اسلام به د سولې دين وي خو موږ ته نه دی. موږ ته یوازې په خشونت، وژنه او تخریب را پېژندل شوی دی، زموږ د روایاتو، تفسیر، سیرت، فقهې، تاریخ او سیاست په کتابونو کې معرفي شوی اسلام له قتل او دښمنۍ پرته بل هېڅ پیغام نه لري.
زموږ د مسجدونو امامان درګرده خلکو ته د کرکې ديانت ور زده کوي، تر څو چې د مذهبي زده کړو همدغه نصاب او همدغه ښوونکي وي نو په والله باالله که ښه ورځ ووينئ.
ما خپلې غاړې درته خلاصې کړې، دا ځکه درته وایم چې ما د ملایی، مدرسې او مذهبي زده کړو په ماحول کې نيږدې ۱۵ کاله تېر کړي او اوس مې هم د مطالعې یوه لویه برخه جوړوي، د مروجو مذهبي زده کړو د نصاب په محتوا کې یوازې او یوازې د کرکې، تعصب، تنګ نظرۍ او له ټولې نړۍ سره د دښمنۍ او د بدعت په نوم د هر ډول دنیوي پرمختګ د مخنیوي لارښوونې دي.
زموږ دولت او خلک دې د ستونزې دغه حقیقي فکتور وپېژني ځکه موږ له دې پرته د خلاصو اساسي لار نه لرو.
آزادي د انسان توانایي ده چې د خپل ژوند مسیر وټاکي. د انتخاب آزادي، د فکر آزادي، د بیان آزادي، د حرکت آزادي، د راټولېدو آزادي، د اعتراض آزادي، له شکنجې څخه آزادي، او له تبعیض څخه آزادي، دا ټول د آزادۍ مختلف اړخونه دي. آزادي د انساني ژوند لپاره ضروري شرط دی. انسان بې له آزادۍ نه شي کولی چې خپله پیاوړتیا او وده ترلاسه کړي. آزادي انسان ته اجازه ورکوي چې خپلې وړتیاوې او استعدادونو ته وده ورکړي، خپلو موخو پسې لاړ شي او په ټولنه کې ګډون وکړي.