نن به د څو میلیونو حیواناتو وینه وبهیږي او پوستکي به یې ترې وایستل شي. هر حیوان درد حس کوي او له حلالېدو وېره لري.
بې دینه او دین پال انسانان هر کال په میلیونونو حیوانات وژني او غوښې یې خوري. یو وخت چې انسانان کښت نه شوی کولی دوی اړ وو غوښه وخوري خو د بزګرۍ د تولیداتو په موجودیت کې د هر حیوان غوښه خوړل ظلم دی.
دا سمه ده چې حیوانات هم د حیواناتو غوښه خوري؛ خو پدې صورت کې ددې ادعا چې انسان په شعور، عقلانیت او انسانیت کې تر حیوان لوړ دی تر پوښتنې لاندې راځي. انسان دد فکر او کړنو له مخې بیخي اشرف د مخلوقاتو ندی.
دا د اشرف ټکی یو خیالي سوچ دی. د انسانانو شمېر له نورمال بریده اوښتی نو ځکه دوی د هر ډول حیوان غوښې خوړلو ته زړه ښه کوي. هر ډول غوښه ډول، ډول ناروغۍ را منځ ته کوي چې کورونا یې اوس په انسانانو تبه راوستلې.
ویل کېږي چې پخوا به انسانانو د خدای د خوښولو لپاره ښځې، ماشومان او ښایسته ځوانانو حلالول. وروسته د خدای د خوښولو لپاره د انسان په ځای حیوان ته مخه شوه. ددې تغیر سره سره انسانانو د د انسان وژل په مختلفو مقدسو او غیر مقدسو نومونو جاري ساتلي.
په یوه حدیث کې راځي چې خدای د وینې په بهېدو خوښږي.
په یو آیات کې راځي چې الله له هغه کسانو سره مینه لري چې دده په لاره کې قتلونه کوي.
قتلونو کې وینه بهېږي. د الله له وینې بهونکي سره مینه ده.
ددې معنا داده چې د بنز کمپنۍ یو موټر تازه جوړ کړي او بیا یې په راکټ ویشتلو خوښ شي. په حقیقت کې انسان په خپل حماقت او ناپوهۍ د خدای نوم ایښی. که طبیعت کوم خدای لري هم د انسان کیسه کې ندی.
دا انسان دی چې هم خدایان جوړوي، هم خدایاتو ته صفات ورکوي چې په څه خوښ او څه ناخوښه وي. د انسانانو ناپوهۍ د ناورینونو مور ده. تر ټولو بې غرضه انسان چې په کومه ورځ د چرګ او پسه غوښه خوړلي یعنې د دوو ژوندیو ژوند یې اخیستی وي د عدالت او رحم باټې ولي.
اصلا په طبیعت کې ښه او بد نشته. هر ژوندي ژوي ته هغه څه ښه ښکاري چې دده ژوند نه ګواښي او هر هغه څه بد بولي چې دده ژوند ګواښي. چرګانو تر ګیدړانو انسان ډېر بد دی. د چرګانو په اند انسان د ژوندیو ژوو تر ټولو بده نمونه ده.
تر هغې چې انسان د چرګ غوښه خوړی شي چرګ ته درناوی نه لري. که داسې یو چرګ پیدا شي چې ډېر لوی وي. دومره لوی چې غږ یې د انسانانو غوږونه کاڼه کړي بیا به همدا انسان چرګ ته سجدو شي.
زه هم د یوه غوښه خوړونکي په توګه نن وریجې او غوښه خورم. خو پکار ده د اشرف مخلوقات باټې نور ونه وهم.
لوی اختر مو نېکمرغه