آیا پېریان په ريښتیا هم شتون لري؟

پېریان

د شفیقې په نامه یوې نجلۍ په فېسبوک پوښتنه کړې چې پېریان شته او که هسې ګپ دی، که نشته نو دا کیسې یې له کومه کېږي چې په کلیو کې د ډېرو په خوله وي؟

آغلې شفیقې!

غوره به دا وي چې له طبي اړخه پیل وکړم. د انسان په مغزو کې یوه داسې برخه ده چې دنده یې احساسات دي. وېره، تېښته او حمله ددې برخې دندې دي. په ځای وېره د انسان سره مرسته کوي چې بې ځایه خطر ونه مني. په ځای غیرت بیا مرسته کوي چې خطر له منځه یوسو.

انسانان په لکونو کلونه کور نه لرلو او ځنګلو او غارونو کې مېشت و. دوی هره ورځ د ډول، ډول ځناورو سره مخ کېدل. که به چېرې یو لوی زمری په مخه ورغئ نو بیا ترې تېښته او ونه کې ختل غوره وو. دغه کار باید په لږ وخت کې سرته رسېدل وی. ځکه خو اړتیا وه چې زړه په بیړه وینه پمپ کړي او د وجود عضلات ډېره انرژي مصرف کړي تر څو د خطر له سیمې زر لرې شي.

دلته کرار سوچ کول او ورو تګ ددې سبب کېدو چې زمری وکړی شي دا انسان وخوري. که به کوم وړکی سپی و بیا انسان کولی شوی په لرګي یا تیږه هغه له منځه یوسي او یا یې تېښتې ته اړ کړي. پدې توګه انسان دې ته اړ دی چې په ځای وېره ولري او کنه هر خطر به یې منلو.

وېره او ډار

کله به چې چېرې بوټی ښورېده نو انسان فکر کولو چې هلته به مار وي. لاکن هر ځل به مار نه و خو باد به بوټی ښورولو. لاکن د انسان ذهن هر ځل فکر کولو چې ممکن مار به بوټی ښوروي.

په لومړیو کې انسان هغه څه چې طبیعت کې وو, ده ته نېږدې وو او لیدلي یې وو د خطر په توګه منل. وروسته طبیعت کې داسې څه هم و چې دوی ورته لاس رسی نه لرلو خو دوی یې وېرول.

د بېلګې په توګه برېښنا ډېر لوی غږ کوي او ډېره رڼا کوي. د برېښنا په ساینسي تشرېح دوی نه پوهېدل. دوی له برېښنا وېرېدل خو په هکله یې پوهه نه لرله. کراکر داسې سوچ کېدو چې خامخا دا به کوم لوی شی وي چې دومره غږ کوي.د منګولیان خلکو خو برېښنا خدای بلله. د شپې به انسان هر څه نه لیدل. خو د يو څه غږ به یې تر غوږ شو. پدې توګه د نه لیدونکو شیانو په هکله هم وېره پیدا شوه.

د نه لیدونکو شیانو په هکله کیسې ډېرې شوې. پدې کې ځینې انسانان داسې هم و چې ذهني تکلیف یې لرلو یا به سخت ناروغان شوي وو. دوی به د خپل ذهن د ننه داسې څه لیدل چې بېرون به نه و. دوی به چیغې وهلې چې هغه دي خوري مې؛ وژنې مې او یا مې وړي.

دا انسان به چې تر نورو مشر و نو خلکو ګمان کولو چې خامخا داسې څه وینې چې مونږ یې د لیدو وړتیا نه لرو یا خو دا چې مونږ ته ځان نه را ښکاره کوي. ناروغ کس خو دروغ نه ویل چې یو څه وینې ځکه دده ذهن کې لکه فلم داسې صحنه جوړېده.

پېریان

که چېرې د شپې په یواځې توګه د وېرې فلم ووینې او له کتلو وروسته بهر ووځې نو د فلم ځینې تصویرونه به ستا ذهن کې داسې راځي لکه بهر چې فزیکي وجود ولري. انسانانو ته له ماشومتوب د وېرې کیسې د لویانو لخوا کېدلې نو چې لږ به لوی شو دا ټولې کیسې به دده ذهن کې ثبت وې.

کله به چې د شپې یواځې شو نو هغه کیسې به دده په یاد شوې. دده د مغز د ننه د وېرې مرکز به یې تحریک کړ. په مڼډه به یې پيل وکړ او وروسته به یې دا کیسې نورو ته کولې، پدې توګه ده به وروسته فکر کولو چې ده په ریښتیا یو څه د شپې لیدلي. نورو به چې دده کیسه واورېده نو منله به یې . پدې بڼه په هر کلتور او سیمه کې د وېرې ځینې کرکټر را منځ ته شول.

دېو، بلا، پېری او داسې نور د مختلفو کلتورو د وېرې کرکټر وو. دېو او بلا تور وو. ځکه دغه سیمو کې د شپې د غره، ونې، حیوان او انسان سیوری تور و. نو ددغه کلتورونو د وېرې کرکټرو هم تور رنګ لرلو.

https://fa.wikipedia.org/wiki/دیو

د منځني ختیځ خلک سپین کالي اغوندي. د ورځې د تودوخې له کبله به یې د شپي سفرونه کول. نو دوی به د لرې واټن وړوکي او سپین ښکارېدل. چې څومره به د لیدونکي خواته نېږدې کېدل دوی به لوی ښکارېدل. د پیري هم دا دری صفته دي.

وړوکی وي، لوی شي او سپین کالي اغوندي. چا به د لونګی والا، دریشی والا او پمپر والا پیري نه وي اورېدلي.

عرب او اوښ

نو بیا هغه خلک چې پېریان يې ونیسي ولې په نورو ژبو خبرې کوي؟

دا کسان اکثره هغه دي چې د میرګي ناروغي لري. د ددې ناروغۍ د حملې په وخت کې د انسان مغز کې ټولې برخې په یو ځل فعالیت پیل کړي. له مغزو ټول بدن ته په یو وخت کې سګنلونه ورځي. ټولو عضلاتو ته په یوه وخت سګنلونه ورځي ځکه دی د حملې وخت کې ډېر زور لري، مېتیازې کوي، د مثانې عضلات یې ټینګ شي، ژبه یې د غاښو تر منځ شي، د مغز د ننه د خبرو مرکز هم په یو ځل تحریک شي، ده چې کومې خبرې د رادیو له لارې اورېدلې له خلکو اورېدلې یا لوستې دده له ذهن راوځي.

تاسې به داسې کس نه وي لیدلی چې پېریانو نیولی او هغه په هسپانوي ژبه خبرې وکړي. خو یا به اردو وايي یا فارسي او پښتو. ناروغ هغه ژبه هم پوره نشي ویلی. که تاسې له ناروغ پوښتنه وکړی چې د نهو ضرب زباني ووایه دی ددې وړتیا نه لري. فارسي او پښتو يې د ناروغۍ د حملې تر مخ زده وه يا يې دويمه ژبه په راديو کې اورېدلې وه.

مونږ ته د پیري کرکټر له کومه ځایه راغلی؟

د پیري کرکټر په هند او منځني ختیځ کې شته. په انترنېت کې ځینې داسې ویدیو ګانې شته چې د کامرې او کامپیوتر په مرسته داسې جوړې شوې چې یو څوک يو کار کوي خو تر شا یې علت نه لیدل کېږي. دا چې پېری قرآن کې یاد شوی نو ځینې دینکاران هڅه کوي چې کرکټر یې حقیقت ښکاره کړي.

ځینې داسې کسان هم شته چې د شېزوفرنیا ناروغي لري. دوی د حقیقت او خیال تر منځ نور توپیر نه شی کولی. دی یو خیالي ذهني ملګری لري. دا کېدی شي یو خیالي کرکټر دده ملګری وي. چې بلا، دېو یا پیری کېدی شي.

یوه ساینس پوه یو میلیون ډالره جایزه ايښې وه. که هر چا پېری، بلا، دېو او ارواح غوندې خیالي کرکټر ورته ثابت کړل دی به یو میلیون دالر ورکړي. تر اوسه هېچا هم دا جایزه نده وړې.

  • وروستۍ ليکنې