د قرآن تکراري اياتونه

د قرآن تکراري آیاتونه

د قرآن ځينې پيغامونه په سلهاوو ځله تکراري شوي دي او د قرآن چې هره صفحه لولئ نو تاسو به له ټولو او يا ځينې تکراري موضوعاتو سره مخامخ کيږى.

د قرآن تکراري آیاتونه

هر څه نه زيات به له دغو کلماتو سره بار بار مخ کيږى. د قيامت د ورځې نه ډارول او د الله پر وحدانیت تاکید. او د بت پرستۍ پر ضد مبارزه خو د هر څه نه زیاته تکراري راغلي ده.

تقريبا غير ممکنه ده چې په قرآن کې داسې صفحې په نظر درشي چې دغو دوې موضوع ته پکې اشاره نه وي شوي. په قرآن کې ډېرې کمې داسې کلمې به وي چې هغه يوځل راغلي وي. که تاسو چرته د قرآن يواځې سوره بقره ولولئ نو نور به په قرآن کې تاسو ته داسې خاص نوي څه په نظر در نشي.

يوازي د موسى نوم په قرآن کې ١٣٦ ځله ليکل شوى او ٣٤ديرش اوږده او لنډ د موسى داستانونه په قرآن کې ليکل شوي.

🔯 لَهُمْ جَنّٰتٌ تَجْرِى مِن تَحْتِهَا الْأَنْهٰرُ

📕 ژباړه: د هغو لپاره داسي باغونه دي چي تر هغو لاندي د شرابو ويالې بهيږي.

د پورتنى آيات په قرآن کې تقريباً څلويښت ځله تکراري ليکل شوی

🔯 وَلَقَدْ خَلَقْنَا السَّمٰوٰتِ وَالْأَرْضَ وَمَا بَيْنَهُمَا فِى سِتَّةِ أَيَّامٍ وَمَا مَسَّنَا مِن لُّغُوبٍ

📕 ژباړه: موږ اسمانونه او ځمکه او د هغو په منځ کښي ټول شيان په شپږو ورځو کښې پيدا کړل او موږ ته څه ستړيا ونه رسېدله.

دويم آيات اووه ځله تکراري ليکل شوئ.

🔯 وَيَعْبُدُونَ مِن دُونِ اللَّهِ مَا لَا يَنفَعُهُمْ وَلَا يَضُرُّهُمْ ۗ

📕 ژباړه: له الله پرته خلك د هغو شيانو بندګي كوي چي نه دوى ته ګټه رسولای شي، نه زيان.

د دريم آيات قرآن کې لس ځله تکراري ليکل شوئ.

🔯 ومن اظلم ممن افتري على الله الکذب.

📕 ژباړه: څوک به له دې زيات ظالم وى چې خداى ته د دروغجن نسبت کوي.

همدغه پورتنى آيات قرآن کې له او ياوو هم زيات ليکل شوى.

کچېرې د قرآنکریم څخه تکراري کلمات وويستل شي نو باور وکړئ چې ټول قرآن به د يوې سپارې نه زيات نه وي.

  • وروستۍ ليکنې
اسلام او برابري
پخوانی قرآن
د قرآن تکراري آیاتونه
اسلام او ساینس
رامسس دویم
اسلام او برابري
پخوانی قرآن
د قرآن تکراري آیاتونه
اسلام او ساینس
رامسس دویم
آزادي د انسان توانایي ده چې د خپل ژوند مسیر وټاکي. د انتخاب آزادي، د فکر آزادي، د بیان آزادي، د حرکت آزادي، د راټولېدو آزادي، د اعتراض آزادي، له شکنجې څخه آزادي، او له تبعیض څخه آزادي، دا ټول د آزادۍ مختلف اړخونه دي. آزادي د انساني ژوند لپاره ضروري شرط دی. انسان بې له آزادۍ نه شي کولی چې خپل پیاوړتیا او وده ترلاسه کړي. آزادي انسان ته اجازه ورکوي چې خپلې وړتیاوې او استعدادونه وده ورکړي، خپلو موخو پسې لاړ شي او په ټولنه کې ګډون وکړي.
سوالونه
  • زموږ سره اړيکه
وړانديز شوې کټګورۍ
وړانديز شوي کتابونه
د سوالونو ټکی کام نښان
  • د اپلېکېشن ډاونلوډ
  • سوالونه
  • د موبایل اپلېکېشن به ډېر زر ستاسې چوپړ ته وړاندې شي.
د تخنيکي ملاتړ شمېره:
  • زموږ سره د ټولنيزو شبکو له لارې وصل شئ.
  • ©۲۰۲۴ — ټول حقوق د سوالونه پاڼې له ټیم لپاره خوندي دي.