سورة محمد – په قرآن کې د وحشت او قتلونو آیاتونه – شپږمه برخه

قران او قتل

په قرآن کې ګڼ شمېر داسې ایاتونه شته چې د انسانانو قتلول یوازې په دې وجه توجې کوي چې دوی په عربي خرافاتو او عربي افسانو یقين نه لري، ایا یو کتاب چې دومره له نفرتونو او وحشت څخه ډک وي الهي کتاب کېدای شي؟

قران او قتل

په دې ليکنه کې به موږ تاسې ته په قرآن کې له سورة محمد یا د پښېمانۍ له سورې څخه د قتلونو د آیاتونو یو څو بېلګې وړاندې کړو:

🔯 فَإِذَا لَقِيتُمُ الَّذِينَ كَفَرُوا فَضَرْبَ الرِّقَابِ حَتَّىٰ إِذَا أَثْخَنتُمُوهُمْ فَشُدُّوا الْوَثَاقَ فَإِمَّا مَنًّا بَعْدُ وَإِمَّا فِدَاءً حَتَّىٰ تَضَعَ الْحَرْبُ أَوْزَارَهَا ۚ ذَٰلِكَ وَلَوْ يَشَاءُ اللَّـهُ لَانتَصَرَ مِنْهُمْ وَلَـٰكِن لِّيَبْلُوَ بَعْضَكُم بِبَعْضٍ ۗ وَالَّذِينَ قُتِلُوا فِي سَبِيلِ اللَّـهِ فَلَن يُضِلَّ أَعْمَالَهُمْ ﴿٤﴾

📕 ژباړه: نو كله چې تاسو له كافران شویو خلقو سره مخامخ شئ، نو د دوی څټونو ووهئ، تر هغه پورې چې كله تاسو دوى ښه ډېر ووژنئ (یا له پښو یې وغورځوئ)، نو بیا (اسيران) يې ښه مضبوط وتړئ. بیا له دې نه بعد یا خو په دوى احسان وكړئ او یا یې د فدیې په بدل كې ازاد كړئ. تر هغه پورې چې جنګ (والا) خپلې وسلې كېږدي، دغه (د الله حكم) دى او كه الله غوښتلي وى (نو) له دوى نه به يې خامخا بدل اخيستى و او لېكن د دې لپاره چې ستاسو ځینې په ځینو نورو سره وازمايي، او هغه كسان چې د الله په لاره كې ووژل شي، نو هغه (الله) به د دوى عملونه له سره ضايع نه كړي

سورة محمد

[divider style=”dashed” top=”20″ bottom=”20″]

🔯 فَلَا تَهِنُوا وَتَدْعُوا إِلَى السَّلْمِ وَأَنتُمُ الْأَعْلَوْنَ وَاللَّـهُ مَعَكُمْ وَلَن يَتِرَكُمْ أَعْمَالَكُمْ ﴿٣٥﴾

📕 ژباړه: نو تاسو سستي مه كوئ او (غیر مسلمانانو) ته د سولې بلنه مه وركوئ، په داسې حال كې چې هم تاسو به غالب یئ، او الله له تاسو سره دى او هغه به ستاسو عملونه له سره ضايع (او كم) نه كړي.

سورة محمد

له پاسني آیات څخه دا په ډاګه کېږي چې مسلمانان باید هېڅ وخت هم سوله ونه کړي او تل د جګړې په حالت کې و اوسي او خپلو جهادونو ته دوام ورکړي.

[divider style=”dashed” top=”20″ bottom=”20″]

يادونه: د قرآن په اکثرو ژباړو کې په ډېر مهارت د قتل توری د جګړې په معنا ژباړل شوی تر څو لوستونکي وغولوي او د اسلام هغه وحشي بڼه په یو څه نا څه نرمو الفاظو پټه کړي چې دا یو کاملاً ناسم او غلط کار دی، په عربي ژبه کې جګړې ته حرب ویل کيږي او تاسې کولای شئ په دې اړه د عربي ژبې ډکشنریانو ته هم مراجعه وکړئ.

[divider style=”dashed” top=”20″ bottom=”20″]

قَتْل ( اسم ):

to kill, to murder

قَتَل ( فعل ): 

assassinate; kill; murder; slay

حرب ( اسم ):

battle; combat; fight(ing); war – clash; engagement; hostilities; war(fare); warfare

حَرِب ( فعل ):

be angry; be enraged; be flame up with rage; be flare up; be furious; be rage

  • وروستۍ ليکنې
اسلام او برابري
پخوانی قرآن
د قرآن تکراري آیاتونه
اسلام او ساینس
رامسس دویم
اسلام او برابري
پخوانی قرآن
د قرآن تکراري آیاتونه
اسلام او ساینس
رامسس دویم
آزادي د انسان توانایي ده چې د خپل ژوند مسیر وټاکي. د انتخاب آزادي، د فکر آزادي، د بیان آزادي، د حرکت آزادي، د راټولېدو آزادي، د اعتراض آزادي، له شکنجې څخه آزادي، او له تبعیض څخه آزادي، دا ټول د آزادۍ مختلف اړخونه دي. آزادي د انساني ژوند لپاره ضروري شرط دی. انسان بې له آزادۍ نه شي کولی چې خپل پیاوړتیا او وده ترلاسه کړي. آزادي انسان ته اجازه ورکوي چې خپلې وړتیاوې او استعدادونه وده ورکړي، خپلو موخو پسې لاړ شي او په ټولنه کې ګډون وکړي.
سوالونه
  • زموږ سره اړيکه
وړانديز شوې کټګورۍ
وړانديز شوي کتابونه
د سوالونو ټکی کام نښان
  • د اپلېکېشن ډاونلوډ
  • سوالونه
  • د موبایل اپلېکېشن به ډېر زر ستاسې چوپړ ته وړاندې شي.
د تخنيکي ملاتړ شمېره:
  • زموږ سره د ټولنيزو شبکو له لارې وصل شئ.
  • ©۲۰۲۴ — ټول حقوق د سوالونه پاڼې له ټیم لپاره خوندي دي.