ نه شي کولی چې خپل پیاوړتیا او وده ترلاسه کړي. آزادي انسان ته اجازه ورکوي چې خپلې وړتیاوې او استعدادونه وده ورکړي، خپلو موخو پسې لاړ شي او په ټولنه کې ګډون وکړي.
سوالونه
  • زموږ سره اړيکه
وړانديز شوې کټګورۍ
وړانديز شوي کتابونه
د سوالونو ټکی کام نښان
  • د اپلېکېشن ډاونلوډ
  • سوالونه
  • د موبایل اپلېکېشن به ډېر زر ستاسې چوپړ ته وړاندې شي.
د تخنيکي ملاتړ شمېره:
  • زموږ سره د ټولنيزو شبکو له لارې وصل شئ.
  • ©۲۰۲۴ — ټول حقوق د سوالونه پاڼې له ټیم لپاره خوندي دي.