د ځوانانو په ښار کې ګرځېدل، چې پر ګونګه مدرسه ورپېښ شول. دې ښار ته یې ځکه د ځوانانو ښار وایه، چې مشرانو او سپینږیرو یې یو بل سره وژلي او خلاص کړي وو.
د مشرانو د خپلمنځي وژنو په کلونو کې د هغوی کوشني یتیمان پاتې شول، چې په تېرو څو کلونو کې اوس را زلمي شوي وو. دوی په دې نه پوهېدل، چې پلرونو یې ولې او د کوم ارزښت لپاره یو بل سره وژلي وو، خو د دومره پوښتنو په منځ کې حیران او سرګردانه مرید خپل ببرسری پير وپوښت، چې د ګونګې مدرسې په راز یې خبر کړي.
پیر چې وخندل، نو د مدرسې له دروازې سره د ونې له څانګو څو وچې پاڼې پر لاره راپریوتلې، مستانه ببرسري ځواب ورکړ:
دې ته ځکه ګونګه مدرسه وايي، چې د (ولي؟)، (څنګه؟) ، (چا؟) او (دڅه لپاره؟) پوښتنې په کې منع دي. هېڅ زده کړیال نه شي کړای د نړۍ، پېښو، تاریخ او پوهنو په اړه د (ولې؟) پوښتنه وکړي.
د (ولې؟) پوښتنه جرم او ګناه ده، چا چې وویل : ولې….؟ نو وژل کیږي.
مرید بیا وپوښتل، نو د ولې؟ په وړاندې ولې قدغن لګېدلی دی؟
پیر بیا کټ کټ وخندل او ځواب یې ورکړ؟
د دې ښار مشران دوه برخې شوي وو، یوې برخې به پوښتنې کولې، چې ولې خلک ناپوهه، خوار، وږي او ناخبره دي؟
دوهمې ډلې چې د خلکو له ویښتیا، پوهې او خبریدو وېرېدل او په دې کې یې خپل واک وځواک ته ګواښ احساساوه، له پوښتونکیو سره دوښمني پیل کړه او شخړه ونښته، جګړه د (ولې؟) پر سر پېښه شوه او یو نسل ټول تباه شو.
ځوان نسل، چې د (ولې؟) پرسر د جګړې د بلهاریانو یتیمان دي، له دې ډاره چې بیا ونه وژل شي، نور د (ولې؟) پوښتنه نه شي کړای.
زده کوونکي په ښوونځي کې لولي: (ډوډۍ، اوبه، هوا) خو که چا وپوښتل، چې ډوډۍ له کومه کیږي؟ اوبه ولې شته؟
او هوا څه ده؟
نو د دې پوښتنو لپاره خپل ژوند له ګواښ سره مخامخولای شي. د همدې لپاره په دې مدرسه کې یوازې ښوونکي خبرې کوي او زده کوونکي باید ګونګه روژه ونیسي، یوازې د ښوونکیو خولو ته وګوري اوبس.
مرید، چې له پوښتنو څخه ویریدلی و، بل ځل یې پوښتنه ونه کړه، چې ولې؟