په قرآن کې د ښکنځلو آیاتونه - دویمه برخه

ښکنځل

قران او ښکنځلې
(د پخواني قران انځور)

د قرآن په ګڼ شمېر ایاتونو کې هغو کسانو ته کوم چې عربي دين او افسانې نه مني د سپي، خره، نجس، حرامي، خنزير، څاروي، کمعقل او ګڼ شمېر نور بېهوده القاب کارول شوي، آیا هغه کتاب چې انسانانو ته پکښې دا ډول ناوړه او بېهوده الفاظ کارول شوي وي یو الهي کتاب کېدای شي؟

🔯 إِنَّ شَرَّ الدَّوَابِّ عِندَ اللَّـهِ الَّذِينَ كَفَرُوا فَهُمْ لَا يُؤْمِنُونَ ﴿٥٥﴾

📕 ژباړه: بېشكه د الله په نیز په ځمكه باندې په ګرځېدونكو كې تر ټولو بدتر هغه كسان دي چې كفر يې كړى دى، نو هغوى ایمان نه راوړي.

سورة الأنفال

[divider style=”dashed” top=”20″ bottom=”20″]

🔯 وَضَرَبَ اللَّـهُ مَثَلًا رَّجُلَيْنِ أَحَدُهُمَا أَبْكَمُ لَا يَقْدِرُ عَلَىٰ شَيْءٍ وَهُوَ كَلٌّ عَلَىٰ مَوْلَاهُ أَيْنَمَا يُوَجِّههُّ لَا يَأْتِ بِخَيْرٍ ۖ هَلْ يَسْتَوِي هُوَ وَمَن يَأْمُرُ بِالْعَدْلِ ۙ وَهُوَ عَلَىٰ صِرَاطٍ مُّسْتَقِيمٍ ﴿٧٦﴾

📕 ژباړه: او الله یو مثال بیانوي چې دوه سړي دي، په دواړو كې یو ګونګى دى، په هېڅ شي قدرت نه لري، په دې حال كې چې هغه په خپل بادار باندې بار (بوج) دى، چې چېرته يې هم ولېږي هېڅ خیر نه راوړي، ایا برابرېږي دغه كس او هغه څوك چې په انصاف سره حكم كوي او هغه په نېغې لارې باندې قايم دى.

سورة النحل

[divider style=”dashed” top=”20″ bottom=”20″]

🔯 أَمْ تَحْسَبُ أَنَّ أَكْثَرَهُمْ يَسْمَعُونَ أَوْ يَعْقِلُونَ ۚ إِنْ هُمْ إِلَّا كَالْأَنْعَامِ ۖ بَلْ هُمْ أَضَلُّ سَبِيلًا ﴿٤٤﴾

📕 ژباړه: ایا ته ګمان كوې چې په رښتیا د دوى زیاتره اوري، یا له عقل نه كار اخلي، دوى نه دي مګر په شان د څارویو بلكې دوى د لارې په لحاظ زیات ګمراه دي.

سورة الفرقان

[divider style=”dashed” top=”20″ bottom=”20″]

🔯 إِنَّ اللَّـهَ يُدْخِلُ الَّذِينَ آمَنُوا وَعَمِلُوا الصَّالِحَاتِ جَنَّاتٍ تَجْرِي مِن تَحْتِهَا الْأَنْهَارُ ۖ وَالَّذِينَ كَفَرُوا يَتَمَتَّعُونَ وَيَأْكُلُونَ كَمَا تَأْكُلُ الْأَنْعَامُ وَالنَّارُ مَثْوًى لَّهُمْ ﴿١٢﴾

📕 ژباړه: بېشكه الله به هغه كسان چې ایمان يې راوړى دى او نېك عملونه يې كړي دي، داسې جنتونه ته داخلوي چې د هغو له لاندې ولې بهېږي او هغه كسان چې كافران شوي دي، دوى فايده اخلي او خوراك كوي لكه څنګه چې څاروي خوراك كوي او اور د دوى استوګنه ده.

سورة محمد

[divider style=”dashed” top=”20″ bottom=”20″]

🔯 فَشَارِبُونَ شُرْبَ الْهِيمِ ﴿٥٥﴾

📕 ژباړه: (ګمراهانو) نو د ډېرو تږو اوښانو د څښلو په شان به څښونكي یئ.

سورة الواقعة

[divider style=”dashed” top=”20″ bottom=”20″]

🔯 عُتُلٍّ بَعْدَ ذَٰلِكَ زَنِيمٍ ﴿١٣﴾

📕 ژباړه: (کافر) ډېر بد خویه دى (او) له دغو (عیبونو) نه پس بد اصله (حرامي هم) دى.

سورة القلم

[divider style=”dashed” top=”20″ bottom=”20″]

🔯 مَثَلُ الَّذِينَ حُمِّلُوا التَّوْرَاةَ ثُمَّ لَمْ يَحْمِلُوهَا كَمَثَلِ الْحِمَارِ يَحْمِلُ أَسْفَارًا ۚ بِئْسَ مَثَلُ الْقَوْمِ الَّذِينَ كَذَّبُوا بِآيَاتِ اللَّـهِ ۚ وَاللَّـهُ لَا يَهْدِي الْقَوْمَ الظَّالِمِينَ ﴿٥﴾

📕 ژباړه: د هغو كسانو حال چې په هغوى باندې تورات وربار كړى شوى و (د تورات مكلف كړى شوي وو)، بیا دوى هغه پورته نه كړ؛ د هغه خره د حال په شان دى چې كتابونه يې په شا كړي وي، د هغو كسانو بد مثال (حال) دى چې د الله د ایتونو تكذیب كوي او الله ظالم قوم ته هدایت نه كوي.

سورة الجمعة

[divider style=”dashed” top=”20″ bottom=”20″]

🔯 فَمَا لَهُمْ عَنِ التَّذْكِرَةِ مُعْرِضِينَ ﴿٤٩﴾ كَأَنَّهُمْ حُمُرٌ مُّسْتَنفِرَةٌ ﴿٥٠﴾

📕 ژباړه: نو په دوى (کافرانو) څه شوي دي چې له نصیحت (قرآن) نه مخ ګرځوونكي دي ﴿٤٩﴾ ګویا كې دوى تښتېدونكي ځنګلي (وحشي) خره دي.

سورة المدثر

په قرآن کې د ښکنځلو آیاتونه – لومړۍ برخه

  • وروستۍ ليکنې
اسلام او برابري
پخوانی قرآن
د قرآن تکراري آیاتونه
اسلام او ساینس
رامسس دویم
اسلام او برابري
پخوانی قرآن
د قرآن تکراري آیاتونه
اسلام او ساینس
رامسس دویم