د قرآن په ګڼ شمېر ایاتونو کې هغو کسانو ته کوم چې عربي دين او افسانې نه مني د سپي، خره، نجس، حرامي، خنزير، څاروي، کمعقل او ګڼ شمېر نور بېهوده القاب کارول شوي، آیا هغه کتاب چې انسانانو ته پکښې دا ډول ناوړه او بېهوده الفاظ کارول شوي وي یو الهي کتاب کېدای شي؟
🔯 وَإِذَا قِيلَ لَهُمْ آمِنُوا كَمَا آمَنَ النَّاسُ قَالُوا أَنُؤْمِنُ كَمَا آمَنَ السُّفَهَاءُ ۗ أَلَا إِنَّهُمْ هُمُ السُّفَهَاءُ وَلَـٰكِن لَّا يَعْلَمُونَ ﴿١٣﴾
سورة البقرة
📕 ژباړه: او كله چې دوى ته وویل شي: تاسو ایمان راوړئ، لكه څنګه چې خلقو (صحابه وو) ایمان راوړى دى، نو دوى وايي: ایا مونږ ایمان راوړو، لكه څنګه چې بې وقوفو (كم عقلو) ایمان راوړى دى؟ خبردار! یقینًا همدوى بې وقوفه دي، او لېكن دوى نه پوهېږي.
په پاسني آیت کې هغو ټول کسانو ته د بې وقوفو یا کم عقلو لفظ کارول شوی کوم چې په عربي افسانو او کيسو ايمان او یقين نه لري.
[divider style=”dashed” top=”20″ bottom=”20″]
🔯 وَإِذَا قِيلَ لَهُمْ آمِنُوا كَمَا آمَنَ النَّاسُ قَالُوا أَنُؤْمِنُ كَمَا آمَنَ السُّفَهَاءُ ۗ أَلَا إِنَّهُمْ هُمُ السُّفَهَاءُ وَلَـٰكِن لَّا يَعْلَمُونَ ﴿١٣﴾
📕 ژباړه: او یقینًا یقینًا هغه خلق تاسو ته معلوم دي، چې له تاسو ځنې يې د خالي د ورځې په هكله زیاتى كړى و، نو مونږ هغوى ته وویل: تاسو ذلیله بیزوګان (شادوګان) شئ.سورة البقرة
د قرآن په دغه ايت کې انسانانو ته د ذليله بيزوګانو لفظ کارول شوی چې دا پخپله د دې څرګندونه کوي چې دا یو د انسان په لاس جوړ شوی کتاب دی.
[divider style=”dashed” top=”20″ bottom=”20″]
🔯 وَمَثَلُ الَّذِينَ كَفَرُوا كَمَثَلِ الَّذِي يَنْعِقُ بِمَا لَا يَسْمَعُ إِلَّا دُعَاءً وَنِدَاءً ۚ صُمٌّ بُكْمٌ عُمْيٌ فَهُمْ لَا يَعْقِلُونَ ﴿١٧١﴾
📕 ژباړه: د هغو كسانو مثال چې كفر يې كړى دى؛ د هغه كس په شان دى چې هغه (څارويو) ته نارې وهي چې نه اوري مګر يواځې تشه بلنه او غږ، (دوى) كاڼه دي، ګونګیان دي، ړانده دي، نو دوى هېڅ نه پوهیږي.سورة البقرة
د قرآن په دغه آیت کې هغه کسان چې عربي افسانې نه مني یو ځل بیا له ځارویو سره تشبې شوي او هغوی ته د ړندو، کڼو او ګوګیانو الفاظ کارول شوي.
[divider style=”dashed” top=”20″ bottom=”20″]
🔯 يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا إِنَّمَا الْمُشْرِكُونَ نَجَسٌ فَلَا يَقْرَبُوا الْمَسْجِدَ الْحَرَامَ بَعْدَ عَامِهِمْ هَـٰذَا ۚ وَإِنْ خِفْتُمْ عَيْلَةً فَسَوْفَ يُغْنِيكُمُ اللَّـهُ مِن فَضْلِهِ إِن شَاءَ ۚ إِنَّ اللَّـهَ عَلِيمٌ حَكِيمٌ ﴿٢٨﴾
📕 ژباړه: اى هغو كسانو چې ایمان يې راوړى دى! په رښتیا هم دا خبره ده چې مشركان نجس دي، نو مسجد حرام ته دې له خپل دې كال نه وروسته نه نژدې كېږي او كه تاسو له كومې غریبۍ نه وېرېږئ، نو ژر به الله تاسو له خپله فضله غنیان كړي، كه هغه وغواړي، بېشكه الله ښه پوه، ښه حكمت والا دى.
سورة التوبة
د قران په دغه آیت کې مشرکان (غیر مسلمانانو) ته د نجس ټکی کارول شوی.
[divider style=”dashed” top=”20″ bottom=”20″]
🔯 قُلْ هَلْ أُنَبِّئُكُم بِشَرٍّ مِّن ذَٰلِكَ مَثُوبَةً عِندَ اللَّـهِ ۚ مَن لَّعَنَهُ اللَّـهُ وَغَضِبَ عَلَيْهِ وَجَعَلَ مِنْهُمُ الْقِرَدَةَ وَالْخَنَازِيرَ وَعَبَدَ الطَّاغُوتَ ۚ أُولَـٰئِكَ شَرٌّ مَّكَانًا وَأَضَلُّ عَن سَوَاءِ السَّبِيلِ ﴿٦٠﴾
📕 ژباړه: ته ووایه! ایا زه تاسو ته د الله په نیز د جزا په لحاظ سره له دوى نه د بدترو خلقو خبر در نه كړم؟ (دا) هغه څوك دي چې الله په دوى لعنت كړى دى او په دوى يې غضب كړى دى او له دوى نه يې بیزوګان او خنزیران جوړ كړي دي او دوى (هغه څوك دي چې يې) د طاغوت عبادت كړى دى، دغه كسان د ځاى په لحاظ سره ډېر بدتره دي او له حقې لارې نه ډېر ګمراه دي.
سورة المائدة
[divider style=”dashed” top=”20″ bottom=”20″]
🔯 وَلَوْ شِئْنَا لَرَفَعْنَاهُ بِهَا وَلَـٰكِنَّهُ أَخْلَدَ إِلَى الْأَرْضِ وَاتَّبَعَ هَوَاهُ ۚ فَمَثَلُهُ كَمَثَلِ الْكَلْبِ إِن تَحْمِلْ عَلَيْهِ يَلْهَثْ أَوْ تَتْرُكْهُ يَلْهَث ۚ ذَّٰلِكَ مَثَلُ الْقَوْمِ الَّذِينَ كَذَّبُوا بِآيَاتِنَا ۚ فَاقْصُصِ الْقَصَصَ لَعَلَّهُمْ يَتَفَكَّرُونَ ﴿١٧٦﴾
📕 ژباړه: او كه چېرې مونږ غوښتلى (، نو) خامخا به مو هغه په دغو (ایتونو) سره پورته كړى و او لېكن هغه ځمكې ته پوخ مايله شو (هغه ځمكې ته مینه وكړه) او د خپل خواهش پیروي يې شروع كړه، نو د هغه مثال د سپي په شان دى، كه ته په هغه حمله وكړې، (نو هغه) ژبه راوباسي او تیګاه وهي او كه ته يې پرېږدې (بیا هم) ژبه راوباسي او تیګاه وهي، دا د هغو خلقو مثال دى چې زمونږ د ایتونو تكذیب يې كړى دى، نو ته (دا) قصې بیان كړه، د دې لپاره چې دوى ښه فكر وكړي.
سورة الأعراف
[divider style=”dashed” top=”20″ bottom=”20″]
🔯 وَلَقَدْ ذَرَأْنَا لِجَهَنَّمَ كَثِيرًا مِّنَ الْجِنِّ وَالْإِنسِ ۖ لَهُمْ قُلُوبٌ لَّا يَفْقَهُونَ بِهَا وَلَهُمْ أَعْيُنٌ لَّا يُبْصِرُونَ بِهَا وَلَهُمْ آذَانٌ لَّا يَسْمَعُونَ بِهَا ۚ أُولَـٰئِكَ كَالْأَنْعَامِ بَلْ هُمْ أَضَلُّ ۚ أُولَـٰئِكَ هُمُ الْغَافِلُونَ ﴿١٧٩﴾
📕 ژباړه: او یقینًا یقینًا مونږ د جهنم لپاره ډېر زیات داسې پېریان او انسانان پیدا كړي دي چې د هغوى زړونه شته (خو) په هغو سره هغوى نه پوهېږي او د هغوى سترګې شته (خو) لیدل پرې نه كوي او د هغوى غوږونه شته (خو) اورېدل پرې نه كوي، دغه خلق د څارویو په شان دي، بلكې دوى زیات ګمراه دي، همدغه خلق غافله دي.
سورة الأعراف
[divider style=”dashed” top=”20″ bottom=”20″]
🔯 وَلَا تَكُونُوا كَالَّذِينَ قَالُوا سَمِعْنَا وَهُمْ لَا يَسْمَعُونَ ﴿٢١﴾ إِنَّ شَرَّ الدَّوَابِّ عِندَ اللَّـهِ الصُّمُّ الْبُكْمُ الَّذِينَ لَا يَعْقِلُونَ ﴿٢٢﴾
📕 ژباړه: او تاسو د هغو خلقو په شان مه كېږئ چې ویل يې: مونږ واورېدل، حال دا چې دوى به نه اورېدل (فايده من اورېدل) ﴿٢١﴾ بېشكه د الله په نیز په حیواناتو كې تر ټولو بدتر كاڼه خلق دي، ګونګیان دي، هغه چې له عقل نه كار نه اخلي.
سورة الأنفال
No results available
No results available