کوم اسلام؟ - له واقعي اسلام څخه ستاسې تعریف څه دی؟

د اسلام فرقې

هر ډول جرم چې د مسلمانانو او مختلفو ترهګرو ډلو لخوا ترسره شوی د عربي الله لپاره دی، ځکه په قران کې داسې ډیر آیتونه شتون لري چې جرمونه توجې کوي لکه د بېلګې په توګه:

  • د مشرکینو او کفارو وژل
  • د هغوی مالونه او ښځې غنیمت کول
  • د هغوی په ښځو تجاوز (په زور باندې جنسي تېری) کول
  • د ښځو اړوند ناوړه افراطي ایتونه

په قرآن کې وحشي آیتونه لکه مرتدین (هغه څوک چې اسلام یې پرېښودلی دی ووژنئ) او ورسره منتقدین ووژنئ اسلام او قران یې همداسې نورو جرمونو ته توجې کوي، د اسلام له نګاه څخه زه د اسلام او قران انتقاد کوونکی یم نو باید ووژل شم ځکه چې زه مرتد یم.

له همدې امله مسلمانانو او نورو ملګرو مسافرو څو ځله د مرګ ګواښ راکړی دی ځکه چې زه په اسلام انتقاد کوم او دا جواز دی چې زه له اسلامي نظره ووژل شم.

په نړۍ کې تر پنځوس ډېر اسلامي هیوادونه شتون لري، په کومو اسلامي هېوادونو کې چې ریښتینی اسلام واکمن دی یا ریښتینی اسلام نه وي پکې نو دليل یې څه دی او ولې؟

کله چې اسلامپالو سره د هغه ناکامیو په اړه بحث کوي چې اسلام یې اسلامي هېوادونو ته راوړی دوی ادعا کوي چې ریښتینی اسلام لا نه دی پلي شوی.

که موږ القاعده، طالبان، داعش، د حقاني شبکه، جمهوری اسلامي، سعودي عربستان او نورې ترهګرې او غیر انساني ډلې او حکومتونه په ګوته کړو نو دوی بیا وايي چې هېڅ ریښتینی اسلام نه دی پلی شوی او دا ریښتینی اسلام نه دی.

که موږ د غربت، جرم، سنګسارۍ، د وړو ماشومانو ودونه او ډیری نور جرمونه چې په اسلامي هېوادونو ترسره کېږي مثال ورکړو، دوی دا خبره تکراروي چې دا هرڅه له اسلام سره هیڅ تړاو نه لري او ریښتیني اسلام نه دی پلي شوی او په ریښتیني اسلام خلک عمل نه کوي.

د شیعه مذهب لارویان سنيان د کافرانو په توګه نه مني او سنيان بیا شیعه ګان کافران بولي ولې؟

داسې یو اسلامي هېواد نشته چې یو واحد شرعي اسلام چې مدني او د ټولو اسلامي هیوادونو لخوا منل شوی وي وجود نه لري؟

ایا داعش او القاعده ریښتنی اسلام نه دی؟

ریښتیني اسلام کوم چې طالبان، داعش او القاعده عملي کوي چې ډېر احمقانه، ډیر تشدد کونکی او وحشي دی. له شرعي نظره، سعودي عربستان او ایران لېبرال هېوادونه دي، ترکیه، مالیزیا، متحده عرب امارات، عمان، سوریه او شمالي افریقا کافران دي او فتوا هم د دوی له خوا صادرېږي.

د منل شوي اسلامي نظام په هکله د اختلاف اصلي علت د قران مخالفتونه، نیمګړتیاوې او ابهامات دي. د دې خنډونو سره هر هېواد اسلام د خپلو ګټو او اړتیاو مطابق تعبیروي.

سعودي، ایراني، افغاني، هندي، سوري، ترکي، تاجیکي، مالیزیایي اسلام ټول له یو بل سره توپیر لري او هر یو ادعا کوي چې د دوی ځانګړې اسلامي لاره ترټولو ریښتینې ده او نورې لارې ناسمې دي.

په ځینو اسلامي هیوادونو کې ښځې په جوماتونو کې هم عبادت کوي، خو په افغانستان، پاکستان، بنګله دېش او د مرکزي آسیا په جمهوریتونو کې داسې نده.

څو کاله دمخه ایرانیانو له افغان مهاجرینو څخه وپوښتل چې ایا تاسو مسلمانان یاست او که سني یاست؟

مذهبیان پدې تلقین شوي دي چې اسلام په خپل وجود کې عیب نه لري، هر هغه څه چې دي زموږ په مسلمانۍ کې عیب دي. خو که اسلام بې کفایته وي نو ولې مسلمانان په نفاق، دښمني او وژنې کې دومره بوخت دي؟

د سعودي له یمن سره جګړه، د سومالیې داخلي شخړې، د ایران له عراق سره جګړه، د پاکستان بغاوت او بې ایماني او په افغانستان کې د پنځلس ډوله خونړۍ او ویجاړونکې پیښې ټولې د مسلمانو د عربي الله نا اهلیت او بې کفایتي ښیې.

اړوندې ليکنې:

نوټ: ليکنه پرته له کوم بدلون کټ مټ خپره شوې او که چېرې په ليکنه کې د ليکدود تېروتنې وي نو دا په ليکوال پورې اړه لري، موږ یوازې د ليکوالانو او منتقدينو لپاره پلټفارم جوړ کړی تر څو دوی خپل غږ تر خپلو هېوادوالو پورې ور ورسوي.

  • وروستۍ ليکنې
محمد او زینب
کن فیکون
د ښځو حقوق
شرک
مريدنامه
محمد او زینب
کن فیکون
د ښځو حقوق
شرک
مريدنامه