په قرآن کې ګڼ شمېر داسې ایاتونه شته چې د انسانانو قتلول یوازې په دې وجه توجې کوي چې دوی په عربي خرافاتو او عربي افسانو یقين نه لري، ایا یو کتاب چې دومره له نفرتونو او وحشت څخه ډک وي الهي کتاب کېدای شي؟
په دې ليکنه کې به موږ تاسې ته په قرآن کې له سورة الأنفال یا د غنيمت له سورې څخه د قتلونو د آیاتونو یو څو بېلګې وړاندې کړو:
🔯 إِذْ يُوحِي رَبُّكَ إِلَى الْمَلَائِكَةِ أَنِّي مَعَكُمْ فَثَبِّتُوا الَّذِينَ آمَنُوا ۚ سَأُلْقِي فِي قُلُوبِ الَّذِينَ كَفَرُوا الرُّعْبَ فَاضْرِبُوا فَوْقَ الْأَعْنَاقِ وَاضْرِبُوا مِنْهُمْ كُلَّ بَنَانٍ ﴿١٢﴾
سورة الأنفال
📕 ژباړه: كله چې ستا رب ملايكو ته وحي كوله چې بېشكه زه له تاسو سره یم، نو هغه كسان چې ایمان يې راوړى دى ثابت كړئ، ژر به زه د هغو كسانو په زړونو كې رعب (وحشت) واچوم چې كافران شوي دي، نو تاسو یې د څټونو له پاسه ووهئ، او ټولې ګوتې یې ترې غوڅې کړئ.
[divider style=”dashed” top=”20″ bottom=”20″]
🔯 فَلَمْ تَقْتُلُوهُمْ وَلَـٰكِنَّ اللَّـهَ قَتَلَهُمْ ۚ وَمَا رَمَيْتَ إِذْ رَمَيْتَ وَلَـٰكِنَّ اللَّـهَ رَمَىٰ ۚ وَلِيُبْلِيَ الْمُؤْمِنِينَ مِنْهُ بَلَاءً حَسَنًا ۚ إِنَّ اللَّـهَ سَمِيعٌ عَلِيمٌ ﴿١٧﴾
سورة الأنفال
📕 ژباړه: نو تاسو هغوى نه دي وژلي او لېكن الله هغوى وژلي دي او تا ویشتل نه دي كړي كله چې تا ویشتل وكړل او لېكن الله (دغه) ویشتل كړي دي او د دې لپاره چې هغه د خپل جانب نه په مومنانو باندې احسان وكړي، ښه احسان، بېشكه الله ښه اورېدونكى، ښه پوه دى.
[divider style=”dashed” top=”20″ bottom=”20″]
سورة الأنفال
🔯 وَقَاتِلُوهُمْ حَتَّىٰ لَا تَكُونَ فِتْنَةٌ وَيَكُونَ الدِّينُ كُلُّهُ لِلَّـهِ ۚ فَإِنِ انتَهَوْا فَإِنَّ اللَّـهَ بِمَا يَعْمَلُونَ بَصِيرٌ ﴿٣٩﴾
📕 ژباړه: او تاسو له دوى سره ووژنئ تر هغه پوري چې فتنه پاتې نشي او دین ټول خاص د الله لپاره شي، نو كه چېرې دوى منع شي، نو بېشكه الله په هغو عملونو چې دوى يې كوي ښه لیدونكى دى.
[divider style=”dashed” top=”20″ bottom=”20″]
🔯 وَأَعِدُّوا لَهُم مَّا اسْتَطَعْتُم مِّن قُوَّةٍ وَمِن رِّبَاطِ الْخَيْلِ تُرْهِبُونَ بِهِ عَدُوَّ اللَّـهِ وَعَدُوَّكُمْ وَآخَرِينَ مِن دُونِهِمْ لَا تَعْلَمُونَهُمُ اللَّـهُ يَعْلَمُهُمْ ۚ وَمَا تُنفِقُوا مِن شَيْءٍ فِي سَبِيلِ اللَّـهِ يُوَفَّ إِلَيْكُمْ وَأَنتُمْ لَا تُظْلَمُونَ ﴿٦٠﴾
سورة الأنفال
📕 ژباړه: او تاسو چې هر څه خپل توان او امکان کې لرئ، تړلي اسونه تیار كړئ څومره چې استطاعت یې لرئ، چې په دې سره به تاسو د الله دښمنان او خپل دښمنان وېروئ او له دوى نه سوا نور خلق (هم) چې تاسو هغوى نه پېژني، الله هغوى پېژني او تاسو چې د الله په لاره كې څه شى هم خرچ كوئ، تاسو ته به پوره (بدله) دركړى شي او په تاسو به ظلم نه كېږي.
[divider style=”dashed” top=”20″ bottom=”20″]
🔯 يَا أَيُّهَا النَّبِيُّ حَرِّضِ الْمُؤْمِنِينَ عَلَى الْقِتَالِ ۚ إِن يَكُن مِّنكُمْ عِشْرُونَ صَابِرُونَ يَغْلِبُوا مِائَتَيْنِ ۚ وَإِن يَكُن مِّنكُم مِّائَةٌ يَغْلِبُوا أَلْفًا مِّنَ الَّذِينَ كَفَرُوا بِأَنَّهُمْ قَوْمٌ لَّا يَفْقَهُونَ ﴿٦٥﴾
سورة الأنفال
📕 ژباړه: اى نبي! ته مومنان (له كفارو سره) په وژنو (وژلو) باندې تېز كړه، كه چېرې په تاسو كې شل تنه صبر كوونكي وي، نو په دوه سوه كسانو به غالبه شي او كه چېرې په تاسو كې سل تنه صبر كوونكي وي (، نو) په هغو زرو كسانو به غالبه شي چې كافر شوي دي، ځكه چې یقینًا هغوى داسې قوم دى چې نه پوهېږي.
[divider style=”dashed” top=”20″ bottom=”20″]
يادونه: د قرآن په اکثرو ژباړو کې په ډېر مهارت د قتل توری د جګړې په معنا ژباړل شوی تر څو لوستونکي وغولوي او د اسلام هغه وحشي بڼه په یو څه نا څه نرمو الفاظو پټه کړي چې دا یو کاملاً ناسم او غلط کار دی، په عربي ژبه کې جګړې ته حرب ویل کيږي او تاسې کولای شئ په دې اړه د عربي ژبې ډکشنریانو ته هم مراجعه وکړئ.
[divider style=”dashed” top=”20″ bottom=”20″]
قَتْل ( اسم ):
to kill, to murder
قَتَل ( فعل ):
assassinate; kill; murder; slay
حرب ( اسم ):
battle; combat; fight(ing); war – clash; engagement; hostilities; war(fare); warfare
حَرِب ( فعل ):
be angry; be enraged; be flame up with rage; be flare up; be furious; be rage
No results available
No results available