د عربانو تاریخ هم دا ګواهي ور کوي چې دا کوچي او بدوي خلک ډېر متعصب، مغرور، احمق او د انسانانو ترمنځ توپير کوونکي وو. دوی له خپلو ځانو ماسیوا نورو ته عجم ویل چې د ګونګ یا نه اظهارونکي معنا ورکوي ان دوی حیوان ته هم عجماء وایي، د مختار الصحاح لیکوال لیکي:
📝 (الْعَجْمَاءُ) الْبَهِيمَةُ… وَإِنَّمَا سُمِّيَتْ عَجْمَاءَ لِأَنَّهَا لَا تَتَكَلَّمُ وَكُلُّ مَنْ لَا يَقْدِرُ عَلَى الْكَلَامِ أَصْلًا فَهُوَ (أَعْجَمُ) وَ (مُسْتَعْجِمٌ)
مختار الصحاح (ص: ۲۰۱)
📒 ژباړه: عجماء حیوان ته ویل کېږي… بهیمه (حیوان) ته ځکه عجماء ویل شوی دی چې خبرې نه شي کولای او هر څوک چې پر خبرو قدرت نه لري هغه اعجم او مستعجم دی.
عرب د اظهار او څرکندونکي معنا ورکوي چې دوی ځانونه عرب فصیح او د ژبې خاوندان بلل خو نور یې په مقابل کې ګونګ یا عجم بلل، د لغتو یو کتاب وایي:
📝 (أَعْرَبَ) بِحُجَّتِهِ أَفْصَحَ بِهَا وَلَمْ يَتَّقِ أَحَدًا. وَفِي الْحَدِيثِ: «الثَّيِّبُ تُعْرِبُ عَنْ نَفْسِهَا» أَيْ تُفْصِحُ.
مختار الصحاح (ص: ۲۰۴)
📒 ژباړه: یعنې خپل حجت یی په ښه ډول بیان کړ او له هېچا ونه ډار شو، حدیث کې راغلی: ثیبه به د خپل ځان په اړه اظهار یا بیان کوي.
د تعصب دا کچه یې دومره زیاته وه چې د نارینه او ښځو ترمنځ یې هم توپیر کړی دی، عربي کې د نارینه لپاره استعمال شوي نومونه د شرف، پياوړتیا او حفظ معنا ورکوي او د ښځې لپاره کار شوي نومونه د وروسته پاتیوالي، هیرونکې او د نارینه لپاره د منظر یا کتنځای په معنا راغلي دي.
عرب نارینه ته رجل، مرأ او ذکر کاروي او ښځې/ښځو ته امراه، نساء/نسوه او انثی/اناث الفاظ استعمالیږي.
📝 (النُّسْوَةُ) بِالْكَسْرِ وَالضَّمِّ وَ (النِّسَاءُ) وَ (النِّسْوَانُ) جَمْعُ امْرَأَةٍ مِنْ غَيْرِ لَفْظِهَا. وَتَصْغِيرُ نِسْوَةٍ (نُسَيَّةٌ) وَيُقَالُ: (نُسَيَّاتٌ). وَ (الْنِسْيَانُ) بِكَسْرِ النُّونِ وَسُكُونِ السِّينِ ضِدُّ الذِّكْرِ وَالْحِفْظِ
مختار الصحاح (ص: 310)
📒 ژباړه: نسوه په زېر او پېښ، نساء او نسوان د امرأة جمع ده خو نه له خپله لفظه، د نسوة تصغیر نسیه یا نسیات دی، اصلا د دې مادي (نسیان) د نون په زېر او د سین په وړغندي/ لوړغندي د یادونې او حفظ ضد دی، یعنې هیرې ته ویل کېږي.
قران وایی:
🔯 نَسُوا اللَّهَ فَنَسِيَهُمْ ﴿٦٧﴾
سورة التوبة
📕 ژباړه: دوی الله هېر کړ، الله هم دوی هېر کړل.
بل ځای وايي:
🔯 وَلَا تَنْسَوُا الْفَضْلَ بَيْنَكُمْ ﴿۲۳۷﴾
سورة البقرة
📕 ژباړه: تر خپل منځ مو فضل (بهتري) مه هیروئ.
نساء د تاخیر په معنا هم ده، په معجم عربي عربي کې وایي: النساء: التاخیر.
قران هم د نسیئ توری د تاخیر لپاره کارولی دی:
🔯 إِنَّمَا النَّسِيءُ زِيَادَةٌ فِي الْكُفْرِ يُضَلُّ بِهِ الَّذِينَ كَفَرُوا يُحِلُّونَهُ عَامًا وَيُحَرِّمُونَهُ عَامًا لِيُوَاطِئُوا عِدَّةَ مَا حَرَّمَ اللَّهُ فَيُحِلُّوا مَا حَرَّمَ اللَّهُ (۳۷)
سورة التوبة
📕ژباړه: د میاشتو تاخیر د کفر د زیاتوب سبب دی، هغه کسان په ګمراهان کیږي چې انکار کوي، یو کال یې حلال بولي او بل کار یې حرام، چې دوی هغه شمېر تر پښو لاندې کړی چې الله حرام کړي، بیا حلالې كړي هغه چې الله حرامې كړې دي.
دلته د نسیئ توری د تاخیر معنا ورکوي، دغه لفظ هم له هغې مادې جوړ دی چې نساء ورنه جوړ دی، فقهاء بیا نسیئه هغه ځنډني سود ته وايي چې ور کړه یې وروسته وي.
اناث/ انثی هم ښځو ته کاریږي، د دغه توري معنا کمزورې، ضعف او انفعال ده.
الکوثر په نوم یوه ویب پاڼه کې د (ان یدعون الا اناثا) ایت په تفسیر کې یو ځای لیکوال شیخ محمد صنقور وايي:
📝 وثمة تفسیر للایة المبارکة قریب من التفسیر المذکور نقله الشیخ الطوسي رحمه الله في التبیان عن الحسین بن علي المغربي، وحاصله ان المراد من الانوثة الذی وصفت به الایة آلهة المشرکین- هو الضعف، والعجر و عدم القدرة- فالاناث تعني الضعاف العاجزین والذین لا قدرة لهم، وهذا المعنی مستعمل ایضا في لغة العرب، فهم یصفون السیف غیر قاطع بقولهم: سیف انیث، ومیناثة ومیناث اي غیر قاطع، ویقال: انِث في امره: اذا لان وضعف، وهذا المعنی مستعمل في العرف العربي الی وقتنا الحاضر، فهم اذا ارادوا التعبیر عن ضعف احد او شيء قالوا هو انثی و مؤنث بل ان ذلک هو منشأ وصف المرأة بالانثی، فان شأنها غالبا هو الضعف في مقابل الرجل او ان منشأ ذلک هو لیونتها و تکسّرها وانفعالها وهو من مظاهر الضعف.
( التبیان في تفسیر القرآن: ۳/۳۳۱)
📒 ژباړه: د دې ایت یو بل تفسیر هم شته چې یاد شوي تفسیر ته نژدې دی شیخ طوسی په التبیان کې له حسین بن علی المغربي نقل کړی دی چې لنډیز یې دادی: انوثه هغه صفت چې ایت د مشرکانو خدایان په توصیف کړی؛ کمزوری، عجز او نه قدرت ته وایي. اناث معنا کمزوری، عاجزه او هغه چې وس او قدرت نه لری، دغه معنی یی په عربي ژبه کې استعمالیږي هم. عرب هغه توره ده چې پرېکول نه کوی په سیف انیث یا میناثة یا میناث توصیفوی چې پڅې تورې ته وایي، دوی وایی: انِثه في امره، معنی نرمي او کمزوري یی وکړه، دغه معنا یې تر اوس حاضره وخته په عربي عرف و کلتور کې شته. دوی چې د یو چای یا یوه شي له کمزوري یا ضعفه تعبیر غواړي وکړي وایي هغه انثی یا مونث (ښځه) دی؛ بلکې ښځې ته له دې وجې انثی وایي چې کمزورې ده، ځکه هغه په غالبو وختونو کې کمزورې ده د نارینه په مقابل کې یا هم د دی سرچینه د هغی نرمښت، ماتېدل او د نارینه نه متاثره کېدل دي چې دا ټولې د کمزورۍ او ضعف نښې دي.
له دې عبارت نه واضحه شوه چې انثی یا اناث کمزوري مخلوق ته وایي، هغه چې له بله متاثره کیږي، زیاتره وخت د انفعال په درجه کې وي، دوی له دې امله ښځې اناث بولي چې تر نارینه کمزورې او ورنه متاثره دي.
عرب ښځی ته امراه هم وایي، دا څه معنا لري؟
لغتپوهان يې داسې معنا کوي:
📝 (الْمَرْآةُ) بِفَتْحِ الْمِيمِ الْمَنْظَرُ الْحَسَنُ يُقَالُ: امْرَأَةٌ حَسَنَةُ الْمَرْآةِ.
مختار الصحاح (ص: ۱۱۵)
📒 ژباړه: مراه د میم په زور ښی منظری ته وایی، دوی ښکلی حسن المراة ویل چې معنی ظاهر یی ښکلی دی یا ښه منظره لری.
ځینو عربانو د مراه پر نوم ردونه هم کړي دې چې په دې کې د ښځو توهین دی، یعنې دوی د نارینه لپاره د ایینې حیثیت لري هغوی لکه د طبیعت له ښې منظرې چې خوند اخلي دلته هم لذت اخلي نو ښه د نارینه د مزاج سړولو له امله مراه بلله کیږي.
بل لور ته نارینه ټول د شرف او ښې معنا نومونه اخیستي دي.
رجل څه معنا لري؟
رِجل پښې ته وایي، پر پښو ډېر ژوی تګ کوي، خو له دې ټولو یوازې نارینه انسان ته رجل ویل کیږي؛ او دا چې وجه یې څه ده؟ یو لیکوال حسن مصطفوي وايي:
📝 یطلق الرجل علی الذکر من الاناسی، فانه من یستبدّ برایه ویقوم بمقدمه ویستند الی رجله ویمشی لتامین معاشه و معاش عائلته وهو قوي علی العمل والحرکة والسیر.
( التحقیق في کلمات القران الکریم: ۴/۷۴- ۷۸)
📒 ژباړه: رَجُل د انسانانو نارینه ته ویل کیږي، ځکه دی پر خپله رایه ټینګیږي، پر خپله پښه (معنا پر خپل ځان) تکیه کولای شي، پښې ته یې نسبت شوی دی؛ له دې امله چې دی تګ پرې کوي د خپل ځان او کورني ژوند تامین کوي، او دی پياوړی دی پر عمل، حرکت او تګ.
دلته موږ وینو چې رجل یو ډول د قوي او غښتلي معنا لری، ځکه دی عمل کوي، حرکت لري او سفرونه کولای شي نو دی په نسبت ښځو ته زیات د دې توان لري چې وګرزي په دې وجه نارینه رجل بولي چې دی قوی دی او له پښو نه زیات کار اخلي.
عرب له رجل نه رجلیة جوړ کړی دی چې د اخلاقو، غیرت او ښو صفاتو معنا ورکوي:
وهو ذو رجلة: ای ذو قوّة علی المشي. یعنې پر تګ پیاوړی دی. الرجولة والرجولیة: هي کمال الصفات الممیزه للرجل. رجوله او رجولیت د نارینه د غوره صفاتو لپاره کاریږ. نارینه ته مشابه ښځه المراة المترجلة بولی.
په الشمسی ویب پاڼه کې یوه مقاله لیکونکی لیکلی:
📝 یری الکثیرون ان کلمة« رجل» هی صفة للخلق الکریم وللمروءة والشهامة وللمعاملة الحسنه، انها صفة حمیدة واصبحت الناس تفرق بین الذکر والرجل بان الرجل هو الذي یفعل الصواب والصفات الحمیده وهو صاحب الخلق.
زیاتره کسان د رجل کلمه د ښو اخلاقو، سړیتوب، غیرت او ښې معاملې لپاره صفت بولي، دا غوره صفت دی، خلک د ذکر او رجل ترمنځ توپير کوي چې رجل هغه دی چې ښه کارونه کوي او نېک صفات ولري او د ښو اخلاقو خاوند وي.
مرء هم د نارینه لپاره کاریږي، دا لفظ هم له ځان سره غوره معناوې لري. عرب مروءة د میړانې، غیرت، نارینه توب او ښو اخلاقو لپاره کاروی.
وایی: این المروءة یا این المروّة. یعنې سړیتوب چیر دی، یا د نارینه غوره اخلاق چیر دی؟ معجم عربي عربي وايي: مرَأ الطعامُ: کان سائغا مقبولا، سهُل في الحلق، وحُمِدت عاقبتُه.
معنا خوراک خوندور او ډېر ښه وو، د لذت له وجې تر ستوني ښه تېریده او پایله یې هم ښه وه.
مرأ هم د دغه باب کلمه ده چې د ښه، خوندور، غوره، غیرتمن او… معناوې لري.
ذکر هم د نارینه لپاره کاریږي، قران هم د ذکر والانثی الفاظ څو واره کارولی دی، ذکر څه ته وايي:
📝 رجل ذكر: قويّ، شجاع، شهم، أبيّ.
📒 ژباړه: رجل ذکر د قوي، غیرتمن، شهامت لورنکي او منعه کوونکي معناګانې لري.
معجم اللغة العربية المعاصرة (۱/ ۸۱۵)
📝 الذَّكَر من الحديد: أجوده، وهو خلاف الأنيث. الذَّكَر من النُّحاس: الصّلب الذي لا يُطرق جيِّدًا.
معجم اللغة العربية المعاصرة (۱/ ۸۱۵)
📒 ژباړه: ذکر الحدید: ښه اوسپینه، د نرمي ضد ده، ذکر النحاس: هغه سخت سرپ دي چې سم نه ټکول کیږي.
د ذکر درې جمعې دي: ذکرة، ذکور او مذاکیر.
د ذکور معنا ده:
📝 صيغة مبالغة من ذكَرَ: كثير الحفظ في ذهنه، قويّ الذاكرة “شابٌّ ذَكور- إذا كُنت كذوبًا فكُن ذَكُورًا”.
📒 ژباړه: ذکور له ذکر د مبالغې صیغه ده: ذهنا ډېر یادونکي، د قوي حافظې خاوند ته ذهین ځوان وایي، متل دی: که دروغجن یې نو ذهین اوسه.
معجم اللغة العربية المعاصرة (۱/ ۸۱۶)
دلته بیا هم موږ ولیدل چې د ذکر معناوې غوره دي او عربانو نارینه ګانو خپلو ځانو ته د میرمنو په نسبت ښه د عزت او شرف نومونه غوره کړي دي. مېرمنو ته یې نه یوازې په عینې ژوند کې حقوق نه ور کول بلکې په رواني لحاظ یې هم خرابولې چې نومونه یی ورته خراب اېښودل او د اسلام راتګ هم ورباندې اغیز ونه کړ ځکه تر ننه همدا کیسه هلته روانه ده.