د فرعون يا دوهم رامسس اصله کيسه

رامسس دویم

ښه وخت درنو ملګرو، هيله لرم چې ټول به جوړ او روغ ياست. نن يو ځل بيا د يوې ډېرې زړه وړونکي او معلوماتي ليکنې سره راغلې يم. د نن ليکنه د (Ramesses ii) يا د مسلمانانو په پوهه د فرعون په اړه ده.

رامسس دوهم

رامسيس دوهم (فرعون، د مسلمانانو په پوهه) د مصر په تاريخ کې تر ټولو واکمن پاچا تېر شوې دی. نوموړي شاوخوا ۶۷ کاله له ۱۲۱۲ څخه تر ۱۲۷۹ (مخکې له عيسا) پاچاهي وکړه او د ۹۱ کالو په عمر د د هډوکو د شديدې ناروغۍ چي (Arthritis) ورته ویل کيږي ومړ.

نوموړي نورې ډېرې ناروغۍ هم لرلې، ښايي اوس به تاسي واياست چي دا دروغ دي، دا ليکنه زه نه لولم ځکه چې فرعون خو په اوبو کښې له غرقېدو له امله مړ شو، صبر وکړئ، ليکنه پوره ولولئ وروسته بیا قضاوت وکړئ.

مسلمانان وايي چې رامسيس دوهم (فرعون) د الله د قهر او عذاب له امله تر اوسه پورې روغ پاته ده او جسد يې نه خرابيږي، لکه په لاندي ايت کښې:

🔯 فَالْيَوْمَ نُنَجِّيكَ بِبَدَنِكَ لِتَكُونَ لِمَنْ خَلْفَكَ آيَةً ۚ وَإِنَّ كَثِيرًا مِّنَ النَّاسِ عَنْ آيَاتِنَا لَغَافِلُونَ ﴿٩٢﴾

📕 ژباړه:پس نن ورځ به مونږ ستا بدن په لوړ ځاى واچوو، د دې لپاره چې ته د هغه چا لپاره چې له تا نه وروسته دي، نښه جوړ شې او بېشكه په خلقو كې ډېر زمونږ له ایتونو څخه یقینًا غافلان دي.

سورة يونس

که څه هم دلته فرعون ته په ښکاره ډول اشاره نه ده شوې یعنې په نامه باندې نه دی یاد شوی، خو بيا هم مسلمانان په دې باوري دي چې دا خبره فرعون ته اشاره کوي، ځکه چې هغه یوازې او یوازې فرعون دی په نړۍ کښې چې جسد يې سم پاتې شوی دی.

زه وايم نه، يوازې زه نه، بلکې ټول ساينس پوهان په دې باور دي، خو دلته دا پوښتنه ذهن ته راځي چي څنګه يې جسد روغ پاتې دی؟

ددې ځواب هم لرم، د مصر د خلکو دا رواج او ديني باور وو چې پاچا مړ شي، نو څه موده وروسته يې روح بيرته راځي او په جسد پسې ګرځي، چي جسد يې روغ وي نو روح يې جسد ژر پيدا کولای شي. نو د مصر خلکو د فرعون جسد موميای کړ، ښايي اوس به ځينې خلک فکر کوي چي موميایي څه معنا؟ اوس يې تشريح کوم.

موميای کول هغه پروسه ده چې پر جسد باندې عملي کيږي تر څو جسد خراب نشي، او پروسه يې په لاندې ډول ده:

  • (۱) – جسد به يې پاک ومينځلو او وچ به يې کړ: ددې کار لپاره به مشخص ځايونه او خلک وه، ددې پروسې په جريان کې په مصري دين پوهان حاضر وو او درودونه او دعاوې به يې ويلې.

  • (۲)ماغزه (دماغ) به يې له جسد څخه را وايستل: مصريان هغه وخت د مغزو یا دماغ په وظيفه نه پوهېدل، او پدې باور وو چې دماغ يو بيکاره شی دی. د ماغزو را ايستلو لپاره به یې يو اوږد نری سيخ له اوسپنې جوړ کړ او د هغه سر به يې د چنګک په ډول کوږ کړ او د سږمو له لارې به يې دماغ ته ور داخل کړ، او هلته به يې پورته او کښته، راسته، او چپه طرف ته حرکت ورکاوه، تر هغه وخته چې ماغزه به یې په پوره ډول مايع شول. وروسته به يې سر لږ را پورته کړ او ټول مايع شوي ماغزه به يې د سږمو له لارې راووتل.

  • (۳) – د بدني غړو راکښل: له دې وروسته به يې د بدن غړي لکه، ينه، سږی، معده او کولمې را ويستلې. د خېټي چپ طرف به يې په چاقو يا بل کوم تيز شي باندې پرې کړ، او مشخصو خلکو به لاسونه ور داخل کړل او د بدن غړي به يې ورڅخه را وايستل. دا څلور د بدن غړي به يې هم په څلور مختلفو مرطبانو کښې واچول او دعاوې به يې پرې ویلې، او پټ به يې ساتل. وروسته به يې دننه بدن په اوبو، مالګه او د خرما په غوړيو ومينځلو او دننه به يې سپين ټوکر ځاي پر ځاي کړ تر څو ډک معلوم شي.

  • (۴) – د جسد وچول: لدې وروسته به يې جسد د لرګي په تخته کېښود او تېزه مالګه به يې ورباندې ووهله تر څو له جسد څخه بوی، او نمي له منځه یوسي او جسد خراب نشي، بيا به يې جسد د څلويښتو ورځو لپاره د وچېدو لپاره ايښودلو تر څو ټول نم يې له منځه لاړه شي.

  • ۵- د جسد پوښول: وروسته به يې جسد په مختلفو غوړيو غوړ کړ او د بدن هر اندام به يې بېل بېل وپوښولو. پوښول يې تر ټولو سخت کار وو، په دې عمليې کښې ډېر دقت او غور پکار وو. پوښول يې په سپين لينن ټوکر کېده، پدې عمليې کښې تر ۱۵۰ متره ډېر ټوکر کارېدو تر څو جسد ښه محکمه وپوښتل شي. د پوښ وروسته به يې د مميا په نوم مواد سربيره پر جسد وهل چي هغه سريښناکه خاصيت لرلو.

دا يې د د موميای کیدلو عمليه وه چي پخواني مصريانو کارول.

فرعون په ۹۱ کلنۍ کې د ور پېښې ناروغۍ له امله مړ شو چې د هغه وروسته د پاچاهانو په درې کښې کيښودل شو. له هغه وروسته په مصر کښې چور او غلا ډېره شوه د ده جسد يې شاهي ذخيرې ته انتقال کړ تر څو هلته محفوظه پاتې شي.

په ۱۸۸۱ ميلادي کال کښې د ده جسد د لرغونپوهانو لخوا وموندل شو. په ۱۹۷۴ کال کښې چې کله لرغونپوهانو د ده د جسد څخه ليدنه کوله نو ویې ليدل چې د ده جسد په چټکتیا سره خرابېدو چې وروسته په ۱۹۷۵ ميلادي کال کښې يې د فرانسې پاريس ښار ته د څېړنو او روغولو لپاره دده جسد انتقال کړ چي اوس د مصر په قاهره موزيم کي پروت دی.

فرعون ۱.۷۵  متره جګ وو، سور رنګه ويښتان يې لرل او تر ۱۰۰ زيات اولادونه يې لرل.

نوموړي ډېر ښه ژوند تېر کړ او په مصر کې يې ډېر پرمختګ رامنځته کړ او مصريان يې ډېر درناوی لري.

نو زما مسلمانانو وروڼو، تاسي فکر کوئ ښه، دا کيسه داسي ده، نو په قرآن کښې دا کيسه څنګه او له کومه شوه؟

د قرآن کيسه د بايبل کتاب یا انجيل کتاب څخه را نقل شوې ده او هيڅ حقيقت نلري.

ليکنه له نوري ملګرو سره شريکه کړئ تر څو هغه هم په حقيقت پوه شي.

  • وروستۍ ليکنې