د کعبې انځورونو کې به مو لیدلي وي چې ښځینه تناسلې غړي ته ورته یو د نېکلو غوندې شي کې خلک ور ګوري او هلته یو څو کاڼي ښکاري. دوی دغه د جنت کاڼي بولي. په هکله یې ډېر حدیثونه او کیسې شته.
یو وخت کې چې ماته داسلام په هکله شکونه پیدا شوي وو نو دا موضوع مې وڅېړله. د ځمکې شاوخوا د ګاذاتو یو پوښ دی چې اتومسفیر یې بولي. د ځمکې د پوښ بهر بیا خلا ده. خلا کې هم په ډېره کمه اندازه یو ډول د هایدروجن شته خو بیخې لږ دی. په جهان کې په دومداره توګه ستوري او سیارې جوړېږي او له منځه ځي. پدې پروسه کې د ټوټو شوو ستورو نه سیارې جوړې شي خو یوه برخه یې په فضا کې همداسې د وړو ټوټو په بڼه دیخوا او اخوا په حرکت کې وي. لکه د راکټ ټوټې چې له چاودېدېدو وروسته هرې خواته تر هغې په حرکت وي چې له یوه څه سره ولګي.
اوس که څه پيدا نشي نو د هوا شتون د پارچې حرکت ورو کوي تر هغې چې حرکت یې صفر شي. دا چې خلا کې ګازونه نه وي نو د ستورو د پارچو د حرکت مخکې څه نه وي چې حرکت یې ودروي. ددې ټوټو یوه برخه سپوږمۍ او ځینې ځمکې ته برابرې شي. کله چې د ځمکه له غلیظ ګاذي چاپېریال سره په خورا لوړ سرعت ټکر خوي نو دغه ټکر د لوړ حرارت سبب کېږي چې هغه آسماني کاڼی پکې وسوځي او اور واخلي.
لوی کاڼی به وړو، وړو ټوټو بدل او د ځمکې په مختلفو برخو کې ولوېږي. ممکن دغه د اتومسفیر سره د لګېدو حالت کې چا تیږه لېدلې او بیا یې د خدای لخوا را استولې تیږه بللې بیا دوی کعبه کې ایښې.
مسلمانان په هندوانو نیوکې کوي خو دوی خپله فضايي تیږو ته سجدې لګوي. د کعبې توره تیږه هم همداسې یو مېترویت دی.
له بله اړخه چې محمد یا وروسته نورو قرآن کې لیکلي چې کله شیطانان/پېریان پورته لاړ شي نو الله کاڼي پسې خوشي کوي.
🔯 إِلَّا مَنْ خَطِفَ الْخَطْفَةَ فَأَتْبَعَهُ شِهَابٌ ثَاقِبٌ ﴿١٠﴾
📕 ژباړه: غیر له هغه (شیطان) نه چې وتښتوي یو كرت تښتونه، نو په ده پسې شي لمبه رڼا كوونكې.
دا چې الله تش یو کرکتر دی نو د هغې وقت معلومات د دغه کاڼو په هکله ناسم او لږ و. محمد یا نورو چې قرآن کې یې لاس لرلو دغه ناسم معلومات پکې ور اچولي. دا ممکنه نده چې یو څوک دې د جهان خالق هم وي بیا دې د میترویتو په هکله کره معلومات هم ونه لري.
شیطان شتون نه لري. که فرض کړو شیطان شته نو تیږي خو هره شېبه په هره خوا نه وي روانې. که انسان کړی شي چې د راکټ په مرسته تر مشتري ورسي او ددغه کاڼو له مسیر ځان چپ وساتي نو شیطان ولې لېونی دی چې ځان ورته برابروي!
په سپوږمۍ کې نه انسان شته او نه شیان بیا ولې هلته دا کاڼي لږي؟
یعنې د انسان او نورو شتون او نشتون مطرح ندی که انسان وي یا نه وي دا کاڼي شته. د سپوږمۍ سطحې ته که پام وکړئ په زرګونو ځایه داسې داغ داغ ده لکه سپنج. دیني مولایان وايي چې شیطان پاس غوږ نیسي. نو ځکه پرې دا کاڼي را ویشتل کېږي. له بلې خوا وايي الله له جهان د باندې دی. نو دغه کاڼي خو زمونږ د شمسي نظام د ننه دي. په میلیاردو نور شمسي نظامونه هم شته. ښه نو شیطان که پورته خېژي خو باید بیخي د جهان نه د باندې ووځي چې غوږ ونیسي بیا دلته د ځمکې له اتومسفیر اخوا خو الله نشته.
دا چې پخوانیو انسانانو اتومسفیر ته کلک چت ویلو نو فکر یې کولو چې اوه داسې چتون دي بیا د هغې د پاسه د الله عرش دی. نو الله هم د میزایلو سېستم په اول چت کې ځای په ځای کړی. بس چې شیطان پورته کړي الله د اور امر ورکړی او ملایکې تیږه ورته کش کړي. جالبه داده چې یو نیم میلیارد انسانان داسې کتاب د خدای کتاب بولي چې داسې مزاحیه خبرې پکې لیکل شوې.
که کوم خدای وي بیا خو دا خبرې هغه پسې لیکل د هغې لوی توهین دی. ساینس پوهان په نورو ساینس پوهانو پسې دروغ نه لیکي او بیا داسې له دروغو ډک دروغ خو مذهبیان په خدای پسې خپل ټول حماقتونه په کتابو کې لیکي بیا هغه کتاب د خدای کتاب بولي.
No results available
بیا تنظیم کړئNo results available
بیا تنظیم کړئآزادي د انسان توانایي ده چې د خپل ژوند مسیر وټاکي. د انتخاب آزادي، د فکر آزادي، د بیان آزادي، د حرکت آزادي، د راټولېدو آزادي، د اعتراض آزادي، له شکنجې څخه آزادي، او له تبعیض څخه آزادي، دا ټول د آزادۍ مختلف اړخونه دي. آزادي د انساني ژوند لپاره ضروري شرط دی. انسان بې له آزادۍ نه شي کولی چې خپله پیاوړتیا او وده ترلاسه کړي. آزادي انسان ته اجازه ورکوي چې خپلې وړتیاوې او استعدادونو ته وده ورکړي، خپلو موخو پسې لاړ شي او په ټولنه کې ګډون وکړي.